د پاکستان کورنیو چارو وزیر استعفی کړې ده

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ددغه هیواد د لنډ مهاله حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګتي په راروانو پارلماني ټاکنو کې د برخې اخیستلو لپاره د خپلې دندې استعفی کړې ده

د ډان انګلیسي ژبې ورځپاڼې د راپور له مخې ټاکل شوې چې ښاغلی بګتي به د پخواني صدراعظم نوازشریف د مسلم لیګ ګوند تر مشرۍ لاندې د پاکستان په راروانو پارلماني ټاکنو کې برخه واخلي.

سرچینو د ډان ورځپاڼې ته ویلي چې د پاکستان د لنډ مهاله حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ هم د جمعې په ورځ ډسمبر۱۵( لیندۍ ۲۴) د ښاغلي بګتي استعفی منلې ده.

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د راروان ۲۰۲۴ میلادي کال د فبرورۍ اتمه په دغه هیواد کې د پارلماني ټاکنو د ورځې په توګه اعلان کړې ده.

سرافز بګتي د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د کورنیو چارو وزیر په توګه له پاکستان څخه د قانوني اسنادو نلرونکو ۱.۷ میلیونو کډوالو چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د دغه حکومت د اکتوبر د درییمې ورځې د پریکړې په پلي کولو کې لویه ونډه لرله.

د ناروې د کډوالو شورا په یوه ګډه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۴(لیندۍ ۲۳) یې د اتو نورو نړیوالو غیر دولتي ادارو سره چې په افغانستان کې فعالیت کوي خپره کړې، له پاکستان څخه په وروستیو دریو میاشتو کې د ستنو شویو افغان کډوالو شمیر شاوخوا ۵۰۰ زره تنه ښودلی دی.

دغو ادارو په افغانستان کې د ژمي موسم پیل ته په کتنې د نړیوالې ټولنې غوښتي چې دغو ستنو شویو کډوالو او دننه په هیواد کې بې ځایه شویو کورنیو د ژغورنې لپاره دې په بیړني ډول خپلې مرستې زیاتې کړي.

دغو ادارو د افغان کډوالو د کوربه هیوادونو څخه هم غوښتي چې په افغانستان کې بحران د لا ژوریدو د مخنیوي لپاره دې د ستنیدو د شریطو تر برابریدو پورې له کډوالو خپل کوربتوب ته دوام ورکړي.

غیر دولتي ادارو په دې ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړی: "د پاکستان له خوا د قانوني اسنادو نلرونکو بهرنیو کډوالو د وتلو د پریکړې څخه د دریو میاشتو په پوره کیدو نږدې پنځه سوه زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي. ستنیدونکي کورنۍ د یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي او هغوی د ژمي څخه د بچ پاتې کیدو لپاره پخپله یا ډیر کم امکانات لري او یا هم هیڅ امکانات نلري".

دا ګډه اعلامیه د پاملرنې د نړیوالې ادارې، د ډنمارک د کډوالو ادارې، ژغورنې نړیوالې ادارې، انټیروسیس ادارې، اسلامیک ریلیف، میرسي کور، ناروې د کډوالو شورا، سیف د چلنډرن ادارې او ورلډ ویژن انټرنیشنل ادارې له خوا خپره شوې ده.

دغو ادارو ویلي چې افغانستان ته د ستنیدونکو کډوالو ۸۰ فیصده یې ښځې او ماشومان دي، چې خپل هیواد ته د ستنیدلو پرمهال د خوندیتوب په برخه کې د ګواښونو سره مخ کیدلی شي.

دغو ادارو په دې ګډه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان په لویدیځ کې وروستیو زلزلو او اقتصادي بحران چې له امله یې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري پخپله دا هیواد په دې برخه کې مرستو ته اړ کسانو لپاره څه نشي برابرولی.

دغو ادارو ویلي چې ستنو شویو کورنیو سره د بیرته تګ او ژوندي پاتې کیدو لپاره د امکاناتو نشتون دا ګورنۍ د خطر سره مخ کړي دي.

ددې اعلامیې له مخې د کاري فرصتونو نشتون ستنیدونکو کورنیو ته په ځانګړي ډول هغو کورنیو ته چې ښځې یې سرپرستي کوي وضعیت ډیر ستونزمن کړی دی. دغو ادارو د ستنیدونکو کډوالو د ستونزو د هوارولو لپاره په ځانګړي ډول د بیا میشتیدو په برخه کې د اوږدې مودې د مرستو د پروګرامو د اړتیا یادونه هم کړې ده.

د پاکستان د حکومت له خوا د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ستنولو سربیره ایران هم په دې وروستیو میاشتو کې شاوخوا ۴۰۰ زره افغان کډ‌وال له دغه هیواد څخه افغانستان ته ستانه کړي دي.

ملګري ملتونه وايي چې په لوی او ډله ییز شمیر د افغان کډوالو د ستنیدلو سربیره په افغانستان کې تر شپږو میلیونو پورې په کوردننه بې ځایه شوي کسان هم ژوند کوي چې د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.