بښنې سازمان د ندا پرواني د خوشې کیدو هرکلی کړی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بند څخه د ښځو د حقونو د فعالې ندا پرواني او د هغه د میړه د خوشې کیدو هرکلی کړی، خو پر طالبانو باندې یې د نورو ښځینه فعالانو د ژرخوشې کیدو غږ هم کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان د جمعې د ورځې ناوخته ډسمبر۱۵(لیندۍ ۲۴) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په کار نه و چې دا ښځینه فعاله په زندان کې اچول شوې وه.

دغه سازمان لیکلي: "د بخښنې نړیوال سازمان د ښځو د حقونو د مدافعانو ژولیا پارسي، منیژه صدیقي او پریسا ازاده او د نورو مخالفانو چې په خپلسر د بشري حقونو او عدالت په اړه د څرګندونو له امله نیول شوي او په زندان کې اچول شوي یو ځل بیا په فوري او پرته د قید او شرط څخه د هغوی د خوشې کیدو غوښتنه کوي".

د بشري حقونو د ملاتړ د ادارو د معلوماتو له مخې ندا پرواني، د هغې میړه او یو څلورکلن ماشوم د روان ۲۰۲۳ کال د سپټمبر ۱۹(وږې ۲۸) د طالبانو له خوا نیول شوي وو او د دریو میاشتو بند د تیرولو وروسته د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۴(لیندۍ ۲۳) خوشې شوي دي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې پروانه ابراهیم خیل د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي چې د ندا پرواني او د هغې د میره روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

د ښځو او ماشومانو د عدالت غوښتنې شبکې هم په یوه اعلامیه کې چې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې یې خپره کړې د طالبانو له زندان څخه د بشري حقونو د ټولو فعالانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

دغې شبکې ویلي: "د ندا پرواني خوشې کیدل کافي نه دي او د هغوی ټول (د ښځو د حقونو مدافعان) باید پرته له قیدو او شرط څخه هرڅومره ژر چې کیږي د طالبانو له زندان څخه خوشې شي".

طالبانو تراوسه د ښځو د حقونو ددغې فعالې او د هغې د کورنۍ د غړو د نیولو او د خوشې کیدو په اړه څه نه دي ویلي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې طالبانو افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول خپل مخالفان ځپلي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د ډسمبر لسم (لیندۍ ۱۹) د بشر د حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو یوه نوې لړۍ پیل کړې ده.

دغه سازمان ویلي چې افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په برخه کې د شاتګ سره مخ دی چې باید ودرول شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" د بشري حقونو د ورځې او د بشري حقونو د نړیوالې اعلاميې د ۷۵مې کالیزې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت لا هم وخیم دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ استازې، فیونا فریزر ویلي چې د افغانستان د بشري حقونو مدافعان د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د بنسټیزو اصولو، سولې، عدالت او ازادۍ د ساتلو لپاره ډیره لویه قرباني ورکړې ده.