په لویدیځه غاړه کې د حماس ملاتړ په ډیریدو دی خو لا تراوسه د بشپړپاڅون مخنیوی کیدای شي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ان په اکتوبر کې پر اسراییلو د حماس له بریده وړاندې داسې اټکلونه کیدل چې ایا په لویدیځه غاړه کې یو بل پاڅون کیدونکی دی که نه.

د فلسطینیانولخوا له مرګونو بریدونو وروسته د اسراییلي پوځ مکرر بریدونه- چې د اسراییلو د سخت دریځه ښی اړخي حکومت له امله زړورشوی- او نیول شویو سیموکې پرفلسطینیانو د میشته شویو یهودانو له تاوتریخوالي ډګ بریدونو- هلته پرفلسطینیانو فشار ډیر کړی.

غزه کې د جګړې له پیل راهیسې، دا فشارونه لا زیات شوي: د لویدیځې غاړې پرښارونو باندې د اسراییلومکررو بریدونو زور اخیستی، اوډیری کورنۍ له اقتصادي پلوه زیانمنې شوي ځکه چې اسراییل فلسطینیان نه پریږدي د کار لپاره اسراییلوته ننوځي.

د تقریبا ۲۰،۰۰۰ فلسطینیانو وژل کیدو غوسه راپارولې او د حماس ملاتړپه ډیریدو دی.

خو له دې ټولو سره سره، په تیرو څو میاشتوکې په لویدیځه غاړه کې د وسله والوډلو لخوا د پاڅون لپاره غوښتنې لاتراوسه د پاڅون سبب نه دي شوي.

ولسي مزاج
د غزې له جګړې راهیسې- د حماس او په عمومي توګه د وسله وال مقاومت لپاره ملاتړ ناڅاپه ډیرشویدی.

راملا کې د یوڅیړندویه مرکز نظرسنجي موندلې چې په لویدیځه غاړه کې د حماس ملاتړڅه باندې درې ځله زیات شویدی. په همدې ترڅ کې، په لویدیځه غاړه کې د واکمن ګوند، الفتح، ملاتړ په پام وړ کچه راټیټ شویدی. په نظرسنجي کې ۹۰سلنه برخه وال فکرکوي چې د فلسطینیانو مشر محمود عباس باید استعفا وکړي.

خوداسې ښکاري چې د وسله وال مقاومت د ملاتړ ډیریدل، اود سیاست په اړه مایوسي، لا تراوسه د عملي اقداماتو سبب نه ده شوې.


د جګړې له پیل راهیسې، د لویدیځې غاړې په ښارونوکې هره اونۍ مظاهرې او لاریونونه کیږي.

د اسراییلوپرضد شعارونه ورکول کیږي- خو خلک د فلسطیني ادارې پرضد هم شعارونه ورکوي. دا لاریونونه اوس معمولا د تالاشۍ پوستوکې نه بلکې د ښارونو په مرکزونو کې کیږي چې هلته له اسراييلي عسکروسره د نښتو خطر کم دی.

د پخوا په پرتله په دې اوه نیزو مظاهروکې د ګډون والو شمیر لږ دی. سید راید دېبي، یو سیاسي ساینسپوه اود الفتح ګوند د ځوانانو یو مشر وايی: "کله چې حماس د مظاهرو غږ کوي خلک زړه نازړه وي چې پکې ګډون وکړي که نه، ځکه چې د اسرايیلي غبرګون له امله امنیتي بیه لري. "

خو دېبي وایی کله چې الفتح د مظاهرې غږ وکړي هم خلک نه ورځي ځکه چې "خلک له سیاسي ګوندونو ناهیلي شویدي."

حماس
پداسې حال کې چې لویدیځه غاړه کې د اسراییلي پوځ اقدامات شدت مومي، اود فلسطینیانو امنیتي ادارو اغیزمنتیا ډیریږي، زیاتره خلک ډاریږي چې که د یوې توندلارې ډلې فعال غړي شي کیدایشي د نیول کیدو یا وژنې خطرسره مخ شي.

د اکتوبر له ۷مې راهیسې چې حماس پراسراییلو برید وکړ په لویدیځه غاړه کې له ۲۷۰ زیات خلک د اسراییلي ځواکونو لخوا وژل شوي چې ملګري ملتونه وايي هغوکې ۷۰ تنه ماشومان شامل دي.

په همدي موده کې، څلور اسراییلیان چې درې یې له وسله والوځواکونو دي هم هلته د فلسطینیانو لخوا وژل شوي.

په دې اونۍ کې د جنین پناه وړونکو کمپ کې فلسطیني وسله والو د نیولو لپاره عملیاتو څو ورځې دوام وکړ، درندې ډزې، د توغوندیوګوزارونه او هوايي بریدونه وشول. په سلګونو خلک ونیول شول، ۶۰ تنه د نورو تحقیقاتو لپاره امنیتي ځواکونو ته وسپارل شول.

د اسراییلو پوځ ادعاکوي چې د جنین په کمپ کې یې ترځمکې لاندې له لسو ډیرتونلونه او د چاودیدونکو توکو د جوړولو وسایل او "د څارنې د کنټرول خونې" موندلي چې اسراییلي ځواکونه یې څارل.

د کمپ یوځوان سړی چې له نیول کیدو او پوښتنو وروسته خوشې شوی، وویل داچې خلک ولې د پاڅون لپاره د حمس غوښتنو ته مثبت ځواب نه وايي علت یې دادی چې حماس لویدیځې غاړې ته کافي اندازه وسایل نه دي استولي چې له اسراييلي پوځ سره جګړه وشي.

راملا کې د فلسطینیانو د یو څیړندویه مرکز مشر خلیل شېکاکي وايي: "په تیره لسیزه کې حماس په لویدیځه غاړه کې د ځان د منظم کولو لپاره سم کار نه دی کړی. "

"اسراییلو د حمس ډیرغړي نیولي. حماس اوس په لویدیځه غاړه کې نشي کولای ناڅاپه یو تاوتریخوالی تنظیم کړي چې پایښت لرونکی وي. "

خو هلته پخوانیو پاڅونونو پر حماس تکیه نه کوله. د دویمې انتفادې پاڅون چې په ۲۰۰۰کال کې پیل شوی و، د لویدیځې غاړې د واکمن ګوند الفتح لخوا رهبري کیده.

د الفتح رول
ډیر خلک فکرکوی چې د الفتح ګوند اوسنی مشر محمود عباس،هڅه کوي د اسراییلوپرضد تاوتریخوالي له شدیدولو څخه ډډه وکړي- پداسې حال کې چې پخوانی مشر، یاسر عرفات داسې نه و.

د فلسطیني ادارې امنیتي سازمانونه د وسله والو ډلو غړو په نیولوکې له اسراییلو سره همکاري کوي خو ډیری فلسطینیان پردې کار نیوکې کوي.

د الفتح د مرکزي کمیټې یوغړی، صبري سیدام، دا ردوي چې د ګوند دا دریځ هلته د عاموخلکو له احساساتو سره سمون نه لري، یا داچې فلسطینی اداره په یو ډول له جګړې ډډه کوي.

هغه وویل: "که وویل شي چې الفتح پرسیمه کنټرول لري او کرار ناست دی، داسې خبره ده لکه چې موږ په قصدي توګه غواړو یو ارامه حالت رامنځته کړو. هیڅوک پرهیچا باندې کوم څه نه تحمیلوي. د لویدیځې غاړې خلک پوهیږي چې نتانیاهو یوچل جوړکړی چې غواړي هره شپه د فلسطینیانوپرضد پرلپسې شپنیو بریدونو له لارې- پرته له دې چې د چا سیاسي اړیکوته وګوري- فلسطینیان مقابلې ته را وهڅوي اودحالاتو د لاخرابولو لپاره ورڅخه کار واخلي. "

د امریکا متحده ایالتونه پر اسراییلو فشار اچوي چې فلسطیني اداره "بیا راژوندۍ کړي " چې د جګړې له ختمیدو وروسته غزه اداره کړي. اسراییلو تراوسه ویلي دا کار به ونه کړي.

خو له ۲۰۰۶ راهیسې دا لومړي ځل د فلسطینی ادارې لپاره چې الفتح پکې لویه ونډه لري- یوبل چانس اوهڅونه ده چې یوه متحده فلسطیني ټلواله اداره کړي، خپل اعتبار ثابت کړي او پرینږدي چې لویدیځه غاړه کې حالات له کنټروله ووځي.

ددې ګوند د ځوانانو مشر راید دېبي وايي: "څرګنده ده چې الفتح یوه بله انتفاده نه غواړي. تراوسه دوی لیواله دي چې موجود حالت وساتي. خو د الفتح عادي غړي د تل لپاره نشي کنټرولیدای. د ورځینو وژنو، ورځینیوتېریوپر وړاندې څنګه چوپ پاتې کیدایشي- دا حالات به حتما د چاودنې ترکچې رسیږي. "

احتمالي پارېدنې

په ۲۰۰۰ کال کې، دویمه انتفاده هغه مهال راوپارېده چې د اسرايیلود هغه وخت لومړي وزیر ایریل شارون بیت المقدس کې له یو لانجمن سپیڅلي ځای کتنه وکړه. مسلمانان یې الاقصا اویهودان یې ټیمپل مونټ بولي.

د شارون د کتنې پرمهال فلسطینیان د اوسلو د سولې تړون د ناکامۍ له امله مایوسه شوي و- او ډاکټر شېکاکي وايي د الفتح ځوانوچارواکو له دې مایوسۍ "ګټه واخیسته " او پاڅون یې پیل کړ.

داسې یوه وړه پېښه اوس هم کولای شی د یوې مهمې پېښې سبب شي، خو له ۲۰۰۰ کال راهیسې حالات بدل شوي.

اوس، د اسرايیلو د حکومت ښی اړخي وزیران له دغوځایونو کتنه کوي اوددې ځایونو د اسراییلي کنټرول په اړه لمسونکې ادعاګانې کوي، خو لږترلږه په لویدیځه غاړه کې د کوم سترغبرګون سبب نه کیږي.

د الفتح یو مشر صبري سیدان وایی: "موږ د امریکا حکومت ته څو ځله وویل چې فشار به حتما د یوډول غبرګون سبب شي. خو هیچا تمه نه کوله چې دا غبرګون به له غزې څخه راشي. "

په نقشه کې د اسراییلو یوه پراخه سیمه ښودل کیږي، اشغال شوی لویدیځه غاړه، غزه، تل اویو او اردن. غزه او لویدیځه غاړه په سره رنګ ښودل شوې، او د جنین، بیت المقدس او نابلوس موقعیتونه ښيي.

دا چې په لویدیځه غاړه کې به څه کیږي تریوه حده پدې پورې تړلې ده چې د غزې له جګړې وروسته به هلته نورڅه پېښیږي.

نوي حالت ته انتقال او د یوې متحدې فلسطیني رهبرۍ هیلې به د لویدیځې غاړې لپاره یو نازک وخت وي- ښايي د فلسطینیانو راتلونکی دولت لپاره خبرواتروته لاره پرانیزي- چې دا به د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له دریځ سره توپیرولري.

خو هغسې یو پایښت لرونکی پاڅون چې دوه لسیزې مخکې شوی و، ښايي د لویدیځې غاړې اصلي سیاسي غورځنګ تګلاروکې بدلون – او احتمالا ان د مشرتابه بدلون- ته اړتیا ولري.

ډاکټر شېکاکي وویل:"داسې ښکارې چې الفتح نه غواړي یوپاڅون رامنځته شي، او ترهغوچې الفتح او امنیتي ځواکونه یې مستقیما د انتفادې په چمتوکولوکې ګډون ونه کړي، ګومان نه کیږي پاڅون به رامنځته شي. او داسې نه ښکاري چې هغوی به تراوسه دې ټکي ته رسیدلي وي. خو موږ دغه لوري ته روان یو. "

نور خلک بیا د فلسطینیانو پر سیاست باندې د بارو کمیدو ته اشاره کوي چې خلکو ته سوله، یو دولت، یا فقط یو ښه ژوند ورپه برخه کړي.

راید دېبي وویل: "که موږ په سیاسي اجنډا کې یوڅه ولرو، کیدایشي وضعه ارامه شي. خو زه ډاډه نه یم چې د اسراییلو ددې ښی اړخي حکومت په شته والي سره به د خبرو اترو لپاره کوم جدي څه راوړاندې کړل شي نو یواځینۍ سناریو چې زه یې وینم د حالاتو چاودنه ده. فقط یوڅه وخت غواړی. "

اړونده مطالب