ملګري ملتونه: غزه کې حالت 'پر ځمکه دوزخ' دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر فیلیپ لازاریني په غزه کې روان وضعیت د "ځمکې پر مخ دوزخ" ته ورته بللی دی.

نوموړي د سه شنبې په ورځ دسمبر ۱۲ (لیندۍ ۲۱) د غزې تړانګې ته د یوې شپې د سفر په پای کې دا څرګندونې کړي دي.

لازارینی په خپل ایکس حساب کې ولیکل: "په غزه کې نه ختمیدونکې ژوره غمیزه. خلک هرې خوا، پر سړکونو ژوند کوي ، هرڅه ته اړتیا لري. دوی د خوندیتوب او په ځمکه کې د دې دوزخ د پای ته رسیدو غوښتنه کوي." هغه زیاته کړه چې د هغه اداره د "ناممکن حالت" سره مخ وه.

په عین وخت کې، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د سه شنبې په ورځ په داسې حال کې د غزې په تړانګه کې د اوربند د غوښتنې دپاره رایه اچونه کیږي چې د اسرائیل ځواکونو د حماس وسله والو سره په جګړه کې پر نورو هدفونو بمباري کړې ده.

د غزې د حماس د روغتیا وزارت د سه شنبې په ورځ ادعا وکړه چې اسرائیلي ځواکونو د غزې په ښار کې پر یو روغتون برید کړی چې د ساحلي سیمې په شمال کې ترټولو لوی ښاري مرکز دی.

د وزارت ویاند اشرف القدره وویل: "اسرائیلي اشغالګرو د کمال عدوان روغتون د څو ورځو لپاره له محاصرې او بمبارۍ وروسته کلابند کړی دی." القدره پر اسرائیلي پوځیانو تور پورې کړ چې د روغتون په انګړ کې د طبي کارکوونکو په ګډون خلک راټولوي.

پوځ سمدستي تبصره نه ده کړې، خو اسرائیل په وار وار پر حماس تور لګولی چې روغتونونه، ښوونځي، جوماتونه او د دغو ساختمانونو لاندې تونلونه د پوځي اډو په توګه کاروي. حماس دا ادعا رد کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې (اوچا) مخکې ویلي وو چې "روغتون د اسرائیلي پوځیانو او ټانکونو له خوا محاصره دی او له درېیو ورځو راهیسې یې په شاوخوا کې له وسله والو ډلو سره د جګړې راپورونه ورکړل شوي دي."

ویل شوي چې د زیږون په وارډ کې په برید کې دوه میندې وژل شوي او شاوخوا ۳۰۰۰ داخلي بې ځایه شوي خلک چې په دغه جریان کې په تاسیساتو کې بند پاتې شوي، د "اوبو، خوړو او بریښنا د سخت کمښت" سره مخ بلل شوي دي.

د حماس وسله والو د اکتوبر د اوومې په یو ناڅاپي برید کې د سرائیلي مقاماتو په خبره، ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.

په ځواب کې اسرائیل په غزه کې عملیات پیل کړي او د حماس د له منځه وړلو ژمنه یې کړې ده.

د حماس د روغتیا وزارت وايي، په تېرو اوو اونیو کې د اسرائیل په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې شاوخوا ۱۸ زره کسان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو ادارې او مرستندویه ډلې ویره لري چې د فلسطین خاوره به ډیر ژر د لوږې او ناروغیو له امله له ناورین سره مخامخ شي او له اسرائیل څخه غوښتنه کوي چې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

د غزې په تړانګه کې نن یو ورځ وروسته له هغه هوايي او توپچي بریدونه وشول، چې د اسرائیل د دفاع وزیر یوف ګالانت په دوه میاشتنۍ جګړه کې د پام وړ پرمختګ ادعا وکړه.

ګالنټ د اسرائیل دفاعي ځواکونو ته په اشارې سره وویل: "حماس د له منځه تللو په درشل کې دی، او وروستي مورچلونه یې د اسرائیل دفاعي ځواکونو لاس ته لویږي."