اوتنبایووا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته: افغانستان کې بشري وضعیت د ژورې اندېښنې وړ دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۹) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړه.

اوتنبایووا وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نړیوال کنوانسیون مهم عناصر تر پښو لاندې کیږي. هغې په افغانستان کې "د ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض، د سیاسي مخالفینو ځپل او د بیان ازادي، د اقلیتونو د بامفهمه استازیتوب نه شتون، له قضايي بهر بهر وژنې، نیول او جبري توقیف، شکنجه او ناوړه چلند" له بشري حقونو څخه د سرغړونو په توګه یاد کړل.

هغې په افغانستان کې د شیعه ګانو په ټولنو او مذهبی ځایونو باندې وروستیو حملو ته په اشارې سره وویل د افغانستان شیعه مذهبی اقلیت له سخت خطر سره مخامخ دی.

د یوناما مشرې په افغانستان کې بشري وضعیت د ژورې اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د ژمي په درشل کې په افغانستان کې څه باندې ۲۰ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري. هغه زياته کړه چې له پاکستان څخه د افغانانو جبري شړل دغه ستونزه نوره هم زياتوي.

میرمن اوتنبایووا همداراز په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز د افغانستان د نړیوالو مکلفیتونو خلاف وباله، که څه هم چې طالبانو د نجونو پر زده کړو بندیز د افغانستان داخلي مسله بللې ده.

اوتنبایووا له طالبانو سره د تعامل پر اړتیا ټینګار وکړ، خو ویې ویل چې دا تعامل د طالبانو د مشروعیت په معنی نه دی، بلکې کیدای شي له هغه څخه د "مخالفت څرګندولو او بدلون هڅولو" لپاره کارول واخیستل شي.

خو بیا هم اوتنبایووا په افغانستان کې د امنیت د تامین او د نشه یي توکو د کښت او تولید کمول د طالبانو د حکومت د مثبتو کړنو په توګه یاد کړل.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا د استازي مرستيال رابرټ ووډ په دې غونډه کې وويل، چې امريکا به تر هغه وخته له طالبانو سره د اړيکو پر عادي کولو غور ونه کړي، چې د ده په وينا، طالبان د افغانستان په نړیړالړ مکلفیتونو غور ونه کړي او افغان مېرمنو او نجونو ته په واقعي معنی ښوونې او روزنې ته بشپړ لاس رسی او کار او ټولنیز ژوند ته لاسرسی برابر نه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازې لانا ذکي نسیبه وویل، نړۍ باید د افغانستان په وړاندې د یو "ناکام چلند" پر ځای یو "حقیقي چلند" خو د هغې په وینا "د اصولو پر بنسټ" چلند غوره کړي. هغې وویل، د افغانستان انزوا، اقتصادي بحران او د افغانستان نورې ستونزې به د هېڅ هېواد په ګټه نه وي.

په ملګرو ملتونو کې د اوزبیکستان استازي وویل چې د افغانستان له پامه غورځول او منزوي کول به د دغه هېواد وضعیت لا پسې خراب کړي. هغه په افغانستان کې د اوږدمهاله سولې د ټینګښت لپاره د یو ټول شموله حکومت جوړول، د خلکو ازادیو په ځانګړې توګه د ښځو او اقلیتونو ازادیو ته درناوی په ګوته کړ.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ماموریت شارژدافیر نصیر احمد فایق خبرداری ورکړ چې که پر طالبانو شرطونه وضع نه شي او د طالبانو د چلند له بدلیدو پرته له دغې ډلې سره اړیکې عادي شي، پر افغانانو به د طالبانو بندیزونه لاپسې زیات شي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نیبنزیا د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ګواښ د له منځه وړلو لپاره د طالبانو هڅې کافي نه دي او د ده په وینا د ترهګریزو ګواښونو په ځانګړې توګه د افغانستان څخه د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د داعش د پراخیدو خطر شته. هغه وویل چې طالبان له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو ته لېواله دي.

نیبنزیا په غیر مستقیم ډول په تیرو دوو کلونو کې د طالبانو د کار ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا ډله توانیدلې چې پرې د بندیزونو سره سره د داخلي کړکیچ او "په کورنۍ جګړه کې د افغانستان د سقوط" مخه ونیسي.

د چین استازي د طالبانو حکومت د "افغانستان موقت حکومت" وباله او ویې ویل چې دغه حکومت د افغانستان د اقتصاد د ښه کولو توان لري. نوموړي د نشه يي توکو له کښت او قاچاق سره مبارزه د طالبانو د حکومت يوه لاسته راوړنه وبلله او د نړۍ له هېوادونو يې وغوښتل چې د افغانستان په بيارغونه کې مرسته وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د هند سفیر د افغانستان وضعیت "د اندیښنې ړو او ناورین زیږونکی" وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې افغانستان ته دې شا نه اړوي. ده وویل چې هند په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني ویلي، نړۍ باید له طالبانو سره داسې خبرې وکړي چې د ده په وینا د افغانستان د خلکو په ګټه وي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم ویلي، طالبان د یو لړ لاسته راوړنو په ځانګړې توګه د مخدره توکیو پر وړاندې په مبارزه د داعش په وړاندې په مبارزه کې او د اقتصاد د بیارغونه په برخه کې له "جدي ننګونو" سره مخامخ دي. هغه وویل، طالبان باید د ښځو پر حقونو بندیزونه لغوه کړي او د افغان ښځو او نجونو د تعلیم پر حق محدودیتونه له سره غور وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخواني رئیس او د «زغم» په نوم د بشري حقونو د سازمان مشرې شهرزاد اکبر په دې غونډه کې وویل، تر هغه چې طالبانو پر ښځو بندیزونه لیرې کړي نه وي او د نړیوالو قوانینو په تېره بیا د ښځو حقونو ته درناوی نه وي شوی د دې ډلې سره اړیکې باید عادي نه شي.