م.م پر طالبانو د بندیزونو د څار ډلې کاري موده یو کال وغځوله

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې اند ده چې طالبان او ورپورې تړلي کسان لاهم د افغانستان سولې، خوندېتوب او ثبات ته ګواښ دي.


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرطالبانود بندیزونو د څار ډله د طالب چارواکو د شتمنیو کنګلول، د سفر بندیزونه او د وسلو تجهیز او لېږد رالېږد په اړه مالومات راټولوي او څاري.

دا ډله د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۵م کال د ۲۲۵۵ پریکړه لیک پر بنسټ جوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ویناپاڼې له مخې، د دې شورا ۱۵ غړو د څار ډلې کاري مودې غځولو ته مثبت رایه ورکړې، خو چین او روسیې بیا پر طالب مشرانو د سفرونو بندیز سره مخالفت ښودلی.

د امریکا استازې لیندا توماس ګرینفیلد چې د پلاوي مشري یې کوله تر رایه اچونې وروسته وویل: «دغه اقدام د دې سبب کیږي چې د امنیت شورا غړي له دې اړخه ډاډه شي چې آیا طالبان پر خپلو ژمنو عمل کوي او کنه؟»

نوموړې د ترهګری او په افغانستان کې د بشري او ښځو حقونو موضوع ته اشاره کړې.

د نړۍ ډېر هېوادونه وايي، طالبانو له افغانستانه د ترهګری د صادرېدو او بشري حقونو ته د درناوي په برخو کې پر خپلو ژمنو نه دي درېدلي.

پر ښځو محدودیتونه په ځانګړې توګه تر شپږم ټولګې پورته د نجونو ښوونځي تړل له پوهنتونونو د نجونو راګرځول د طالبانو هغه پرېکړې دي چې په کور دننه او بهر کې له کلک مخالفت سره مخ شوي.