'جمو-کشمیر د هند نه بېلېدونکې برخه ده': سترې محکمې کشمیر ته د ځانګړي حیثیت نه ورکولو ماده تایید کړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هند سترې محکمې، د کشمیر د ځانګړي قانون په اړه خپله پرېکړه کړې او ویلي یې دي چې۳۷۰مه ماده د اساسي قانون لنډمهالې ماده وه او "جمو او کشمیر د هند یوه نه بېلېدونکې برخه ده."
محکمې د دوشنبې په ورځ د ټاکنو کمیسیون ته لارښوونه وکړه چې په دې ایالت کې د ۲۰۲۴ کال د سیپټمبر تر ۳۰مې ټاکنې وکړي.
قاضي القضات ډي وای چندرچوړ ویلي، جمو او کشمیر د هند له نورو ایالتونو جلا کورنۍ خپلواکي نلري.
نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د ۳۷۰مې مادې د لغوه کولو په اړه د غوښتنو اورېدنې پر مهال کړې دي.
د محکمې پنځه کسيزه ډلې نن دوشنبې خپله پرېکړه اورول پيل کړل.
قاضي القضات وويل جمو او کشمير د هند نه بېلېدونکې برخه ده. دا د اساسي قانون له لومړۍ او ۳۷۰مې مادې څخه روښانه ده.
د ۲۰۱۹ کال د اګست په ۵ مه، په هند کې د واکمن بهارتیا جنتا ګوند حکومت د هند د اساسي قانون ۳۷۰ ماده لغوه اعلان کړه، چې له مخې یې د جمو او کشمیر ایالت نیمه خپلواکه حیثیت او ځانګړي واکونه لري.
د مودي د حکومت له دې پرېکړې وروسته، چې د پارلمان له خوا تصویب شوه، د هند تر ولکې لاندې کشمیر سیاسي ګوندونو د سترې محکمې پرېکړه وننګوله.
د سترې محکمې پنځه کسيز پلاوي د روان کال د اګست او سپټمبر په مياشتو کې په بيړني ډول تر اورېدو وروسته پرېکړه خوندي وساتله.
اوس د قاضیانو له ډلې یو یې د ډیسمبر په پای کې تقاعد کېږي او د سترې محکمې ژمنۍ رخصتۍ هم د ډیسمبر په ۱۵ پیلېږي، محکمې اعلان وکړ چې وروستۍ پریکړه به د ډیسمبر په ۱۱ نېټه وکړي.
د قضیې تر ټولو مهم اړخ چې د هند د سترې محکمې د اساسي قانون پنځه کسیزه پلاوي لخوا اورېدل کېږي دا دی، چې د تېرې اورېدنې په بهیر کې، سترې محکمې د مودي حکومت د لوړې له بحثه لېرې کړی و، چې له مخې یې "د ۳۷۰ مې ماده له لغوه کېدو سره په کشمیر کې ترهګري ختمه شوې او د سولې او پرمختګ پړاو پیل شوی دی."
د کشمیر د پارلمان د دریو منتخبو غړو، د هند د پوځ او د هند د هوايي ځواک د پخوانیو افسرانو او د ټولنیزو رضاکارانو لخوا په ستره محکمه کې د اساسي قانون په تړاو دا پوښتنه راپورته شوې چې ایا پارلمان دا واک لري چې په یو اړخیزه توګه پرته له دې چې د کشمیریانو د ارادې په اړه وپوښتي، داسې پرېکړه وکړي؟
بايد يادونه وشي چې له دغې تاريخي پرېکړې يو کال وړاندې په کشمير کې بي جي پي ګوند د محبوبې مفتي په مشرۍ د خلق ډيموکراټيک ګوند له ملاتړه لاس واخيست او حکومت يې ړنګ کړ او جمو او کشمير یې مخامخ تر صدراتي واکمنۍ لاندې راوست.
۳۷۰مه ماده څنګه د هند په اساسي قانون کې شامله شوه او ولې لغوه شوه؟


د ۱۹۴۷ کال په اګست کې د بریتانوي هند د وېشلو پر مهال، پر جمو او کشمیر د ډوګرا مهاراجا هري سنګ واکمني وه او د هند سره د یو ځای کېدو په اړه یې اندېښنې درلودې.
خو کله چې د پاکستان او هند تر منځ د کشمیر پر پوله جګړه پیل شوه او د کشمیر دوه پر دریمه برخه د پاکستان په ولکه کې شوه، مهاراجا نه یوازې د هند له پوځ څخه مرسته وغوښته بلکې په دریو شرطونو یې له هند سره د یو ځای کېدو اعلان هم وکړ،
چې له مخې یې له یو ځای کېدو وروسته به د جمو او کشمیر اسعارو، دفاع او مواصلاتو چارې د هند تر کنټرول لاندې وي، په داسې حال کې چې سیمه ییز قانون، مالیه او نورې ټولې چارې به د کشمیریانو تر کنټرول لاندې وي.
د جمو او کشمیر ملکي واکمن د "لومړی وزیر" په نوم یادېږي پداسې حال کې چې والي د "ریاست مشر" بلل کیږي.
خو په ۱۹۵۳ کال کې د کشمیر لومړی وزیر شیخ محمد عبدالله د هند د هغه وخت لومړي وزیر جواهر لال نهرو له خوا له واکه ګوښه او زنداني شو او ډیلي پلوه بخشي غلام محمد د کشمیر واکمن شو.
کشمیر د کړکېچ په حال کې و او هغه وخت، د جواهر لال نهرو په وړاندیز د ولسمشر په حکم د هند په اساسي قانون کې ۳۷۰ مه ماده ور زیاته شوه.

د دې ماده له مخې، جمو او کشمیر خپل جلا قانون درلود، د مالیاتو سیسټم او دندې یوازې د دایمي اوسېدونکو لپاره ځانګړې شوي. د هند د هرې برخې اوسېدونکي نشي کولای هلته دنده ترلاسه کړي، ځمکه واخلي او یا رایه ورکړي.
که څه هم، د هند د نورو ایالتونو په څېر، اوس جمو او کشمیر هم یو منظم والي او اعلی وزیر درلود، خو یو ډول نیمه خپلواک و، چې بي جي پي یې لسیزې مخکې د لېرې کولو پریکړه کړې وه.
حکومت باید لږ تر لږه څلور داسې لستونه لغوه کړي چې د فساد او د تړلو دروازو تر شا ګمارنې په ګوته کوي. د بهرنۍ پانګونې لپاره د پانګوالو نړیواله سرمشریزه چې اعلان یې د ۲۰۱۹ کال کې شوی و، لاهم نه ده ترسره شوې.
خو حکومت ادعا کوي، چې د پراختيايي پروژو لپاره يې په پراخه کچه پانګونه کړې او په کارونو بوخت دی.
د ملي کنفرانس غړی او پخوانی قاضي حسنین مسعودي، چې په دې قضیه کې د عریضې کونکو په ډله کې دی، له پرېکړو سره موافق نه دی.
په سترې محکمې کې د پرېکړې تر اعلان مخکې هغه ویلي و : "موږ خوشبين يو، خو که په محکمه کې مو ماتې وخوړه، مو ږ به سياسي مبارزې ته دوام ورکوو، هغه څه چې شمال ختيځو ايالتونو ترلاسه کړي، هغه یې د عدالت له لارې نه بلکې د سياسي مبارزې له لارې ترلاسه کړي دي."