غزه کې د وژل شویو شمېر له ۱۹ زره واوښت؛ اسرائيل وایي خپل عملیات روان ساتي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وايي، له هغه راهیسې چې اسرئیل پرغزې تړانګې بریدونه پیل کړي، دغلته د وژل شویو شمېر ۱۹۴۵۲ ته رسېدلی دی.‌ له ۵۰ زرو ډېر نور ټپیان شوي دي.

یوازې له تېر شپې راهیسې، د روغتیايي چارواکو په وینا،‌ لږ تر لږه ۱۱۰ فلسطینیان د غزې په شمال کې د اسرائیلي‌ ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.‌

هممهاله، د امریکا د فاع وزیر لوېډ اسټن د اسرائیلو له دفاع وزیر سره په خبري کنفرانس کې ټینګار کاوه چې هېواد به یې له اسرائیلو خپل ملاتړ روان ساتي.‌ د اسرائیلو دفاع وزیر یواو ګلانټ وايي،‌ پلان نه لري چې له جګړې وروسته "غزه له ملکي پلوه کنټرول کړي."

نوموړي یو ځل بیا هغه ژمنه تکرار کړه چې "حماس ډله به په پشپړ ډول له منځه وړي" او خپل پاتې ۱۲۹ یرغمل شوي کسان به ازدوي.

ټاکل شوې ښاغلی اسټن وروسته قطر او بحرین ته هم سفر وکړي.

د بي بي سي خبریال رشدي ابوالعوف د عیني شاهدانو او ځايي خبریاللنو له قوله ویلي، په جبالیه کمپ کې د اسرائیلو څلور توغندیو تېره شپه ودانۍ په نښه کړې دي. د اسرئیلو پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نوموړی واييٍ، له غزې د کره مالوماتو تر لاسه کول ډېر ګران دي ځکه د جګړې له پیل راهیسې مخابراتي شبکې تړل شوې دي او لاسرسی ډېر محدود شوی.

د غزې روغتیايي چارواکي وايي، له ۳۰ نور کسان تر درېیو نړېدلو ودانیو لاندې ایسار دي. جبالیه د غزې په شمال کې د کډوالو تر ټولو ستر کمپ دی او د اسرائیلو پوځ له تېرو دوو اونیو راهیسې دغلته شاوخوا عملیات کوي.‌

رپوټونه وايي د اسرائیلو ځینې شوبلې له دغه کمپ وتلې خو هوايي‌ بریدونو یې له تېرې شپې راهیسې زور اخیستی.‌

په داسې حال کې چې غزه کې د ولسي‌ مرګژوبلې کچه په کمساري‌ ډول په لوړېدو ده، پر اسرائيلو نړیوال فشارونه هم په ډېرېدو دي، چې اوربند وکړي.‌

بریتانیا،‌ جرمني او فرانسه د اسرائيلو هغه درې ملګري هېوادونه دي چې غزه کې د جګړې پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې.‌

د بریتانیا او جرمني بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه لیکل شوې یوې لیکنه کې ویلي، "زموږ موخه یوازې اوس د جګړې پای ته رسول نه دي. باید داسې اوږدمهالې سوله وي چې ورځې،‌ کلونه او نسلونه دوام وکړي."

د فرانسې د بهرنیو چار وزیر بیا ویلي، په دغه جګړه کې "خورا ډېر ولسي وګړي وژل کېږي."

د بریتانیا مخکېني دفاع وزیر بېن والېس په ډېلي ټېلېګراف ورځپاڼه کې خبرداری ورکړی چې په غزه کې د اسرائیلو اوسني تکتیکونه "د ۵۰ نورو کلونو لپاره شخړې ته لمن وهي."

ښاغلی والېس چې د بریتانیا له مهمو دفاع وزیرانو بلل کېده، ویلي له حماس سره د اوربند غږ نه کوي خو وايي اسرائیل باید پر غزې بې احتیاط بریدونه بند کړي.‌

اسرائیلي چارواکي وايي، تر هغې به غزه کې خپل بریدونه روان ساتي چې حماس یې له منځه نه وي وړی.