عباس ستانکزی: له زدکړو سره شخصي مخالفت له ملت سره جفا او ښکاره ظلم دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي یو ځل بیا د خپل حکومت له مشرانو غوښتي چې په افغانستان کې د ټولو وګړو پر مخ د زدکړو دروازې پرانیزي.

ښاغلي ستانکزي چې په کابل کې یې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوندو تعلیمي بنسټونو د زده کوونکو په فراغت غونډه کې خبرې کولې، د نجونو له زدکړو سره مخالفت د ځینو کسانو شخصي "خواهشاتو" وبلل.

د طالبانو په حکومت کې د نجونو د زدکړو دغه ملاتړ چارواکی وایي، "که کوم کسان د خپلو شخصي خواهشاتو په خاطر یا څه نور عوامل پکې وي، د هغو په خاطر باندې بعضې وختو کې مخالفت کوي له علم سره، زه فکر کوم دا یوه لویه جفا ده د دې ملک له بچیانو سره."

نوموړی وایي په هیڅ صورت کې باید د علم دروازې بندې نه شي او زیاتو کوي" که څوک دلایل لرې دېته، که څوک کوم دلیل او برهان لري دې ته، را و دېوځي میدان ته او خپل برهان دې ووایي چې په دې دلیل جواز نه لري یا موږ اجازه نه ورکوو."

ستانکزی خبرداری ورکوي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو تړل کېدو له امله د ولس او د دوی د حکومت ترمنځ واټن زیات شوی دی، چې دا کار به د دوی په زیان تمام شي.

ښاغلي ستانکزي چې له دې مخکې یې هم څو ځله د خپل حکومت او مشر دا پرېکړه ننګولې او وایې یاده ستونزه د دې لامل شوې چې هم ملت او هم نړیوال له دوی څخه ناراضه شي.

هغه وایي: "د امارت په چارواکو او مسئولینو باندې مې همدا غږ دی د ورورګلوۍ او انډيوالۍ، چې د علم دروازې دې زموږ د ملک د ځوان نسل او بچیانو په مخ خلاصې کړي.

د نوموړي په ټکو هر ملک کې چې د عمل دروازې تړلې وي هغه ملک "تاریک" دی، هر ملک کې چې د عمل دراوزې تړلې وي هغه به په " فقر مبتلا" وي، هر ملک چې د علم دروازې تړلې وي هغه ملک به اشغاليږي او د نورو قومونو تر اغېر لاندې به راځي او هر ملک کې چې د علم دروازې تړلې وي نورو ته به یې د احتیاج لاس نیولی وي.

د طالبانو په حکومت کې د نجونو د زدکړو پر سر دا ډول لانجمنې خبرې او مخالفتونه له لومړیو را روان دي خو چارواکي یې وایې چې دا ستونزه لنډ مهاله ده او ژر به یې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په یادې پرېکړې له ۸۰۰ ورځو ډېر وخت اوښتی خو افغان نجونې زده کوونکې وایې چې لاهم په تمه دي چې بل امر به کله راځي.

اوس نژدې یوه کال هم په پوره کېدو دی چې پوهنتوني نجوني له ښوونځي را ګرځول شوې دي.‌ طالب چارواکي‌ په رسمي ډول دغه بندیزونه لنډمهالي‌ بولي،‌ خو داسې نه ښکاري‌ چې طالب مشرتابه دې تر اوسه په دې برخه کې جدي ګامونه اخیستي‌ وي.‌