قطر کې په یو نړیوال کنفرانس کې د افغان میرمنو او نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه خبرې کیږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ټاکل شوې چې د قطر په پایتخت دوحه کې په یو دوه ورځیني نړیوال کنفرانس کې د طالبانو له خوا د افغان میرمنو او نجونو پر زده کړو د لګیدلو محدودیتونو او ورته د حل لارو د لټولو په اړه یو شمیر نړیوال کارپوهان او د ځینو حکومتونو استازي خبرې وکړي.

د "زده کړې هغې ته" ترعنوان لاندې د افغان میرمنو د وضعیت په اړه ددغه کنفرانس بندوبست د قطر د کړکیچ او بشري څیړنو د مرکز له خوا د قطر او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارتونو سره په ګډه شوی دی.

د کړکیچ او بشري څیړنو د مرکز له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یو ورکشاپ به د دوحه ټولنې (Doha Forum) له خوا د ډسمبر لسم (لیندۍ ۱۹) او یوولسم (لیندۍ ۲۰) په دوحه کې جوړ شي.

ددغه مرکز د معلوماتو پراساس په دې ورکشاپ کې به وتلي کارپوهان، د نړیوالو سازمانونو استازي او د افغانستان په چارو کې د ښکیلو غاړو استازي زده کړو ته د افغان میرمنو د لاس رسي په مخ کې د پرتو خنډونو په اړه به خپل نظریات کډونوالو سره شریک کړي.

په دې خبر پاڼه کې ویل شوي: "ددغه ورکشاپ موندنې به یوه ورځ وروسته د دوحه ټولنې او د پالیسۍ جوړونکو ګډون کوونکو او مفکرینو ته وړاندې شي، هغوی به سږکال د "ګډې راتلوونکی د جوړولو" ترنامه لاندې په دوحه کې سره راټلویږي".

ددغه ورکشاپ تنظیموونکو په یو بیان کې ویلي چې قطر او اندونیزیا پرملتونو د زده کړو ژوره اغیز او د زده کړو له لارې د افغان میرمنو د ځواکمنیدلو اهمیت خورا زیات درک کوي. په دې برخه کې د ورکشاپ ټول شوي معلومات به د راتلوونکواساسي سپارښتونو په توګه په دوحه کې په لوړه کچه جوړیدونکي دوییمې غونډې ته وړاندې شي.

دا خبر پاڼه وايي چې د جګړې، لوږې طبیعي ناورینونو، بې ځایه کیدو او جنسیت پر بنسټ توپیرونو څخه زیږیدلې ننګونو ته به پاملرنه وشي او ورکشاب به په دغو موضوعاتو یو ژور بحث وکړي او داسې سترایژیو ته به وده ورکړي چې ښځو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

ددې ورکشاپ تنظیموونکو ویلي چې په دې ورکشاپ کې به افغان، عرب او نړیوال تخنیکي ماهران، پوهان، فعالان اوسیاسیون د حکومتي، غیر حکومتي او نړیوالو او اکاډمیکو ادارو پوهان برخه واخلي.

د کړکیچ او بشري څیړنو مرکز ددې دمخه هم د افغانستان د وضعیت په اړه یوشمیر کنفرانسونه جوړ کړي دي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته اصلآ د نجونو د لومړنۍ دورې څخه پورته ښوونځیو کې د زده کړو اجازه نه ده ورکړې.

همداشان د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د میاشتې په وروستیو کې یې په پوهنتونونو او لوړو زده کړو په موسسو کې هم د نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی.

د طالبانو حکومت د پوهنې او روغتیا د سکټورونو پرته د ملګرو ملتونو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو په کار باندې هم بندیز لګولی دی.

طالبانو حکومت ددغو اقداماتو سربیره ښځې عمومي حمامونو، تفریحي پارکونو او ورزشي کلپونو ته د تللو څخه هم منع کړي او له کور بهر یې پر ښځو د حجاب اغوستل او په اوږدو سفرونو کې د محرم د لرلو شرطونه هم ایښي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دا کړنې د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض بللی او د طالبانو څخه یې په فوري ډول ددغو محدودیتونو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې د نجونو په زده کړو لګیدلي محدودیتونه دایمي نه دي او دا حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نجونو او ښځو حقونو ته ژمن دی.