عمران خان د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له ریاست څخه ګوښه شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مقاماتو د شنبې په ورځ ډسمبر دوهمه (لیندۍ ۱۱) وویل چې ددې ګوند مشر پخواني صدراعظم عمران خان د ګوند له مشرۍ څخه ګوښه کړای شوی دی.

عمران خان چې د ګڼو تورونو سره مخ او دا مهال په زندان کې دی، وایي دا کار ددې لپاره شوی چې د راتلونکي کال په ټاکنو کې د هغه د ګډون مخنیوی وشي.

عمران خان په ۱۹۹۶ کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) ګوند تاسیس کړ، د ګوند د جوړولو یو کال وروسته یې په ټاکنو کې د پارلمان یوه څوکۍ هم ونه ګټله، خو ګوند یې په چټکۍ سره وده وکړه او د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې د رایو له ګټلو وروسته په ملي اسمبلۍ کې ترټولو لوی بلاک شو او عمران خان یې د صدارت څوکۍ ته ورساوه.

عمران خان تېر کال په پارلمان کې پداسې حال کې د بې باورۍ له رايې سره مخ شو چې ددې هیواد دوو سترو ګوندونو سره د واک د ویشلو لپاره بیساری ایتلاف وکړ او هغه یې له واکه لرې کړ. د پاکستان د تاريخ په ډېره برخه کې کله چې پوځي حکومت نه و، دغو دوو ایتلافي ګوندونو پر دې هیواد حکومت کړی دی.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یو مقام وویل، عمران خان، چې د اګست د میاشتې راهیسې بندي دی او د دولتي اسنادو د افشا کولو د تور په ګډون په څو قضیو کې محاکمې ته انتظار باسي، د ګوند له مشرتابه څخه لرې کړای شو او پر ځای یې ګوهر خان، چې له عمران سره تړاو نه لري، د ګوند د رئیس په توګه وټاکل شو.

دا بدلون وروسته له هغه رامنځته شو چې د پاکستان د ټاکنو کمیسیون تیره میاشت د پاکستان تحریک انصاف ګوند ته خبرداری ورکړ چې دوی ښایي خپله انتخاباتي نښه - د کرکټ بیټ - له لاسه ورکړي که چیرې د ګوند د مشرتابه د ټاکلو لپاره داخلي رایې ګیري ونه کړي.

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، په داسې یو هیواد کې چې د لویانو د سواد کچه یوازې ۵۸ سلنه ده، ټاکنیز نښان خورا مهم دي.

عمران خان، د کرکټ یو پخوانی نړیوال لوبغاړی دی چې په ۱۹۹۲ کې یې د نړیوال جام د ګټلو په ترڅ کې د پاکستان د ملي ټیم کپتاني کړې وه پداسې حال کې چې په زندان کې دی د ګوند په ټاکنو کې له ګډون څخه منع شوی و.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د رسنیو ویاند سید ذوالفقار بخاري وویل: "دا یو موقتي انتظام دی."
پي ټي ای د پراخ کړکېچ په وړاندې مبارزه کوي، د ګوند مخکښ شخصیتونه یا زنداني شوي یا د ګوند پریښودو ته اړ شوي دي.

د سویلي آسیا په دې هیواد پاکستان کې سیاستوال اکثرا په هغو قانوني کړنو کې ښکیل وي چې د حقونو د څارونکو په وینا د ځواکمن پوځ لخوا تنظیم شوي وي. پاکستان د خپل تاریخ له نیمایي څخه ډیر په مستقیم ډول د پوځ له خوا اداره شوی او پوځ د لوی ځواک څخه ګټه پورته کوي.

د سیاسي چارو کارپوه حسن عسکري رضوي د شنبې په ورځ فرانس پرس ته وویل: "د تحریک انصاف یو ملاتړی به د عمران خان لپاره انتخاباتي نښان ته رایه ورکړي." د هغه په وینا "عمران خان د تحریک انصاف د ګوند معنوي مشر پاته کیږي."