د اوکرایین د پوځي استخباراتو ادارې د مشر ښځه مسمومه شوې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د اوکرایین د پوځي استخباراتو ویاند بي‌بي‌سي ته ویلي، چې د دې ادارې د مشر 'جنرال کیریلو بودانوف' ښځه 'ماریانا بودانوا' د درنو فلزاتو په وسیله مسمومه کړای شوې ده.

اندري یوسوف وايي‌، د دې ادارې په څو نورو کارکوونکو کې هم د مسمومیت نښې لیدل شوې، خو هغه د دغو کسانو دقیق شمېر نه دی ښودلی.

اوکرایيني رسنیو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، چې ایا په دغه مشکوک برید کې به روسیه ښکیله وي که څنګه.

همدا راز په دې اړه هم څه نه دي ویل شوي، پخپله ښاغلی بودانوف دې هم په نښه شوی وي.

د اوکرایین په دفاع وزارت کې د استخبارتو عمومي ریاست (ډي‌ای‌یو) چې جنرال کیریلو بودانوف یې مشري کوي، د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې د جګړې له پیل راهیسې د روسي ځواکونو خلاف د ګڼو پوځي عملیاتو په پلانونو او ترسره کولو کې مخکښ رول لوبولی دی.

ډیوېډ کمرون د بهرنیو چارو وزیر په توګه په لومړي ځل اوکرایین ته په سفر تللی

مخکې د اوکرایین یوې استخباراتي‌ سرچینې بي‌بي‌سي‌ ته ویلي وو چې اغلې بودانوا تر ناجوړېدو وروسته روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

د هغې د مشکوک مسمومیت خبر لومړی ځل سې‌شنبه بابېل خبري ویب‌پاڼې خپور کړ.

دغه ویب‌سایټ د اوکرایین د استخباراتي سرچینو په حواله لیکلي وو چې د اغلې بودانوا د درملنې کورس په بشپړېدو دی او دا چې وضعیت یې د ډاکترانو لخوا څارل کېږي.

رپوټونه وايي د اوکرایین د استخباراتو د مشر ښځې ته په غالب ګومان زهرجن خواړه ورکړ شوي دي‌.‌

د ماریانا بودانوا په اړه ویل کېږي چې په ۱۹۹۳ کال کیېف کې زېږېدلې او په روانپوهنه کې ماسټري لري.

هغې وروسته سیاست ته مخه کړې او یو څه موده د کیېف د ښاروال سلاکاره وه.‌

کیریلو
نوموړې په ۲۰۲۲ کال یوه مرکه کې ویلي چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ یې د کیېف په پوځي روغتون کې د رضاکارې په توګه کار کړی دی.

جنرال بودانوف چې ۳۷ کلن دی، 'وار زوون' ویب‌پاڼې ته ویلي چې دی او ښځه یې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې د امنیتي ملحوظاتو له کبله د نوموړي دفتر کې اوسي.

د اوکرایین د پوځي استخباراتو ویاند څه موده وړاندې یوه مرکه کې ویلي وو چې تر اوسه د جنرال بودانوف د وژلو تر لسو ډېرې ناکامه هڅې شوې دي.