د ملګرو ملتونو په امنیت شوراه کې امریکا هغه وړاندیز رد کړی چې په غزه کې یې د اوربند غوښتنه کړې وه. د امنیت شورا په نننۍ رایه اچونه کې یوازینی هېواد امریکا وه چې د دغې شورا غوښتنې ته یې منفي رایه ورکړه
د بریتانیا استازي بیا خپله رایه ونه کاروله.
له رایې اچونې وورسته په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي رابرټ ووډ وویل، د اوربند لپاره د امنیت شورا طرحه په چټکۍ جوړه شوې او "مناسبه مشوره" نه ده شوې. نوموړي ټینګار کاوه چې هېواد یې د داسې اوربند ملاتړ نه شي کولای چې "دبلې جګړې تخم شیندي."
د چین، فرانسې، روسیې او ګڼو هېوادونو استازو د امریکا دغه پرېکړه نهیلي کوونکې وبلله. د چین سفیر امریکا په دوه مخې تورنه کړه چې له یوې د جګړې پای ته رسول غواړي او له بلې خوا د اوربند مخالفت کوي.
د روسیې استازي به دغه ورځ "دبشریت په تاریخ کې توره ورځ" وبلله او وايي تاریخ کې د واشنګټن پر پرېکړه قضاوت کوي.
له رایې اچونې مخکې، د امریکا استازي ویلي و، په سیمه کې د تل پاتې سولې غوښتونکې ده چې له مخې یې اسرائیل او فلسطینیان په ګډه پکې ژوند وکړي خو زیاتوي دمګړۍ د بېړني اوربند ملاتړ نه شي کولای.
امریکا د ملګرو ملتونو امنیت شورا دایمی غړی دی چې په خپلې دې پرېکړې سره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له خوا د بېړني اوربند وړاندیز وېټو کړ.
د ملګرو متلونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د غزې روان وضعیت په تړاو د امنیت شورا ور بلل شوې غونډې ته خپله وینا کې وویل چې د بېړني اوربند لپاره خپله رایه وکاروي.ښاغلي ګوتېرېش د غونډې ګډونوالو ته وویل: "د غزې خلک په یوه وژونکي توپان کې راګېر دي، نړیواله ټولنه باید له هرې ممکنې لارې د دوی دې غمیزې ته د پای ټکی کېږدي."
نوموړي دارنګه غوښتنه وکړه چې بشري دوستانه اوربند ته رایه ورکړل شي، څو د ملکي خلکو ژوند وژغورل شي او هغوی ته بېړنۍ مرستې ورسول شي.
تېره چارشنبه، انتونیو ګوتېرېش، د ملګرو ملتونو د منشور د ۹۹ مادې له مخې د سرمنشي د واکونو په کارولو سره په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه.
د امنیت شورا غونډه؛ امریکا په غزه کې د اوربند مخالفت وکړ
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode