د طالبانو حکومت مولانا فضل الرحمان ته د کابل سفر بلنه ورکړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان جمعیت علما اسلام سیاسي او مذهبي ګوند لیکلي چې دغه بلنه په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت سفیر مولانا فضل الرحمان ته سپارلې.

یاد ګوند په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دواړو لورو په دې لېدنه کې د افغانستان او پاکستان په اړیکو خبرې کړې دي او وایې چې ښې اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

یو شمېر نورو پاکستانيو رسنیو بیا لیکلي چې مولانا فضل الرحمان د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب کوي.

د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند په اېکس پاڼه هغه ویډیو او انځورونه هم خپاره کړي چې ښاغلی شکیب د مولانا فضل الرحمان کور/ یا دفتر ته ورځي او له نوموړي سره ګوري.

رپوټونه کاږي چې د پاکستان د جمعیت علما اسلام مذهبي او سیاسي ګوند مشر به له طالب واکمنو چارواکو سره د ټي ټي پي یا پاکستان طالبانو پر سر د رامنځته شوې کشالې په اړه خبرې وکړي.

د پاکستانيو رسنیو په ټکو د منځګړي په توګه د مولانا فضل الرحمان د رامخته کولو موضوع وروسته له هغې مخته راغله چې په وروستیو کې یوه جګپوړي لویدیځ ډیپلومات پاکستان ته سفر وکړ.
ښاغلي ټام وېست هغه وخت لیکلي وو چې د پاکستان د پوځ له مشر، د بهرنیو چارو وزیر او د کورنیو چارو وزارت د مرستیال په ګډون چارواکو سره یې د پاکستاني طالبانو غورځنګ له خوا دغه هېواد ته د سختو امنیتي ننګونو او همدا راز د افغان کډوالو په ګډون موضوعاتو خبرې کړې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت یا په اسلام اباد کې افغان سفارت او دارنګه پاکستاني لوري ددې نوي پرمختګ په اړه څه نه دي ويلي.