چین: طالبان باید په رسمیت د پېژندلو لپاره سیاسي سمونونه راولي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

چین وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دې لپاره چې په رسمیت وپېژندل شي، باید له ګاونډیو سره د سیاسي او نورو اړیکو د ښه کولو په ګډون یو لړ اصلاحات راولي.

خو طالبان وايي دوی تل هڅه کړې چې له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې ولري او لا یې هم مثبتو تعاملاتو لپاره هڅې روانې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین ویلي چین هیله من دی چې طالبان د یوه پراخ سیاسي چوکاټ په رامنځ ته کولو، معتدل او محتاطانه داخلي او بهرني سیاست او د ترهګرو پرضد د پرېکنده مبارزې له لارې نړیوالې ټولنې ته ځواب ووایي.

چین په افغانستان کې د اسلامپالو اویغوریانو چې له چینه د سینکیانګ ایالت د جلا کېدو غوښتوونکي دي د حضور په اړه اندېښنه لري.

خو د طالبانو حکومت په بیا بیا ویلي چې چا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

د طالبانو حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل بي بي سي ته وویل هېڅوک دا نشي ثابتولی چې د افغانستان خاوره دې د بل چا پر ضد کارول شوې وي.

چین لومړنی هېواد و چې افغانستان کې یې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته خپل سفیر افغانستان ته واستوه او په دې وروستیو کې نوی سفیر هم خپل اعتبار لیک طالب چارواکو ته وسپاره چې هغوی یې تود هرکلی وکړ.

د یادولو ده چې تراوسه پورې د چین په ګډون هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو حکومت به په مناسب وخت کې ټولو اندېښنو ته په پام سره په رسمیت وپېژني.

دغه راز چین ویلي چې د یوه ګاونډي او دوست په توګه تل په دې باور دي چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې نه لیرې پاتې نه شي.

طالبانو په څو څو ځلې له نړیوالې ټولنې نه غوښتنه کړې چې حکومت یې په رسمیت وپېژني او طالب چارواکي استدلال کوي چې په ټول هېواد کې یې امنیت ټینګ کړی او د رسمیت پېژندنې لپاره یې ټول نړیوال معیارونه پوره کړي دي.

څو ورځې وړاندې، د طالبانو حکومت بلال کریمي چین ته د خپل سفیر په توګه واستاوه.