ملګري ملتونه: افغانستان د اقليمي بدلون له امله په لسو زیانمنونکو هېوادونو کې دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي (يوناما) وايي، دغه هېواد د اقليمي بدلون له اغېزو سره د مبارزې لپاره د لسو تر ټولو زيان منونکو او هغو هېوادونو په ډله کې دی چې په دې برخه کې لږ چمتووالی لري.

دغې ادارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره له نړيوالو غوښتي چې د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پر ځای په زيانمن افغانستان کې عملي ګامونه واخلي ځکه په وينا يې اقليمي بدلون په دې هېواد کې د ميليونو کسانو پر ورځني ژوند اغېز کړی دی.

يوناما دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د متحده عربي امارتو په دوبۍ کې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په موخه د کاپ ۲۸ په نامه غونډه روانه ده.

د يوناما د اعلاميې له مخې نژدې ۲۰ ميليونه افغانان د خوړو خونديتوب له بېړنۍ يا بحراني کچې سره مخ دي چې د پرلپسې درېيم کال وچکالۍ، اقتصادي فشارونو، طبيعي ګواښونو، دوو ويجاړونکو زلزلو تر څنګ اقليمي بدلون په افغانستان کې د روغتيا، بېوزلۍ او کډوالۍ برخه کې منفي اغېزې نورې هم زياتې کړې دي.

د يوناما په اعلاميه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د دې ادارې د مشرې زوزا اوتونبایوا له خولې ويل شوي، ټول اړخونه بايد په غیر سياسي او رغنده توګه د افغانانو د ګټو لپاره کار وکړي.

د روزا اوتونبایوا په وينا، افغانستان کې "دا وضعیت د دوام وړ نه دی".

د يوناما مشرې دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې له افغانستانه کوم استازې دغې غونډې ته نه دی وربلل شوی.

وړاندې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر واک لاندې د چاپېريال ساتنې ادارې يوه خبرپاڼه کې ويلي وو، سره له دې چې افغانستان د اقليمي بدلون له امله له سختو "ننګونو" سره مخ دی خو بيا هم دغې مهمې ناستې ته د دوی استازي نه دي وربلل شوي.

په اعلاميه کې راغلي وو، "د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان زيانمنتيا به د خلکو اقتصادي او ټولنيز وضعيت نور هم خراب کړي... او ان بشري ناورین به رامنځته کړي."

افغانستان يو له هغو هېوادونو بلل کېږي چې د اقليمي بدلون له امله ډېر اغېزمن شوی، ګڼې سيمې يې وچکالۍ ځپلې او کمسارو سېلابونو هم ډېر زيانونه اړولي دي.


د اقليمي بدلون سره د مبارزې سرمشریزه کاپ ۲۸ کې له شلو زیاتو هېوادونو له نړیوالې تودوخې سره د مبارزې د موخو پوره کولو لپاره د دری برابره اټومي انرژۍ د زياتوالي غوښتنه کړې ده.

د امریکا د اقلیمي چارو ځانګړي استازي جان کري ویلي، دا یو ساینسي حقیقت دی چې که غواړو د شلمې پېړۍ تر نیمايي پورې د کاربن تولید او بېرته جذب کچه برابره شي نو اټومي ځواک ته به اړتیا وي. خو ځینو ګوتنیوونکو دغه کار خطرناکه بللی دی.

تر دې مخکې د امریکا، چین او برازیل په ګډون ۱۳۴ هېوادونو هوکړه کړې وه چې له چاپېریالي بدلون سره د مبارزې لپاره په خپلو ملي پلانونو کې د خوړو او کرنې برخو کې د شین کوريزو غازونو تولید ته پام وکړي.

د اقليمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو غونډې (کاپ ۲۸) ته له ۲۰۰ د ډېرو حکومتونو استازې وربلل شوې دغه غونډه چې د نومبر په ۳۰ پيل شوې د ډسمبر تر ۱‍۲ به دوام وکړي.