د پاکستان سفیر: ټي ټي پي عصري وسلې څنګه موندلې، ملګري ملتونه دې پلټنه وکړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پاکستان د ملګرو ملتونو له یوې جرګګۍ په ټینګار سره د پلټنو غوښتنه کړې چې تحریک طالبان پاکستان په دې هېواد کې د بریدونو ترسره کولو لپاره څنګه دومره پرمختللې وسلې ترلاسه کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عثمان جدون د امنیت شورا په خلاصه غونډه کې د خلکو ناقانونه قاچاق، او د وړو او سپکو وسلو له ناوړه کارونې څخه د پر ورپېښ ګواښ په باب خپلې اندېښنې په ډاګه کړې.

هغه وویل، د ټي ټي پي غوندې ترهګرې ډلې ”د وسلو له ناقانونه منډۍ څخه د داسې عناصرو له لوري وسلې ترلاسه کوي چې یوه ځانګړې سیمه یا یو هېواد بې ثباته کړي.“

هغه پدې اړخ چې د ټي ټي پي غونډې ډلې څنګه دومره عصري وسلې ترلاسه کړې او د پاکستان پر وړاندې یې کاروي د پلټنو غوښتنه وکړه.

سفیر جدون وویل، پاکستان به له نړیوالې ټولنې سره له نږدې کار کوي چې په دې عملیاتو کې د ښکېلو خواوو مرستې او مالي ملاتړ په ډاګه کړي.


نوموړي په خپلو څرګندونو کې وویل، چې ترهګران او جنایتکاران دغه پرمختللې وسله نه جوړوي، دوی دا له ناقانونه لارو او عناصرو څخه ترلاسه کوي چې موخه یې د ځانګړو سیمو او هېوادونو بې ثباته کول دي.

هغه وویل، دا د ټولو دولتونو او ملګرو ملتونو مسولیت دی چې د دې وسلو د ناقانونه سوداګرۍ مخه ونیسي.

پاکستاني استازي عثمان جدون له نړیوالې ټولنې سره د همکارۍ پر جاري ساتلو هوډ څرګند کړ او زیاته یې کړه چې هېواد یې نړیوال امن او ثبات ته ژمن دی.

په ملګرو ملتونو کې پاکستاني سفیر پر داسې مهال د عصري وسلو په باب خپلې اندېښنې څرګندوي چې په پاکستان کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو وروسته اسلام اباد په پرله پسې ډول پر طالبانو باندې د " ټي ټي پي" ډلې د ملاتړ تورونه لګولي او ویلي دي چې دا ډله پر پاکستاني امنیتي ځواکونو په بریدونو کې د افغانستان له خاورې کار اخلي. خو د طالبانو حکومت د اسلام اباد دا ادعاوې ردې کړي دي.

دا پداسې حال کې دي چې د روان کال د اګست میاشتې اګست ۳۱ (وږي نهم) د پاکستان د لنډ مهاله حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ ویلي وو، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته په دغه هیواد کې د امریکا او ناتو د ځواکونو څخه د پاتې شویو تجهیزاتو له امله ترهګرۍ ډلې قوي شوي دي.

ښاغلي کاکړ په اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته ویلي وو چې د ترهګرو ډلو لاس ته ددغو وسلو د پریوتلو وروسته ددغو ډلو د عملیاتو د ترسره کولو وړتیا زیاته شوې، چې زیان به یې د پاکستان په ګډون د سیمې هیوادونو ته رسیږي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د سفیر څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جولای په لسم د وسلو د قاچاق په اړه یو راپور ته په غبرګون کې د خپل ټویټر په پاڼه د امریکايي ځواکونو څخه د پاتې شویو وسلو په قاچاق کې د طالبانو لاس لرل رد کړي وو.

ښاغلي مجاهد ویلي: "ټولې وسلې، تجهیزات او وسایط د هیواد په ډیپوګانو او ذخایرو کې محفوظ شوي او هیچا ته اجازه نشته چې آن یو میل وسله هم قاچاق او یا وپلوري. دا ډول پروپاګند د هغو مغرضو کړیو دسیسه ده چې په افغانستان کې روان ثبات او کنترول نشي زغملای او په وړاندې یې پروپاګند کوي".