طالبان: په ډهلي کې د افغاتستان سفارت بیا پرانستل شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

طالبان وايي چي په ډهلي کي يې د افغانستان سفارت بيرته پرانيستی دی. هند په دې اړه تر اوسه پوري څه نه دي ویلي. څو ورځې وړاندې په هند کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ، چې په ډهلي کې په دایمي توګه خپل فعالیت بندوي.

په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان له ملي تلویزیون سره، چې د طالبانو په کنټرول دی، په یوه مرکه کې وویل، چې په ډهلي کې د افغانستان سفارت بیا پرانستل شوی او په راتلونکو دوو ورځو کې به د مراجعینو له پاره خدمات هم پیل کړي.

هغه وويل چې د هند په ممبۍ او حیدراباد کې د افغانستان جنرال قونسلان ډهلي ته رسېدلي دي او سفارت یې بیا پرانستلی دی: «په ممبۍ او حیدراباد کې موږ قونسلګرۍ لرو، هغه دواړي فعالې دي او د بهرنیو چارو له وزارت سره په تماس کې دي. هره ورځ کونسل خدمات وړاندې کوي. همدا اوس زموږ د ممبۍ او حيدراباد قونسلان، دواړه په ډهلي کې دي، په سفارت کې دي، ما ورسره په تیلفون خبرې وکړې، سفارت یې بېرته خلاص کړی دی.»

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شیرمحمد عباس ستانکزید طالبانو بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شیرمحمد عباس ستانکزی
ستانکزی وایي، په ممبی او حیدراباد کې افغان قونسلان د سفارت د تخنیکي برخې په ارزونه بوخت دي چې تر راتلونکو دوو او دریو ورځو پوري به په ډهلي کې د افغانستان سفارت د مراجعینو له پاره هم خدمات  پیل کړي.

څو ورځې وړاندې په ډهلي کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ چې د هند حکومت او د طالبانو ادارې د فشارونو له امله په دغه هېواد کې په دایمي توګهخپل فعالیت بندوي.

سفارت په یوه اعلامیه کې چې په ډهلي کې د افغانستان سفارت له رسمي فیسبوک پانې خپره شوې وه، لیکلي ول چې د هند حکومت د افغان ډیپلوماټانو ویزې تمدید نه کړې او دغه راز یې ورسره هر راز همکاري درولې ده: «له بده مرغه، له اتو اونیو انتظار سره سره، د ډیپلوماټانو ویزې تمدید نه شوې او د هند حکومت په چلند کې بدلون رانغی، د طالبانو او هند حکومت له خوا پرله پسې فشارونو سره چې له کنټروله وتلي وو، سفارت له یوه ستوونزمن حالت سره مخامخ کړ.»


په بهر کې یو لوړ پوړي افغان ډیپلوماټ چې سفارت یې په کابل کې د طالبانو ادارې سره په تعامل کې دی، دویچه ویله ته تائید کړه چې هند له کابل سره منلې ده، چې په ډهلي کې د افغانستان سفارت بیا پرانیزي.

دغه ډیپلوماټ چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، وایي چې هند د طالبانو له ادارې سره له کابله د نويو ديپلوماټانو ورلیږل نه دي منلي: «زما معلومات دا دي، چې هند له کابل سره منلې ده چې سفارت دې پرانیزي، خو له کابل څخه به دیپلوماټان نه ورلیږل کیږي او په هند کې له شته دیپلوماتانو سره به سفارت فعاله کیږي. هند ته دا مهمه ده او نه غواړي چې په ډهلي کې د افغانستان سفارت وتړل شي.»