له پاکستانه د افغان کډوالو د ايستلو پر پرېکړه اشرف غني او عمران خان سختې نيوکې کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان د غیر قانونی بهرنیانو او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د ستنولو په اړه د پاکستان چارسمبالي حکومت د تګلارې په اړه له زندانه ځانګړې ويناپاڼه کې نيوکې کړې دي.

نوموړي ويلي، په زوره د افغان کډوالو ايستل به د دواړو هېوادونو تر منځ اوږدمهاله اړیکو کې درز پيدا کړي.

د شمېرو له مخې شاوخوا ۴۵۰ زره افغان کډوال له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي چې ځينې يې د پاکستاني پوليسو او امنيتي کسانو له ناوړه چلند او ځورونې سر ټکوي.

عمران خان ويلي، "افغانستان زمونږ ورور اسلامي هېواد او ګاونډی دی. د دواړو هېوادونو خلک له پېړیو راهیسې د ورورګلوۍ اړیکې لري."

د تحریک انصاف بنسټ اېښودونکي مشر زیاته کړې، "پاکستان ۴۰ کاله د افغان کډوالو خدمت کړی دی. د کلونو میلمه پالنه یوازې د خرابې ستراتیژۍ له امله له منځه ځي. "

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منير تېره ورځ پېښور ته د خپل سفر پر مهال ويلي وو، "غير قانوني بهرنيان د پاکستان پر امنيت او اقتصاد ناوړه اغېزه کوي، بايد دغه ډول غير قانوني بهرنيان په باعزته توګه خپلو هېوادونو ته ولېږل شي. "

عمران خان ويلي، "۱.۵ میلیونه کډوال د ۲۵۰ میلیونو وګړو پر یوه ملت دومره دروند بار نه دی. له خپلې خاورې ايستل شوي/ د پناه په لټه کې پاکستان ته راتلونکو کډوالو ډېره برخه بېوزلي دي."

ښاغلي خان زياته کړې، چې دا کړنه به د پاکستان په اړه افغانانو کې منفي احساسات پيدا کړي چې په وينا يې ښايي د دواړو هېوادونو تر منځ اوږدمهاله اړیکې خرابې کړي.

بل پلو مخکېني افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړه سختې نیوکې کړې دي.

ښاغلي غني له داود جنبش سره په یوه تازه غږیزه مرکه کې د پاکستاني حکومت دا ګام "ظالمانه او د نړیوالو اصولو خلاف" بللی دی.

له پاکستان او ایرانه په دې وروستیو کې د لوی شمېر کډوالو د ورستنولو له امله په افغانستان کې د کړکېچ د مخنیوي لپاره ښاغلي غني پر ملي همغږۍ او د لومړیتوبونو پر روښانولو ټینګار وکړ.

ښاغلي غني همداراز وویل، چې افغانستان له شته اقتصادي امکاناتو د ګټې اخيستنې لپاره پر کور دننه یوه منل شوي حکومت ته اړتیا لري.

د پاکستان حکومت د ژمي په درشل کې د افغان کډوالو په زور ايستلو او له هغوی سره د ناوړه چلند له امله په نړیواله کچه له کلکو نيوکو سره مخ دی.

مرستندويه ادارې وايي، ستانه شوي افغان کډوال لاسنيوي ته اړتيا لري چې د سر پنا تر څنګ له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، دغه کډوال داسې یوه هېواد ته ستننېږي، چې په هرو دریو کې یو کس یې لا هم نه پوهېږي چې د راتلونکي وخت خواړه له کومه کړي.

له دې ټولو اندېښنو او ستونزو سره سره پاکستاني چارسمبالي حکومت ویلي چې د ناقانونه کډوالو د ایستلو لړۍ به د یوې میاشتې په موده کې بشپړه شي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سرفراز بګټي وړاندې ویلي وو، د ناقانونه کډوالو بهیر بشپړېدو وروسته به هغه کډوال هم ستنوي چې دغه هېواد کې د کډوالو په توګه راجسټر شوي دي.