چمن کې پرلت؛ اڅکزی وايي که غوښتنې یې ونه منل شي، نورو سیمو کې به هم پرلتونه پیل کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي که چمن کې د پرلت خبره نه منل کېږي، بيا به د "ټول وطن په اړه پرلت او غږ کېږي."

نوموړي په چمن کې زرګونو پرلت کوونکو ته په یوه وینا کې ګواښ کړی، چې که پاکستاني چارواکي د کاروبار لپاره د پرلت اسانه غوښتنې ونه مني د وخت په تېریدو به بیا به دا غوښتنې لا ډېرې شي.

هغه ویلي، "که پښتانه لا په تنګ شول، بیا به یوازې د پاسپورټ خبره نه وي بلکې د اوبو، کانونو، واک او هر څه حساب به وغواړي."

نوموړي په قهرجنه لهجه وویل چې "د چمن پرلت ټولې نړۍ ته ثابته کړه چې د ظالم حکومتونو استازي زموږ د روزۍ لارې تړي" او د ده په ټکو هغه څوک چې د روزۍ لارې تړي باچاهي یې څوک نه مني.

شاوخوا پنځوس ورځې کېږي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ډیورنډ کرښې ته نږدې چمن سیمه کې زرګونه کسان د پاکستان د حکومت نویو تګلارو خلاف راغونډ دي او وایي دا غوښتنې نه مني.

پاکستان پر پوله د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ درلودو شرط وړاندې کړی، هغه څه چې لسګونه زره کورنۍ سره لا جلا کوي او کاروبار یې په ټپه درولی دی.

پرلت کونکي وايي تر هغو چې پاکستان په خپلو پالیسیو بیا غور نه وي کړی او تګ راتګ یې اسانه کړی نه وي، له اعتراضونو به لاس وا نخلي.

پرلت کوونکي چې ډېری یې د سویلي پښتونخوا اوسیدونکي دي، ادعا کوي چې پر ډيورنډ کرښه اغزن تار او سختو پالیسیو بې وزله کړي او سره ویشلي یې دي.

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي اندیښنه ښودلي چې پاکستان کې پښتانه ورځ تر بلې کړول کېږي او په وینا یې د دوی د ژوندانه په اړه سختې تګلارې او دوه ګونی چلند ورته د منلو نه دی.

نوموړي ګواښ وکړ چې "که تر بلې جمعې د پرلت غوښتنې ونه منل شوې هر چېرې به خپل اعتراضونه وغزوي."


ارشیف، محمود خان اڅکزی له نورو پاکستاني سیاستوالو سره

هغه همدا راز د پاکستان په حکومت غږ وکړ چې "پښتانه دې نړیوالو محکمو ته په عریضې نه مجبوروي."

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ویلي له پاکستاني چارواکو سره نه دوی او نه ولسونه دا مني چې ل"ه لوږې سره سره دې نه په پنجاب او نه د ډیورنډ بله کرښه کې کار ته پرېښودل کېږي."

پاکستاني لوړپوړو چارواکو د پرلت کونکو د غوښتنو په اړه واضح څه نه دي ویلي خو تل ټینګار کوي چې وروستي ګامونه یې پاکستان کې د امنیت په موخه پورته کړي دي.

پاکستاني پولیسو اوونۍ وړاندې همدې پرلت ته له وینا وروسته، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم ونیو چې لا یې هیڅ برخلیک نه دی معلوم.پاکستاني پولیسو د همدې پرلت تر څنګ د یوه بل پښتون مشر علي وزیر له درېدو وروسته هغه هم زنداني کړ خو وروسته په ضمانت خوشی شو.

محمود خان اڅکزي د دوی نیولو او نادرکه کېدو په اړه څه ونه ویل خو ښاغلی اڅکزی له دوی وروسته بل ځایی مشر دی چې پرلت ته په وینا کې یې د پاکستان ضد توندې څرګندونې کړي دي.