طالبان: کابلوف له متقي سره په نړیوالو میکانیزمو کې طالبانو د استازو په ګډون خبرې کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ددغه وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس د ځانګړي استازي سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخیتدو ترڅنګ سیمه ییزو او نړیوالو میکانیزمو کې د طالبانو د استازو په ګډون هم خبرې کړي.

ددغه وزارت ویاند عبدالقار بلخي د چهارشنبې په ورځ ډسمبر۲۰(لیندۍ ۲۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي امیرخان متقي له روسیې څخه مننه کړې چې په نړیوالو ناستو کي له افغانستان څخه ملاتړ کوي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي:" متقي صاحب ټینګار وکړ چې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي اوافغانستان چمتو دی چې د سالنګ لویې لارې له رغول کېدو وروسته جنوبي اسیا ته د روسي توکو په لېږد کې مثبت رول ولوبوي".

په دغه خبرپاڼه کې افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي له قوله ویل شوي، چې ځیني هېوادونه غواړي د نوو میکانیزمونو د جوړولو له لارې په سیمه کې خپلې اجنډاوې پلې کړي.

ښاغلي کابلوف ویلي:" د افغان حکومت ( طالبانو حکومت) له توافق پرته باید داسې څه ونه شي. ضمیر کابلوف وویل، که هر هېواد له افغانستان سره مشکل لري کولای شي افغان حکومت ( طالبانو حکومت) سره یې د دوو اړخیزو اړیکو له لارې مطرح کړي."

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي کابلوف ویلي، چې ځیني هېوادونه ګوري چې د سیمې هېوادونه د افغانستان حکومت سره همکاري پراخوي او هغوی غواړي چې د نوو میکانیزمونو له لارې په سیمه ییزو مسایلو کې دخیل شي او دغو پرمختګونو کې ستونزې راولاړې کړي.

همداشان ښاغلي کابلوف ویلي چې د امریکا متحده ایالتونه باید د افغانستان بانک کنګل شوې زېرمې خوشې کړي او پرېږدي چې دغه زیرمې د افغانستان په اقتصاد کې مرسته وکړي.

ددغې خبر پاڼې له مخې ضمیر کابلوف وویل چې روسیه چمتو ده چې افغانستان سره سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي او په دې برخه کې یې چمتووالی وښود چې افغان سوداګر روسیې ته ولاړشي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزو فرصتونو خبرې اترې وکړي.

افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په داسې حال کې کابل ته سفر کړی چې په دې وروستیو میاشتو کې د ښاغلي کابلوف په ګډون یو شمیر روسیې چارواکو په پرله پسې ډول د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو رسمیت پیژندلو مسله د دغې ډلې له خوا د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو پورې مربوط ګڼلې ده او ویلي دي دا کار هغه مهال کیدای شي، چې طالبان د ټولشموله حکومت په اړه د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته پاملرنه وکړي.

ضمیرکابلوف د اکتوبر۱۲ ( تلې۲۰) د ترکیې د دولتي اژانس اناتولې سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي و،چې د ټولشموله حکومت جوړیدل به د نجونو او ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو خوندیتوب او د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو بهیر سره مرسته وکړي. تراوسه روسیې د بهرنیو چارو وزارت کابل ته ضمیر کابلوف د سفر د هدف په اړه څه نه دي ویلي.

د روان ۲۰۲۳ کال د نومبر (لیندۍ دوییم) په مسکو کې د طالبانو د حکومت د مخالفو سیاسي مشرانو د غونډې وروسته دا کابل ته د ضمیر کابلوف لومړی سفر دی.

"په مسکو کې "افغانستان د تېر او راتلونکي تر منځ: د عادلانه سولې او تلپاتې پرمختګ په لاره کې" تر سرلیک لاندې د طالبانو د مخالفو مشرانو غونډه کې چې د "عادلې روسیه" ګوند او د هغه هېواد د علومو اکاډمۍ په ملاتړ جوړه شوې وه، د ملي مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود په ګډون په بهر کې میشتو یو شمیر افغان سیاسي مشرانو برخه اخیستې وه.

دغې غونډې ته د طالبانو د حکومت استازي نه وو بلل شوي. خو د سپټمبر۲۹ (تلې اووم) د روسیې د فدراسیون د تاتارستان جمهوریت د کازان په ښار کې د مسکو فارمټ غونډې ته چې د روسيې، هند، ايران، قزاقستان، قرغیزستان، چين، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان اواوزبیکستان استازو کې برخه لرله، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا د طالبانو استازي هم بلل شوي وو.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلي، خو تراوسه ددغې ډلې حکومت د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندل په افغانستان کې د ښځو او مذهبي او قومي اقلیتونو د حقونو خوندیتوب په ګډون د بشري وضعیت په برخه کې د طالبانو د اقداماتو پورې مربوط ګنلي دي او ویلي دي چې که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي نو د افغان نجونو او میرمنو پر وړاندې دې خپلې پالیسۍ بدلې کړي.