غزه کې د وژل شویو شمېر له ۱۷زرو واوښت؛ خان یونس کې کور په کور جګړه روانه ده غزه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په داسې حال کې چې پر غزه د اسرائیلو د یرغل لس اونۍ پوره کیږي، په غزه کې د اسرائیلو بریدونو لا زور اخیستی او د رپوټونو پر بنسټ دا مهال په خان یونس کې جګړه "کور په کور" روانه ده.

ځايي خلک وايي، د غزې په جنوب کې اسرائیلي ځواکونو نور بریدونه هم کړي دي.

تېره شپه د حماس پوځي‌ څانګې یوه وېډیو خپره کړې چې وايي‌ له جګړې وروسته هغه حالت ښيي چې اسرائیلو په کې د یوه یرغمل شوي‌ د خوشې کېدو لپاره عملیات کړي وو.
که څه هم په خپلواک ډول د دغې وېډیو پخلی نه دی شوی،‌ خو د وېډیو په پای کې په وینو لړلی یو مړی لیدل کېږي چې ښايي‌ د یرغمل شوي کس وي.

د حماس په خپرې شوې وېډیو کې د "یرغمل شوي" کس نوم او عمر هم یادېږي.‌

د اسرائیلو پوځ‌ ویلي، د یرغمل شويو د ازادېدو په عملیاتو کې یې دوه پوځيان ټپیان شوي خو وايي‌ څوک خوشی شوي نه دي.

د غزې په جنوب کې داسې مهال جګړو زور اخیستی چې امریکا له اسرائیلو غوښتي په جګړه کې د ولسي خلکو مرګ ژوبلې ته پام وکړي.

د غزې په جنوب کې د یوه روغتون ډاکټر احمد مغرابي وايي، د مړو او زخمیانو حالات نه شي قابو کولی.‌ نوموړي بي‌بي سي ته د تېرو څو اوونیو د مړو شمېر په اړه خبرې کړې دي.‌

ښاغلی مغرابي په ژړغوني غږ وايي، "زه یوه لور لرم چې د درېیو کالونو ده،‌ هغه تل را نه د خوږو خوړو غوښتنه کوي، مڼې غواړي او مېوه غواړي.‌ خو زه یې نه شم ورته پیدا کولای، ډېر د نهیلۍ احساس کوم."‌

په بیت المقدس کې د بي بي سي خبریالا جریمي بووېن وايي، د غزې راتلونکې ډېره ناروښانه ښکاري.

‌‌په غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وايي وزارت وايي‌،‌ د اسرائیلو د یرغل له پیل راهیسې ۱۷ زره ۱۷۷ فلسطینیان وژل دي چې شاواخوا ۷۰۰۰ یې ماشومان دي.

په غزه کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ادارې یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي چې د ځايي‌ خلکو وضعیت "بوږنونکی دی."

دغه چارواکي بي بي سي ته وویل "د مصر پولې ته څېرمه سلګونه زره کسان بې سر پناه پراته دي. اوبه کمه دي،‌ په کوڅو کې هر کس د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره د اوړو غوښتنه کوي."

دی زیاتوي، "سلګونه کسان یو تشناب کاروي. زموږ پناه ځایونه یوازې د ۷۰۰۰ کسانو ځای لري."


د اسرائیلو په لاس نیول شوي فلسطینیان چې په نیمه لوڅ حالت کې داسې نیولو ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو ګڼ غبرګونونه پارولي

تېره شپه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې امریکا هغه وړاندیز ته د رد رایه ورکړه چې‌ په غزه کې یې د اوربند غوښتنه کړې وه.

د ملګرو ملتونو د مشر په غوښتنه بلل شوې دغه ځانګړې ناسته کې یوازینی هېواد امریکا وه چې د دغې شورا غوښتنې ته یې منفي رایه ورکړه.‌

له رایې اچونې وروسته په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي رابرټ ووډ وویل، د اوربند لپاره د امنیت شورا طرحه په چټکۍ جوړه شوې او "مناسبه مشوره" نه ده شوې.

نوموړي ټینګار کاوه چې هېواد یې د داسې اوربند ملاتړ نه شي کولای چې "د بلې جګړې تخم شیندي."


د اسرائیلو استازي د امریکا د دې پرېکړې درناوی او مننه کړې

د چین، فرانسې،‌ روسیې، جاپان او ګڼو هېوادونو استازو د امریکا دغه پرېکړه نهیلي کوونکې وبلله.‌ د چین سفیر امریکا په دوه مخې تورنه کړه چې له یوې خوا د جګړې پای ته رسول غواړي او له بلې خوا د اوربند مخالفت کوي.

د روسیې استازي‌ بیا به دغه ورځ "د بشریت په تاریخ کې توره ورځ" وبلله او وايي تاریخ به د واشنګټن پر پرېکړه قضاوت کوي.

د بشري حقونو څار سازمان له دغې ناستې وروسته ویلي، په ملګرو ملتونو کې د اوربند پرضد رایه کارول امریکا "په جنګي جرمونو د ښکیلتیا" له ګواښ سره مخامخوي.