حماس او اسرائیل د اوربند غځولو او د یرغمل او بندیانو خوشې کولو ته لیوال دي - سرچینې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د حماس او اسرائیل ترمنځ د مذاکراتو په اړه باخبرو سرچینو ویلي چې دواړه لوري د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۹ (لیندۍ اتمه) د اوربند په غځولو غور کوي، چې په کې د یرغملو د خوشې کولو پدې پړاو کې نارینه یرغمل شوي کسان او اسرائیلي پوځیان هم شامل دي.

له دې وړاندې، قطري مرکچيانو د حماس له چارواکو سره کتلي وو چې د اوربند د غځولو او اړوندو شرایطو په اړه د هغوی لیوالتیا وارزوي. ددغو تماسونو په هکله یوې باخبره سرچینې د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې حماس غواړي اوربند د څلورو ورځو لپاره وغځوي او دا ډله به د اسرائیل له زندانونو څخه د فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې نور اسرائیلي یرغمل شوي کسان هم خوشي کړي.

د حماس او اسرائیل ترمنځ اوربند چې لومړی د څلورو ورځو لپاره نافذ شو او بیا د نورو دوو ورځو لپاره وغځول شو، ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ د نومبر په ۳۰ مه نیټه پای ته ورسیږي. په تېرو شپږو ورځو کې حماس ۶۰ یرغمل شوي او اسرائیل ۱۸۰ فلسطینیان خوشي کړي دي. تمه کیږي چې نور زیات اسرائیلي یرغمل شوي کسان او فلسطیني بندیان به د چهارشنبې په ورځ خوشې شي.

د امریکا او اسرائیل د استخباراتو مشرانو د سه شنبې په ورځ په دوحه کې د قطر له صدراعظم سره وکتل چې د اوربند د نوي پړاو او د یو دوامداره اوربند په اړتیا خبرې وکړي.

یو امریکايي مقام چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو مشر ویلیم برنز له خپل اسرائیلي سیال او د قطر له صدراعظم سره "د اسرائیل او حماس د جګړې او د جګړې او د یرغملو د برخلیک په اړه خبرې کړې دي."

قطر چې د حماس څو سیاسي مشران په کې میشت دي، د اسرائیل او حماس ترمنځ د خبرو منځګړیتوب کوي او امریکا او مصر د قطر د هڅو ملاتړ کوي.

د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد الانصاري د سه شنبې په ورځ په دوحه کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د مذاکره کوونکو هدف دا دی چې «یو تلپاتې اوربند ته ورسیږي چې د نورو خبرو اترو او بالاخره د دې جګړې د پای ته رسولو سبب شي.»

په تېرو شپږو ورځو کې د اوربند هوکړه د حماس او اسرائیل ترمنځ د خونړۍ جګړې د پای ته رسېدو لامل شوې ده. حماس ډلې د اکټوبر په اوومه پر اسرائیل برید وکړ او ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ یې یرغمل کړل.

د دې برید په غبرګون کې، اسرائیل پر غزې چې د حماس ډلې تر کنټرول لاندې ده، هوايي او ځمکني بریدونه وکړل، چې د حماس د چارواکو په وینا، په کې تر ۱۵ زرو ډېر فلسطینیان چې ډېرې یې ښځې او ماشومان وو، ووژل شول.