ایران کې د وسله والو په برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


ایراني چارواکو د جمعې په ورځ دسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۴) وویل، ددغه هېواد د سیستان بلوچستان په ولایت کې د پاکستان پولې ته څېرمه د پولیسو پر یوه پوسته باندې د وسله والو په برید کې ۱۱ ایراني پولیس وژل شوي دي.

د ایران د سیستان بلوچستان چارواکو ویلي چې برید د شپې مهال شوی او په متقابلو ډزو کې یو شمېر بریدګر هم وژل شوي دي.

د دغه ولایت د والي مرستیال علیرضا مرحمتي د ایران دولتي تلویزیون ته وویل: "د رسک په ښارګوټي کې د پولیسو پر مرکز په تروریستي برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي."

دا په دغه سیمه کې په وروستیو کلونو کې تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.

د "جیش العدل" په نوم وسله والې ډلې پر ټلیګرام بیان خپور کړی او ددغه برید مسئولیت یې منلی دی.

دغه ډله چې په ۲۰۱۲ کال کې رامنځ ته شوې، د ایران له خوا د "ترهګر سازمان" په توګه په تور لیست کې شامله شوې ده.

د ایرنا رسمي خبري اژانس د مرحمتي له قوله ویلي: "تر برید لاندې راغلي د امنیتي پوستې افسرانو په زړورتیا له ځانه دفاع وکړه او یو شمیر برید کونکي یې ټپیان کړل او یو شمیر یې ووژل."

د زاهدان څارنوال مهدي شمس آبادي ایرنا ته ویلي، چې په پېښه کې اوه پولیس افسران ټپیان شوي چې د ځینو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د سیستان-بلوچستان د پولیسو قوماندان د برید په اړه د پلټنو د پیلېدو خبر ورکړی دی.

د ایران ایسنا خبري اژانس د یوې چورلکې ویډیو خپره کړې چې د ایران او پاکستان ترمنځ په غرنۍ سیمه کې د شکمنو بریدګرو لټون کوي.

د سیستان-بلوچستان په بې وزله ولایت کې ناکرارۍ د مخدره توکو د قاچاق وړونکو ډلو، د بلوڅ اقلیت یاغیانو او سني افراطي ډلو سره تړلې بلل شوي دي.

تر دې مخکې هم ورته بریدونه شوي دي. د جولای په ۲۳مه څلور پولیس د ګزمې پر مهال ووژل شول. له هغه دوه اونۍ وړاندې په یو بل برید کې دوه پولیس او څلور بریدګر د ډزو په تبدلې کې ووژل شول، چې جیش العدل یې د مسئولیت ادعا وکړه.

د می په میاشت کې، د سیستان-بلوچستان ولایت د مرکز زاهدان جنوب ختیځ په سراوان کې د یوې وسله والې ډلې سره په نښته کې پنځه ایراني پوله ساتي ووژل شول. دولتي رسنیو په هغه وخت کې راپور ورکړ چې دا برید "د یوې ترهګرې ډلې لخوا ترسره شوی چې غوښتل یې په هیواد کې نفوذ وکړي."

د می په وروستیو کې، ایرنا د پولیسو د چارواکي قاسم رضايي له قوله وویل چې " د طالبانو ځواکونو" په سیستان بلوچستان کې، چې وچکالۍ ځپلې سیمه ده، د ایران د پولیسو پر یو مرکز ډزې کړې دي.

دواړه هېوادونه د سیند د اوبو د حق پر سر اختلاف لري.

زاهدان، چې په ایران کې یو له څو سني اکثریتي ښارونو څخه دی، د څو میاشتو راهیسې د خونړیو لاریونونو شاهد و چې د تیر کال په سپتمبر کې د یو پولیس افسر لخوا پر یوې ځوانې نجلۍ د جنسي تیري کولو د تور لګېدو وروسته پیل شول.