ایران ته د طالبانو غبرګون: ګاونډیان دې زموږ کورنیو چارو کې مداخله نه کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو له لوري د ټولګډوني حکومت په باب د ایران د امیر عبداللهیان د څرګندونو غبرګون کې ویلي "هڅه کوو پرمختګونه ولرو".

ښاغلي مجاهد طلوع نیوز ته ویلي چې د طالبان نظام همدا ډول دی "خو په دې برخه کې پرمختګ ته اړتیا ده او زموږ هڅه دا ده چې پرمختګ ولرو، زموږ دوست او ګاونډي هېوادونه باید زموږ چارو کې لاسوهنه ونه کړي".

د ایران د بهرنیو چارو چې پرون یې د تهران پوهنتون محصلینو ته وینا کوله د افغانستان پر مسلو هم تم شو او ویې ویل، طالبان داعش نه دي، بلکې طالبان په افغانستان کې د داعش ډلې پر وړاندې وسله واله مبارزه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي عبداللهیان طالبان د افغانستان یو واقعیت وباله، خو ټینګار یې وکړ چې دا د ټولګډوني حکومت په نه لرلو او له نورو قومونو د غافله کېدو په معنا نه ده. نوموړي ټینګار وکړ چې هېواد یې په دې برخه کې ډیپلوماټيکې هڅې کوي.

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت جوړول د حل لاره ده او ادعا یې وکړه چې په حکومت کې د ټولو قومونو له ګډون پرته په افغانستان کې ثبات نه شي راتلی.

ایراني چارواکو په وروستیو کلونو کې په ځلونو د افغانستان له خاورې د داعش له ګواښ سره د احتمالي مخامخېدو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

د ایران ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر وړاندې هم په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه د ټولګډوني حکومت غوښتنه کړې وه.

د طالبانو له حکومت څخه دغه غوښتنه د سیمې او نړۍ نورو هېوادونو هم کړې ده.

خو دغې غوښتنې ته په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو غبرګون کله نرم او کله ډېر توند و.

څه موده وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلي عبداللهیان د ورته غوښتنې په ځواب کې بي بي سي ته ویلي وو، حکومت یې ټولګډونی دی او ټینګار یې وکړ چې دا مسله په نورو هېوادونو پورې هیڅ اړه نه لري.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې وه، هغه هېوادونه چې غواړي زموږ سره تعامل وکړي، نو دا موضوع هم باید په پام کې ونیسي چې زموږ د هېواد په کورنیو مسلو کې به لاسوهنه نه کوي.

دوه ورځې وړاندې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې ادعا وکړه چې امریکا د طالبانو حکومت ته یو نوملړ ور کړی او ترې غوښتي یې دي چې د دوحې تړون د هوکړې پر بنسټ ټولګډونی حکومت جوړ کړي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند دا مسله رد کړه او ویې ویل دوی له هیچا سره د دغسې یوه حکومت جوړولو ژمنه نه ده کړې.

په وروستیو دوو کلونو کې د کابل او تهران اړیکې د لوړو – ژورو شاهدې وې. د ایران لپاره د هلمند سیند په اوبو کې خپله حقابه یوه اختلافي مسله ده او همدارنګه د دواړو هېوادونو پوله ساتونکو ځواکونو څو ځلي پخپلو کې نښته کړې ده.

په تېرو دوو کلونو کې تهران هڅه کړې، په افغانستان کې د طالبانو له حکومت او همدارنګه د دوی له مخالفانو سره ښې اړیکې وساتي. ایراني چارواکو په تهران کې د افغانستان د سفارت واګي د طالبانو حکومت ته سپارلي او ورته مهال په افغانستان کې د طالبانو حکومت څو مخکښ مخالفان هم په ایران کې ژوند کوي.