هنګري اوکرایین ته د اروپايي ټولنې د ۵۰ میلیارده یورو مرستې ورکولو مخنیوی وکړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

یوازې څو ساعته وروسته له هغې چې اروپايي ټولنې هوکړه وکړه چې د اوکرایین د غړیتوب په اړه خبرې اترې پیل کړي، هنګري اوکرایین ته د اروپايي ټولنې د ۵۰ میلیارده یورو مرستې ورکولو مخنیوی وکړ.

د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان په برسلز کې د پنجشنبې خبرو اترو وروسته وویل: " اوکرایین ته یې د نورو پیسو ورکول ویټو کړل. "

اروپايي مشرانو وویل د مرستو په اړه خبرې اترې به د راتلونکې کال په لومړیو کې بیا پیل شي

اوکرایین چې د روسي اشغالګرو ځواکونوسره په جګړه بوخت دی، د اروپايي ټولنې او امریکا متحدو ایالتونو مالي مرستو ته سخته اړتیا لري.

لږ وروسته له هغې چې اروپايي مشرانو په اروپايي ټولنه کې د اوکرايين د غړیتوب په اړه د خبرو د پیل کولو پریکړه وکړه ښاغلي اوربان اوکرایین ته د نورو مرستو ورکولو د مخالفت اعلان وکړ.

اروپايي ټولنه همدا راز غواړي چې د مولډووا د غړیتوب اوګرجستان ته د کاندید دریځ ورکولو په اړه خبرې پیل کړي.

هنګري چې له روسیې سره نژدې اړیکي پالي- له پخوا څخه په اروپايي ټولنه کې د اوکرایین د غړیتوب مخالفت کاوه خو له ویټو څخه یې کار نه و اخیستی.

د خبرو په پیل کې ښاغلی اوربان سملاسي له غوڼدې ووت او مامورین وايي چې پدې اړه له وړاندې سلا شوې وه، پداسې حال کې چې د اروپايي ټولنې نورو ۲۶ غړو هیوادونو غونډې ته دوام ورکړ او رایه یې ورکړه چې د اوکرایین د غړیتوب په اړه به خبرې پیلوي.

ښاغلي اوربان د جمعې په ورځ د هنګري دولتي راډیو ته وویل اته ساعته یې زیاروایست چې د اروپايي همکارانو د پریکړې مخه ونیسي خو هغوی قانع نه شول.

خوهغه زیاته کړه چې په اروپايي ټولنه کې د اوکرایین د غړیتوب پروسه به هسې هم اوږده وي او بوډاپست کې د هنګري پارلمان که وغواړي کولای شي مخنیوی یې وکړي.

د هالنډ لومړي وزیر مارک رټه د ښاغلي اوربان د مخالفت په اړه وویل: " موږ تراوسه یوڅه وخت لرو، اوکرایین د څوراتلونکو اونیو لپاره پیسې لري. موږ له ۲۶ غړو هیوادوسره موافقه وکړه خو ویکټور اوربان، هنګري، نشوای کولای دا کار وکړي. ډاډه یم چې د راتلونکي کال په لومړیو کې به یوې هوکړي ته ورسیږو.فکرکوم چې د جنوري په وروستیوکې به وي. "

د اروپايي شورا مشر چارلز میشل د جمعې پرسهار یوې خبرې غونډې ته تایید کړه چې د اروپايي ټولنې له یو مشر پرته نورو ټولو اوکرایین ته د مالي ملاتړ ورکول او د اروپايي ټولنې د بودیجې وړاندیز ومانه – خو سویډن اړتیا لري له خپل پارلمان سره مشوره وکړی. هغه زیاته کړه چې د راتلونکي کال په لومړیوکې به پدې اړه بیا وغږیږو اوهڅه به وکړو د ټولو هوکړه ترلاسه کړو.

ددې پورونو او بلاعوضه مالي مرستوپه مټ به اوکرایین وکولای شي عامه خدمتونه جاري وساتي، تنخاګانې او تقاعد معاشونه ورکړی.

اوکرایین همدا راز د امریکا د متحدو ایالتونو ۶۱ میلیارډو ډالرو دفاعی مرستې تصویبولو ته سخته اړتیا لري- خو دا پریکړه هم ځنډیدلې ځکه چې پدې اړه د امریکا په کانګرس کې د ډموکراټانو او جمهورې پلوو غړو ترمنځ ستر اختلافونه موجود دي.

د روسي اشغالګروځواکونو پر وړاندې د اوکرایین متقابل برید د ژمي په پیل کې وځنډیده، اوداسې اندیښنې شته چې کیدایشي اوکراینیان د روسي ځواکونوپروړاندې کمزوري شي.

تېره اونې، د ولسمشر زیلینسکي میرمن، اولېنا، بي بي سي سره مرکې کې خبرداری ورکړچې اوکراینیان له دې "مرګوني خطر " سره مخ دي چې که لویدیځ هیوادونه خپل مالي ملاتړ ته دوام ورنکړي، مرګ ته به پریښودل شي.

زیلینسکي دا اونۍ په ارجنټینا کې له ښاغلي اوربان سره له احساساتو ډکې خبرې درلودې

ښاغلی زیلینسکي خوښ و چې اروپايي ټولنه د اوکرایین د غړیتوب په اړه خبرې کوي. هغې پر ایکس( پخواني ټویټر) ولیکل: " دا د اوکرایین لپاره یوبریالیتوب دی. د ټولې اروپا لپاره بریالیتوب دی. داسې بریا چې هڅول، الهام ورکول او پیاوړي کول کوي. "

اوکراييني سیاستوالې کیرا رودیک ورزیاته کړه: "موږ ډیر خوښ یو.[ د اروپايي ټولنې دا کار] ښیی چې اوکرایین اوس یوه راتلونکې لري. "

خوهغې دا هم وویل چې دا حساس اوس " یو تریخ خوږوالی " لري ځکه چې د مرستو مخه نیول شوې. هغې دا " ستره ناهیلي " وبلله او بي بي سي ته یې وویل د جګړې له ګټلو پرته به یو اروپايي راتلونکی نه وي.

د روانې اونۍ په لومړیوکې یو مشر اوکرایینی چارواکي بي بي سي ته وویل د اوس لپاره د ۵۰ میلیارډو یورو مرستې په پرتله د اروپايي ټولنې غړیتوب په اړه خبرې مهمې دي ځکه دا هم د اوکرایین خلکو او هم ولادیمیر پوتین ته یو پیغام استوي.

او په کیف کې یوڅه ډاډ موجود دی چې برسلز به په هرې ممکنې طریقې چې وي د نوي اقتصادي ملاتړ لپاره یوه لاره پیداکړي.

کله چې د ۲۰۲۲ په فبروري کې روسیې پر اوکرایین بشپړ یرغل پیل کړ، اوکرایین او ګاونډۍ مولډووا د اروپايي ټولنې د غړیتوب غوښتتنه وکړه. په تیر جون کې دواړو ته د کاندید دریځ ورکړل شو، او هغه مهال ګرجستان ته دا دریځ ورنکړل شو.

د مولدووا ولسمشرې مایا ساندو وویل ویاړلري چې له اوکرایین سره یوځای اروپايي ټولنې سره یوځای شي.

هغې ولیکل: "که د روسیې د ظالمانه تیري پر وړاندې د اوکرایین زړور مقاومت نه وای موږ به نن پدې دریځ کې نه وای."

د سږکال په لومړیوکې، مولډووا پر روسیې تور ولګاوه چې غواړي په کشینېف کې واک ترلاسه کړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان د اروپايي ټولنې د دی " تاریخي " اقدام هرکلی وکړ چې د اوکرایین او مولډووا د غړیتوب په اړه خبرې پیلوي او هغه یې "ددوی د یورو- اتلانتیک هیلو د پوره کولوپرلور یو مهم ګام " وباله.

د جرمني چانسلر اولف شولتز خپل ملګري مشران وستایل چې "د ملاتړ پیاوړې نښه یې څرګنده کړې "، او وې ویل واضح ده چې اوکرایین او مولډووا دواړه " د اروپايي کورنۍ " پورې اړه لري.

په سرمشریزه غونډه کې یوبل ډپلوماټ وویل دا د ښاغلي شولتز نظریه وه چې ښاغلی اوربان د غونډې له خونې ووځي چې د رایو ورکول ترسره شي.

د هنګري مشر وروسته پر فېسبوک یو ویډیويي پیغام کې وویل: " اروپايي ټولنه کې د اوکرایین غړیتوب یوه بده پریکړه ده. هنګري نه غواړي پدې بده پریکړه کې ګډون وکړي. "

ښاغلي اوربان استدلال کړی چې اوکرایین د اروپايي ټولنې غړی نه دی او باید سترې مالي مرستې ترلاسه نه کړي.

مخکې د پنجشنبې پر ورځ، ولسمشر پوتین پر اوکرایین ملنډې وکړې او ادعا یې وکړه چې لویدیځې مرستې په ختمیدو دي: " زما توندې خبرې وبښئ، خو ټول شیان وړیا ورکول کیږي. او دا وړیا مرستې یو مهال پای ته رسیدای شي. "

د اروپايي ټولنې د غړیتوب خبرې ښايي کلونه وخت ونیسي، او د پنجشنبې د ورځې پریکړه د اوکرایین دغړیتوب ضمانت نه کوي.

د اروپايي ټولنې د غړیتوب کاندید هیوادونه باید یولړ اصلاحات رامنځته کړي او یولړمعیارونه مراعات کړي لکه د قانون حاکمیت او ځینې اقتصادي سمونونه، خو د اروپايي ټولنې چارواکو له وړاندې د اوکرایین ستاینه کړې چې تراوسه یې د عدالت د تامین او د فساد مخنیوي په اړه ۹۰سلنه ګامونه پورته کړیدي.

له هنګري پرته، نور هیوادونه هم شته چې له ۲۷ موجودو غړو اخوا د اروپايي ټولنې د پراخولو په هکله شکونه لري. او د پراخولو په اړه خبرو ترڅنګ معمولا ددې ټولنې پیچلې جوړښت د بنسټیزو سمونونو او ځینو غیر بنیادي مسلوپه اړه ځینې نور غیرجدي وړاندیزونه هم ملګري وي.

خو بیا هم دا د روحیې له پیاوړتیا سره مرسته کوي او پداسې وخت کې کیږي چې اوکرایین د روسیې له بشپړیرغل وروسته دوهم ژمي ته ځي، او پداسې حال کې چې د نړۍ پام د منځني ختیځ د جګړې له امله بلې خوا ته اوښتی.