د ایران کورنیو چارو وزیر: "بې اسناده افغانان به افغانستان ته ځي، خو طالبانو رانه وخت غوښتی"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ایراني رسنیو د رپوټونو له مخې د ایران دغه جګپوړي امنیتي چارواکي د دغه هېواد په اهواز ولایت کې محصلینو ته په خبرو کې ویلي: "دښمن غواړي په لوی لاس افغان او ایراني وګړي سره په جنګ واچوي."

ښاغلي وحیدي دارنګه ویلي، په افغانستان کې د طالبانو چارسمبالي حکومت له ایرانه د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې له ایران څخه وخت غوښتی.

د طالبانو حکومت او ګڼو نړیوالو ادارې له وړاندې له ایران او پاکستانه غوښتي چې په دې سختو شرایطو کې افغان کډوال ونه باسي.

بل خوا د ایران کورنیو چارو وزیر د خپل هېواد د ملي امنیت عالي شورا په هغې پرېکړې هم ټینګار کړی چې په ځينو ولایتونو کې افغان کډوال د اوسېدو حق نه لري.

د ایران په ۱۶ ولایتونو کې افغان کډوالو ته د اوسېدو اجازه نه ورکولو پرېکړه له وړاندې له غبرګونونو سره مخ ده.

خو ښاغلی احمدي وحیدي وایي: "مخکې هم همداسې وو چې ځینو سیمو کې افغان وګړو د اوسېدو حق نه درلود، دا یوه عادي چاره ده."

له پاکستان وروسته ایران د افغانستان هغه ګاونډی دی چې ډېر افغان کډوال پکې مېشت دي او دې هېواد هم له ډېرې مودې راهیسې د دوی په ټکو د "غیرقانوني" افغان کډوالو د نیولو او بېرته ستنولو لړۍ جاري ساتلې.

تازه د طالبانو په حکومت کې د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې د سه شنبې په ورځ هم د اسلام کلا بند له لارې له ۱۸۰۰ ډېر افغانان راستانه شوي دي.

سیمې ته د ټام وېسټ سفر

د افغانستان لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټام وېست هم د افغانستان اړوند مسایلو په سر د خبرو لپاره د یو شمېر هېوادونو په سفر وتلی.

دغه امریکایي ډيپلوماټ د سې شنبې په ورځ په خپل اېکس پاڼه لیکلي چې ددغه لس ورځيني سفر په لړ کې به پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عرب ته لاړ شي.

د نوموړي په وینا ددې سفر په ترڅ کې به "له مهمو شریکانو سره پر ګډو امنیتي ګټو، د کډوالو د خوندیتوب او بیا میشتیدنې، بشري اړتیاوو، بشري حقونو، او اقتصادي مسایلو خبرو ته په تمه یم."

د خوړو نړیوال پروګرام بل خبرداری

 

د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړویوال پروګرام وايي،‌ افغانستان کې له وړاندې شپږ میلیونه خلک په کور دننه بې ځایه شوي دي چې له پاکستان څخه د زیات شمېر کډوال د راستنېدو امله دا ستونزه نوره هم زیاته شي.

دغه نړیواله مرستندویه اداره یو ځل بیا خبرداری ورکوي چې له پاکستان څخه په لویه کچه د بېرته ستنېدونکي له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ کېدونکي دي.

ډبلیو اېف پي وړاندې هم ویلي و چې د پاکستان له خوا په زور ایستل شوي خلک "نه پوهېږي چې له را روان ژمي به څنګه ژوندي ووځي."

پاکستان له نړیوال فشارونو سره سره په خپله دې پرېکړه جدي عمل کوي چې له هغه هېواد به د دوی په ټکو یو اعشاریه اووه میلیونه " غیرقانوني" کډوال وباسي.

د نړیوال مرستندویه ادارو د شمېرو له مخې د پاکستان څخه له وړاندې نږدې څلور سوه زره افغانان په زور ایستل شوي دي.

د نړیوالو ادارو او طالبانو حکومت لویه اندیښنه له ګڼ دغو شمېر کډوالو سره د مرستو او لاسنوي په برخه کې ده.

دواړه له هېوادونو غواړي چې په برخه کې ډېرې مرستې وکړي، ترڅو سلګونه زره خلکو د کډوالۍ او بې ځایه کېدنه روان کړکېچ پرې کابو کړي.

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

تازه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین هم د افغانستان لپاره د فرانسې له سفير سره په لېدنه کې یې د نورو مسایلو ترڅنګ له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زور ایستلو او له هغوی سره پر مرستو خبرې کړې دي.

له وړاندې اروپايي ټولنې، امریکا او ځینو نورو نړیوال ادارو او هېوادونو په دې برخه کې د مرستو اعلانونه کړي.