عباس ستانکزی: د نجونو د ښوونځیو د تړلو له امله ملت له مونږ فاصله اخلي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي یو ځل بیا په افغانستان کې د خپل حکومت له خوا د لومړنۍ دورې پورته ښوونځیو کې د نجونو پر زده کړو په بندیز باندې کلک انتقاد کړی او ویلي دې چې د همدې مسلې له امله ملت له طالبانو فاصله اخلي.

عباس ستانکزي د پنجشنبې په ورځ ډسمبراووم (لیندۍ ۱۶) کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو د چارو وزارت اړوند تعلیمي ادارو څخه د فارغ شویو زده کوونکو د فراغت په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل چې که څوک د نجونو څخه د زده کړو حق اخلي دا د نجونو پر حق باندې تیرې او څرګند ظلم دی.

ښاغلي ستانکزي وویل: "نن زمونږ یوازینی مشکل چې د خپل ملک سره او د ګاونډیو سره او د دنیا د ملکونو سره حل دی [نه دی] په همدې مشکل باندې، نن چې زمونږ ملک له مونږ څخه فاصله نیسي، زمونږ څخه خفه کیږي یا له مونږ څخه ګیله لري هغه هم دغه د علم په موضوع باندې".

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل چې نجونو ته د زده کړو حق خدای او رسول یې ورکړی او زده کړې د هغوی طبیعي حق دی، هر څوک چې ورڅخه دا حق اخلي دا د هغوی په حق باندې تیری او ظلم دی.

عباس ستانکزي په خپلو څرګندونو کې دا ونه ویل چې چا د نجونو څخه دا حق اخیستی دی، خو د نجونو د زده کړو سره مخالفت یې د ځینو کسانو د شخصي خواهشاتو له امله وباله.

هغه وویل چې فکر کوي د زده کړو سره مخالفت ددې هیواد د بچیانو سره لویه جفا ده.

عباس ستانکزي وویل چې که څوک د نجونو د زده کړو سره د مخالفت په برخه کې دلایل لري باید چې څرګند یې کړي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته اصلآ د نجونو د لومړنۍ دورې څخه پورته ښوونځیو کې د زده کړو اجازه نه ده ورکړې.

همداشان د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د میاشتې په وروستیو کې یې په پوهنتونونو او لوړو زده کړو په موسسو کې هم د نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی.

د طالبانو حکومت د پوهنې او روغتیا د سکټورونو پرته د ملګرو ملتونو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو په کار باندې هم بندیز لګولی دی.

طالبانو حکومت ددغو اقداماتو سربیره ښځې عمومي حمامونو، تفریحي پارکونو او ورزشي کلپونو ته د تللو څخه هم منع کړي او له کور بهر یې پر ښځو د حجاب اغوستل او په اوږدو سفرونو کې د محرم د لرلو شرطونه هم ایښي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دا کړنې د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض بللی او د طالبانو څخه یې په فوري ډول ددغو محدودیتونو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

دا لومړی ځل نه دي چې عباس ستانګزی د نجونو د ښوونځیو په تړلو باندې کلک انتقادونه کوي.

هغه دمخه هم څو ځلې ورته انتقادونه کړې و خو تراوسه د ښاغلي ستانکزي دغو انتقادونو د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو سره مرسته نه ده کړې.

د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د خلکو په ورځیني ژوند باندې د طالبانو د حکومت له خوا د شویو ځینو پریکړو د اغیزو په اړه په یو راپور کې چې د ډسمبر په لومړیو کې خپور شوی ویلي دي چې ددغو پریکړو له ډلې ۱۴ یې د زده کړو، کار او روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي په برخو کې د ټولنیز کنټرول په اړه دمخه خپرو شویو اقداماتو د لا زیات اغیزمن کیدو لپاره کړي دي.

اوچا وايي چې ددغو پریکړو له امله زده کړو ته د ښځو لاس رسی لا محدود شوی چې په کې کلیوالو ښوونځیو کې محدودیتونه او د طبي زده کړو په برخه کې محدودیتونه شامل دي.

همداشان کاري فرصتونو ته د ښځو د لاس رسي لکه د ښځو د سینګارتونونو بندیدل ،روغتیايي مرکزونو اود ښځو اړوند روغتیايي معلوماتي مرکزونو ته د هغوی لاس رسي محدودیتونه شامل دي.

خو د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې د طالبانو د حکومت دغو پریکړو د افغان وګړو پر ژوند د کنټرول او د بشري مرستو برابرونکو په چاپیریال باندې اغیزه کړې ده.

اوچا ویلي: "نوې کړنلارې د ورځیني ژوند د مختلفو اړخونو بڼې ته او مخ په زیاتیدونکي ډول زده کړو، روغتیا او کار ته د ښځو لاس رسی او د مرستې رسونې طریقې او محتوا محدودوي".

دا اداره وايي چې ژوند چارې چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال څومره محدودې وې لا تراوسه د هغه وخت محدودیتونو ته نه دي رسیدلي، خو د طالبانو د چارواکو د پریکړو څخه داسې معلومیږي چې د افغانستان ټولنه د ( ۱۹۹۶-۲۰۰۱) کلنو حالت ته ورو ورو د ستنیدلو په حال کې ده.

طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې د نجونو په زده کړو لګیدلي محدودیتونه دایمي نه دي او دا حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نجونو او ښځو حقونو ته ژمن دی.