مجاهد: د خیبر پښتونخوا د دیره اسماعیل خان برید د افغانستان پورې هیڅ اړه نلري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د دیره اسماعیل خان د درابڼ سيمه کې د پاکستان د پولیسو په یو مرکز د تیرې ورځې د برید په اړه ویلي چې دا برید په افغانستان پورې هېڅ اړه نه لري.

ښاغلي مجاهد د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۳( لیندۍ ۲۲) د ملي تلویزیون سره په مرکه کې چې د طالبانو له خوا اداره کیږي ویلي که د پاکستان حکومت ددې برید په تړاو افغانستان ته شواهد برابر کړي په اړه به یې پلټنې وکړي.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې ددغسې بریدونو مخنیوی باید دننه په پاکستان کې وشي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د خيبر پښتونخوا د دیره اسماعیل خان په درابڼ سيمه کې د سه شنبې ورځ ډسمبر ۱۲ (لیندئ۲۱) د پوځ په یو مرکز د موټر بمب برید کې ۲۳ پاکستاني عسکر وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دغه وزارت د سه شنبې په ورځ ډسمبر۱۱ (لیندۍ ۲۱) په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت شارژدافیر دغه وزارت ته غوښتی و او د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال ورته په دیره اسماعیل خان کې د خونړي برید په تړاو د خپل حکومت احتجاج اورولی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د طالبانو حکومت څخه غوښتي چې په دیره اسماعیل خان کې د تیرې ورځې د برید عاملین او د تحریک طالبان پاکستان مشران دې اسلام اباد ته وسپاري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر سردار محمد شکیب څخه غوښتل شوي چې د طالبانو حکومت دې ددې وروستي برید په تړاو بشپړه پلټنه وکړي او د برید د عاملینو پر وړاندې دې جدي اقدامات ترسره کړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " په لوړه کچه په عامه ډول دې د وروستي برید غندنه وشي په بیړني ډول دې د ټولو تروریستي ډلو د مشرانو او د هغوی د پناه ځایونو په ګډون د پیژندګلوۍ لپاره اقدامات وشي او د برید د عاملینو او په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" د ډلې مشران ونیول شي او د پاکستان حکومت ته دې وسپارل شي".

همداشان په دې اعلامیه کې ویل شوي چې دهغو تروریستانو پر وړاندې دې بیړني اړین ګامونه هم پورته شي چې د اعلامیې له مخې د افغانستان له خاورې په ګټې اخیستنې په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په دغه برید کې چې مسوولیت یې "تحريک جهاد پاکستان" په نوم یوې نوې وسله والې ډلې اخیستی د ۲۳ تتنو پاکستاني عسکرو وژل تائید کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا نوې ډله هم د تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې مربوط یوه ډله ده.