ایران: افغان کډوالو ته پیژند پاڼې ویشل کیږي؛ بې اسنادو کډوال باسو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي چې په دغه هیواد کې میشتو افغان کډوالو ته پیژند پاڼې ویشل کیږي او کوم افغان کډوال چې دغه هیواد ته په غیرقانوني ډول ورځي هغوی به بیرته خپل هیواد ته ستانه کړای شي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې احمد وحیدي ویلي چې د طالبانو د حکومت سره په مشوره په دغه هیواد کې د اوسیدانې د قانوني اسنادو لرونکو کډوالو لپاره به د "یکتا" په نوم پيژند پاڼې وویشل شي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر د نومبر۲۹ (لیندۍ اتم) خبریالانو سره د خبرو پرمهال ویلي: "د کډوالو د تنظیمولو طرحه په دوو پړاونو کې کې ده، یعنی هغه ډله افغانان چې جواز لري او هغه ډله چې زمونږ په هیواد کې د اوسیدلو جواز نلري. د همدې له امله هغوی چې زمونږ په هیواد کې د اوسیدلو جواز نلري باید بیرته ستانه کړای شي، خو هغوی چې جواز لري کیدای شي د کار جواز ولري یا اقتصادي او د پانګې اچونې فعالیت ولري، باید د پلان شويو چوکاټونو پر اساس چې د عملي کیدو په حال کې دي لازم اقدامات ترسره شي".

د ایران د کورنیو چارو وزیر د چهارشنبې د ورځې ناوخته نومبر۲۹ (لیندۍ اتم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ۴۰۰ زره د قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوال خپل هیواد ته استول شوي دي، خو ددغو کډوالو یو شمیر یې بیرته ایران ته تللي دي.

ښاغلي وحیدي ویلي: "مونږ د هغوی [افغان کډوالو] د بیرته ستنیدلو د مخنیوي لپاره قوانین نلرو. باید دا مسله حل شي او دا کار قانون ته اړتیا لري".

د ایران د کورنیو چارو د وزیر د څرګندونو له مخې اوس مهال په ایران کې پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، خو هغه دا نه دي ویلي چې ددغه شمیر څومره یې د قانوني اسنادو لرونکي کډوال دي او څومره نور یې د قانوني اسنادو نلرونکي دي.

دمخه ایراني چارواکو ویلي و چې نږدې یو میلیون افغان کډوال په دغه هیواد کې د کډوالۍ په قانوني اسنادو او د همدې شمیر څخه یو څه زیات نور د افغانستان په پاسپورټونو د ایران په اوږدمهاله ویزو په دغه هیواد کې ژوند کوي.

ایراني چارواکو له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې پاکستان څخه افغانستان ته د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ستنیدلو بهیر دوام لري.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د شمیرنو له مخې د لیندۍ د لومړۍ ورځې څخه اتمې ورځې پورې شاوخوا اته زره افغان کډوال په جبري ډول له ایران څخه خپل هیواد ته شړل شوي دي.

ایران چې افغانستان سره شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره سرحد لري اوس مهال په نړۍ کې تر ټولو په زیات شمیر د افغان کډوالو کوربه دی.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان وايي چې اوس مهال په ایران کې ۴.۵ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي. دغه سازمان د ۲۰۲۳ کال په راپور کې ویلي چې هغه افغان کډوال چې له ایران څخه ایستل کیږي شمیر یې د هغو افغانانو پرتله چې دغه هیواد ته ورځې زیات دی.