ریچارډ بنیټ: د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه مې طالب استازي سره خبرې کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارډ بنیټ د دوشنبې په ورځ ډسمبر۱۱ (لیندۍ۲۰) ویلي چې د قطر په پایتخت دوحه کې یې د طالبانو د استازي سهیل شاهین سره د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون په یو لړ مسلو خبرې کړي دي.

ریچارډ بنیټ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: "نن مې په دوحه کې د سهیل شاهین سره د نورو مسلو ترڅنګ د ماشومانو د زده کړو په ګډون د ښځو د حقونو په مسلو خبرې کړي دي."


افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ویلي چې له طالبانو څخه یې یو ځل بیا د بشري حقونو د مدافعانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې اوورته یې ویلي چې خپلې "عمومي بخښنې" ته درناوی وکړي.


د قطر په پایتخت دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د ښاغلي بنیټ سره خپله کتنه تائید کړې، خو د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو حقونو مسلې ته یې هیڅ اشاره نه ده کړې.

سهیل شاهین لیکلي: "مونږ د روان وضعیت په اړه، معتادانو درملنه، بزګرانو ته د بدیل معشیت پروژو، بشري مرستو، د مشارکت په اهمیت او نورو علاقې وړ مسلو یو رغنده او پرانیستي بحث درلود."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي دا څرګندونې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د څرګندونو څخه وروسته کړې دي.

یوناما د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو راپور کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې په "سیستماتیک تبعیض" باندې ژوره اندیښنه څرګنده کړې او ویلي دي چې په دغه هیواد کې بشري وضعیت لا هم وخیم دی.

یوناما ویلي: "سره له دې چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راپدیخوا، د وسله وال تاوتریخوالي د کمښت له امله امنیتي وضعیت ښه شوی، خو د بشری حقونو وضعیت په افغانستان کې لا هم کړکېچن دی. د واکمنو چارواکو د بشري حقونو کړنې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د دوی د سیستماتیک تبعیض له کبله چې هغوی د ورځني او عامه ژوند له ډیرو برخو څخه ایستلي، ښکاره دي".

یوناما یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې افغانستان ته د یوه باثباته، سوله ییزې او سوکاله راتلونکې رامنځته کولو لپاره د بشري حقونو د مکلفیتونو منلو او ساتلو د اساس په توګه کار واخلي.

ریچارډ بنیټ هم د یکشنبې په ورځ په یو خپور کړي پیغام کې د طالبانو له بند څخه د افغان ښځینه فعالانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه.

ښاغلي بنیټ د ایکس شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي و: "د بشري حقونو د اعلامیې د تصویب ۷۵ کلیزې ته په کتنې، زه د افغانستان په دننه او بهر کې د بشري حقونو افغان مدافعانو ته چې د برابرۍ، عدالت او عزت لپاره په مبارزه کې یې خورا زیات انعطاف او غزم څرګند کړی خپلې پیرزوینې وړاندې کوم. هیڅوک باید د بشري حقونو څخه د دفاع له امله ونه نیول شي".

د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو د راپور له مخې د ښځو څلور فعالانې ژولیا پارسي، منیژه صدیقي، نداپرواني او پریسا ازاده د روان ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د ۱۹ ورځې راهیسې د طالبانو له خوا نیول شوي او په بند کې ورځې شپې تیروي.

ریچارډ بنیټ د طالبانو غوښتي و چې دغه میرمنې او د بشري حقونو نور فعالان چې ورسره بندیان دي خوشې کړي ترڅو هغوی دا ورځ له زندان څخه بهر ونمانځي.