مولوي یعقوب: مخالفان دې زموږ په اړه د 'پوچ' ویلو پر ځای 'هېواد ته راشي'

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مولوي یعقوب چې د طالبانو د خوځښت بنسټګر ملا محمد عمر زوی دی، وايي "هغه کسان چې د هېواد د امنیت خرابۍ لپاره یوې او بلې خوا ته ډلې ډلې ګرځي، یوې او بلې خوا ته پوچ او رد وايي، ټولو ته مو دا پیغام دی، چې خپل هېواد ته دې راشي."

د طالبانو حکومت دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد وايي، د دوی د حکومت مخالفان دې بهر کې له غونډو او څرګندونو لاس واخلي او د نوموړ‌ي په ټکو افغانستان ته دې ورستانه شي.‌

نوموړي دغه څرګندونې د خپلو "ځانګړو ځواکونو" د فراغت یوه غونډه کې کولې.‌

که څه هم ښاغلي یعقوب په ځانګړي ډول د کوم پخواني چارواکي او یا هم د خپلو مخالفانو نوم یاد نه کړ،‌ خو داسې ښکاري چې اشاره به یې په مسکو کې د ځینو پخواني چارواکو یوې غونډې ته وي چې د روسیې حکومت د یوه مخالف ګوند په بلنه تېره اوونۍ جوړه شوې وه.

په دغه ناسته کې د ملي مقاومت په نامه د ټلوالې مشر احمد مسعود په افغانستان کې د نظام جوړښت لپاره "د ټولپوښتنې" غوښتنه کړې وه.

مولوي یعقوب چې د طالبانو د خوځښت بنسټګر ملا محمد عمر زوی دی، وايي "هغه کسان چې د هېواد د امنیت خرابۍ لپاره یوې او بلې خوا ته ډلې ډلې ګرځي، یوې او بلې خوا ته پوچ او رد وايي، ټولو ته مو دا پیغام دی، چې خپل هېواد ته دې راشي."

نوموړی ټینګار کوي چې د دوی د حکومت مخالفانو "بې ځایه تبلیغات" او "څرګندونې" کټه نه لري.

د مسکو په ناسته کې ښاغلي مسعود د طالبانو پر حکومت نیوکې کړې وې چې د نوموړي په ټکو د ټولنې نیمايي وګړي یې له لیک لوسته لېرې ساتلي دي.

اوس څه باندې ۸۰۰ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي او پوهنتوني نجونې هم زدکړو ته نه پرېښودل کېږي.

په تاجیکستان هم ځینو پخوانیو چارواکو تېره اوونۍ د طالبانو حکومت پرضد د یوه بنسټ په غونډه کې څرګندونې کړې وې.

طالب ویاندویان د دغه ډول غونډو په اړه له غبرګونونو ډډه کوي، خو د ښاغلي یعقوب په څیر ځینې مشران یې بیا کله نا کله په ویناوو کې یادونه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هم د مسکو غونډې ته غبرګون کې ویلي و، چمتو دي په کور دننه له خپلو مخالفانو سره خبرې وکړي.

نوموړی زیاته کړې وه،‌ "د دې پر ځای چې په مسکو کې کېنې، دلته دې راشي او موږ حاضر یوو له دوی سره کېنو، خبرې سره وکړو او د تفاهم له لارې مشکل سره حل کړو."

خو د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده مخکې ویلي و، پخوانیو چارواکو ته په حکومت کې ونډه نه شي ورکولای خو د عادي وګړو په ډول ژوند کولای شي.

د طالبانو عدلیې وزارت په افغانستان کې د ګوندونو فعالیت "غیرشرعي" بللی او هیچا ته د سیاسي فعالیت اجازه نه ورکوي.

د مسکو په ناسته کې د طالبانو مخالفو مشرانو ویلي، که د طالبانو حکومت خبرو ته نه ورسره کېني، "مجبور دي جګړې ته لاس کړي."

د طالبانو دفاع وزیر په خپلو څرګندونو کې دا نه دي ویلي، چې که مخالفان یې ورستانه شي، خبرو ته ورسره کینې او کنه؟

خو د طالب مشرانو پخوانیو خبرو ته په پام،‌ مخالفان یې په افغانستان کې یوازې د عادي وګړو په څېر ژوند کولو ته بلل کېږي او په سیاست د ونډې اخیستو اجازه نه ورکول کېږي- داسې څه چې پخواني چارواکي او سیاستوال یې نه مني.‌