سراج الدین حقاني خپلو چارواکو ته: د تېزۍ او توندۍ پر ځای خلک په اخلاقو اصلاح کړئ، له نظامه یې زړه مه ‌توروئ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو چارسمبالي وزیر خپلو امنیتي ادارو ته ویلي،‌ چې د "ډېرې تېزۍ او توندۍ" پر ځای له خلکو سره "له ښو اخلاقو" کار واخلي او له "نظامه یې زړه توري نه کړي."

ښاغلي حقاني ویلي، د دې پر ځای چې په خپل چلند "د خلکو زړه له اسلام دین او نظام نه مات کړو او هغوی عقده پیدا کړي،‌ پر ځای یې باید له اعتدال، صمیمت او ښو اخلاقو کار واخلو. ډېره تېزي او توندي به نه کوو او نه هم دومره نرمي چې زموږ ستاسې اسلامي او شرعي موارد پکې تر پښو لاندې شي"

د یادولو ده چې د طالبانو حکومت پر ځینو امنیتي مسولانو نیوکه کېږي چې له عامو خلکو سره "ناوړه چلند" کوي.

پر خواله رسنیو وخت نا وخت داسې ویډيوګانې خپرېږي چې خلک پکې وهل او ځورول کېږي.

څه موده مخکې هم یوه ویډيو پر خواله رسنیو ډېره لاس په لاس شوه چې د یوه سړي وېښتان او بریتونه پکې د څو کسانو لخوا خرېل کېږي.

"لنډمهاله امانت"
په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه لوړپوړه چارواکي تر خپل لاس لاندې ادارو ته همدا راز وریاده کړې چې حکومتي موقفونه "لنډمهاله امانتونه" دي او د خپل ملکیت په سترګه دې څوک نه ورته ګوري.

ښاغلي حقاني ویلي، "دا وزارت یو امانت دی،‌ د لنډ وخت لپاره ورته راغلي یو، د راتلونکي ملکیت نه دی، نو داسې پښې باید پکې ونه غځوو چې زما په کارونو کې فلانی مداخله کوي، یا دا زما خپل کار دی، بل زما په کار کې څه کار لري. نو پر دې کیسو باید خپل منځي خصومتونه، خپګان او ګیلې رامنځ ته نه شي چې په ټول کار باندې مو منفي اثر وکړي او د ګټې پر ځای تاوان وکړو."

که څه هم څرګنده نه ده چې د دغه وزارت د چارواکو تر منځ "خپل منځي خصومتونو" شته او که څنګه چې دغه وزیر یې ورته لارښوونو ته اړ کړی دی خو همدا راز یې ترې غوښتي چې، "ټول د یوې ادارې خلک یو، کوشش به کوو چې د یوه بل ملا وتړو او که کومه نیمګړتیا وي نو اول به یې تحقیق کوو، تر هغې وروسته به اړوند مسول سره په همغږۍ نیمګړتیا له منځه وړو."

ښاغلي حقاني تېر کال په خوست کې هم یوه غونډه کې د "واک پر انحصار" نیوکه کړې وه خو د چا نوم یې نه و یاد کړی چې واک چا انحصار کړی دی.

همدا راز یې خپل حکومت مسول بللی و چې ولس ته ځان نږدې کړي او د لېرې والي او کرکې ډېرېدو لامل نه شي.


د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د دې ناستې خبرپاڼه هم رسنیو ته لېږلې چې پکې راغلي، ښاغلي حقاني په ګومارنو کې د "روڼتیا" سپارښتنه کړې.

اعلامیه کې راغلي، ښاغلي حقاني له مسولو ادارو غوښتي چې د "نویو تشکیلاتو" د ګمارنې په لړۍ کې په بشپړ ډول "روڼتیا" ته پام وکړي او "کار اهل کار" ته وسپاري.

سراج الدین حقاني‌ داسې مهال په "ګمارنو کې د روڼتیا" خبره کوي چې له لویه سره د طالبانو پر حکومت نیوکه کېږي چې ټول لوړپوړه چارواکي یې ملایان، قاریان او د تېر جمهوري نظام او د امریکا په مشرۍ ټلوالې پر ضد جنګېدلي قومندانان دي او په ټيټ پوړه څوکیو کې هم تر ډېره "خپل وفاداره کسان" ګماري.

یوازې په ځينو ټيټ پوړه څوکیو یې یو شمېر مسلکي او د تېر جمهوري نظام پخواني کارکوونکي ګومارلي دي.