ملګري ملتونه: له پاکستانه د افغانانو ایستلو بهیر د بشري ناورین خطرناک وضعیت رامنځته کړئ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له پاکستان څخه د سلګونه زره افغان کډوالو د ایستلو چټکه لړۍ داسې مهال روانه ده چې له وړاندې افغانستان کې لویه برخه خلک لاسنیوي ته اړتیا لري او را روان ژمي په دې اړه اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي.

که څه هم پاکستان له وړاندې له نړیوال ادارو غوښتي چې په دوی دې نور فشار نه راوړي خو تازه ملګرو ملتونو ویلي، د کډوالو ایستلو دا چاره به افغانستان کې بشري ناورین نور هم سخت کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی ډنيل انډرېس په خپلو تازه څرګندونو کې وایي هره ورځ زرګونه کسان له پاکستانه را ستنېږي چې دوی يې په لوړه کچه له فشار سره مخ کړي.

نوموړی وايي، "تر ټولو لویه ننګونه پرته له شکه دا ده چې څنګه سلګونه کلي چې دا خلک ورځي هغوی ته په کې د اوسېدو ځای او نور مشکلات حل شي، په دې ژمي کې دوی له ډېر سخت حالت سره مخ کېدونکي دي، روان بهیر دلته د بشري ناورین ترټولو نازک وضعیت رامنځته کړی دی. "

ښاغلی انډرېس وايي، "موږ په دې کچه لویه ستنېدنه بل ځای نه ده لېدلې او دا کار په همدې لویه کچه غبرګون ته اړتیا لري."

نوموړي له مرستندویه هېوادونو او بنسټونو غوښتي چې د راستنو شویو افغانانو لاسنیوي لپاره خپل ملاتړ او مرستې ډېرې کړي.

ملګري ملتونه داسې مهال د ډېرو مرستو غوښتنه کوي چې تازه اروپايي ټولنې له افغانانو سره د نژدې ۱۴۳ ميليون يورو نورې بشري مرستې اعلان کړې دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازې رافایلا یودیچه په یوه ویډیویي پيغام کې وایي چې دغه ټولنه به د افغان نارينه وو، ښځو او ماشومان ملاتړ روان ساتي.

ملګري ملتونه وایي تر اوسه له ۳۸۰ زره ډېر کډوال ستانه شوي او پاکستان پتېلې چې د ستنوونکو کډوالو شمېر به یو اعشاریه ۷ میلیونو ته ورسوي.