په غزه کې د جګړې په وجه په نړیواله کچه منزوي شوي بایډن نتنیاهو وترټه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په داسې حال کې چې متحده ایالات په غزه کې د اسرائیل د پوځي کمپاین په نتیجه کې د ملکي تلفاتو د کچې په اړه اندیښمن دي، ولسمشر جو بایډن د سه شنبې په ورځ دسمبر ۱۲ (لیندۍ ۲۱) سره له دې چې د اسرائیل کلک ملاتړ کوي، صدراعظم بنیامین نتنیاهو په عام ډول وغنده.

بایډن په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د کتنې پر مهال په یو خبري کنفرانس کې وویل، "موږ اسرائیل ته دا روښانه کړې، او دوی خبر دي چې ... د بې ګناه فلسطینیانو خوندیتوب لاهم یوه لویه اندیښنه ده. نو، هغه اقدامات چې دوی یې ترسره کوي باید د هر هغه ممکنه هڅې سره مطابقت ولري چې د بې ګناه فلسطینی ملکي وګړو د ټپي کیدو، وژل کیدو، مړینې، ورکیدو او داسې نورو څخه مخنیوی وشي."

بایډن په غزه کې د اسرائیل پر پوځي کمپاین چې اوس دریمې میاشت ته غزیدلی، په عام انتقاد سره خپل غږ نور هم اوچت کړی دی. بایډن د سه شنبې په ورځ د ۲۰۲۴ کال په انتخاباتو کې د خپلې انتخاباتي مبارزې لپاره د دموکراتیکو تمویل کونکو سره په خبرو کې د سپینې ماڼۍ د یو بیان له مخې ویلي چې اسرائیل د "بې توپیره بمباریو" له امله په ټوله نړۍ کې ملاتړ له لاسه ورکوي.

د بایډن څرګندونې د سپینې ماڼۍ د هغو چارواکو له څرګندونو سره په ټکر کې دي چې وايي اسرائیل د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره پوره اقدامات کړي دي.

بایډن وویل: "هغه [نتنیاهو] یو ښه ملګری دی، خو زه فکر کوم چې هغه باید تغییر وکړي. په اسرائیل کې حکومت د هغه لپاره حرکت کول خورا ستونزمن کوي."

د ولسمشر بایډن اشاره د اسرائیل د ښي اړخه ملي امنیت وزیر اتمار بین ګویر ته وه: "بین ګویر او شرکت او نوي خلک، دوی هیڅ شی نه غواړي چې د دوه دولتونو حل لارې ته نږدې شي." هغه زیاته کړه، "دوی نه یوازې دا چې د هغه څه غچ اخیستل غواړي چې د فلسطین د - حماس - ډلې کړي، بلکې د ټولو فلسطینیانو څخه [غچ] اخیستل غواړي."

ښاغلي بایډن وړاندیز وکړ چې نتنیاهو اړتیا لري د فلسطین اداره ځواکمنه کړي چې د دوه دولتونو د حل په لور د سولې په پروسه کې شریک شي چې د اسرائیل سخت دریځه یې مخالفت کوي.

بایډن په دې باندې په ټینکار سره چې متحده ایالات به "په دې پروسه کې د اسرائیل د ساتنې پرته بل کوم غلط کار ونکړي،" زیاته کړه چې: "تاسو نشئ ویلای چې په راتلونکي کې دې هیڅ فلسطیني دولت شتون نلري."

بایډن وویل چې د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان به په روانه اونۍ کې سیمې ته سفر وکړي او د اسرائیل د جګړې له کابینې سره به وویني ترڅو د اسرائیل سره د متحده ایالاتو ژمنې او همدارنګه د ملکي خلکو د ژوند د خوندي کولو او غزې ته د لا زیاتو بشري مرستو د انتقال په اړه د ډاډ د ترلاسه کولو په اړتیا باندې ټینګار وکړي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ اسټن به هم سیمې ته سفر وکړي ترڅو د سره سمندر له لارې د سوداګرۍ د ازاد جریان د ساتنې لپاره نړیوالې هڅې ګړندۍ کړي چې د ایران ملاتړي حوثي وسله وال هڅه کوي اسرائیل ته د تلونکو کښتیو تګ راتګ ګډوډ کړي.

بایډن دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله په غزه کې د اوربند ملاتړ کوي چې واشنګټن نور هم منزوي کوي. د ملګرو ملتونو سازمان د سه شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د ۱۹۳ غړیو له جملې ۱۵۳ غړو په غزه کې د اوربند غوښتنې ته موافقې رایې ورکړې. لسو غړو مخالفې رایې ورکړې او ۲۳ غړي پدې غونډه کې حاضر نه وو.