بشري حقونو څار سازمان: د پاکستان بد چلند افغان کډوال له هغه هیواد څخه وتلو ته اړ کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، پاکستاني مقامات په دې هیواد کې له افغان کډوالو سره په پراخ ناوړه چلند، کډوال مجبوروي چې افغانستان ته ستانه شي.

د بشري حقونو دغه سازمان د پاکستان پولیس د افغان ښځو او نجونو په جنسي ځورونې تورن کړي او ویلي یې دي چې په ځینو مواردو کې پاکستان ته کډوالې شوې افغانې ښځې او نجونې حتی د دغه هېواد د پولیسو له خوا په جنسي تیري ګواښل شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان په اعلامیې کې پولیس او د پاکستان نور بنسټونه تورن شوي چې په ډله ییزو نیونو، د ملکیتونو او مواشي په ضبطولو او د افغان مهاجرو د شناختي کاردونو په له منځه وړلو سره هغوی له پاکستان څخه باسي.

د بشري حقونو دغه سازمان ویلي، چې پاکستاني پولیس د شپې له خوا د افغان کډوالو پر کورونو بریدونه کوي، هغوی وهي ډبوي او بیا یې بندیان کوي. د بشري حقونو د دغه سازمان په وینا، د بلدوزرونو په مرسته د افغان مهاجرینو د کورونو د ویجاړولو سربیره، پاکستاني پولیس افسران له افغان مهاجرینو رشوت اخلي او د هغوی ګاڼې او نورې شتمنۍ ضبطوي.

د اکتوبر په لومړیو کې، پاکستان د ۱.۷میلیون افغانانو په ګډون پدې هیواد کې ټولو د اوسیدنې د قانوني اسنادو نه لرونکو وګړو د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې وخت ورکړی و چې په خپله خوښه له دې هیواد څخه ووځي، که نه نو دوی به ونیول شي او په زوره به ویستل شي.

د طالبانو د حکومتي چارواکو او پاکستاني چارواکو د شمېرو له مخې په تېرو څو اوونیو کې څه باندې ۴۰۰ زره افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت د نړیوالې ادارې د شمیرو له مخې په تیرو څو اونیو کې شاوخوا ۹۲ سلنه افغانان چې له پاکستان څخه وتلي وایي چې د پاکستاني چارواکو له خوا د نیول کیدو له وېرې له دې هېواد څخه وتلو ته اړ شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ادعا کړې چې د پاکستاني چارواکو دا ټول ناوړه چلند د افغان کډوالو د جبري شړلو د کمپاین یوه برخه ده.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د اسیا د څانګې مشرې ایلین پیرسن د پاکستاني چارواکو له خوا له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې او له امریکا، بریتانیا، جرمني او کاناډا یې غوښتي چې په افغانستان کې د هغو افغانانو د بیا مېشتېدو بهیر چټک کړي چې په پاکستان کې له ګواښ سره مخامخ دي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د بشري حقونو د څار ډلې د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې د پاکستان د پولیسو لوړ پوړو چارواکو له امریکا غږ سره په خبرو کې د پاکستاني پولیسو له خوا له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه رد کړي وو.

د پاکستان د حکومت لوړ پوړو چارواکو ویلي، که پاکستاني پولیس افسران له افغان کډوالو سره په چلند کې کومه سرغړونه وکړي، سزا به ورکړل شي.

د پاکستاني پولیسو له خوا له افغان مهاجرینو سره د ناوړه چلند په اړه د رسنیو او د بشري حقونو د سازمانونو له خوا د ګڼو راپورونو له خپریدو سره سره، تر اوسه کوم پاکستاني پولیس په وړاندې له افغانانو سره د ناوړه چلند په اړه د مجازاتو او یا قانوني چلند په اړه کوم خبر نه دی خپور شوی.

د پاکستان حکومت ادعا کوي چې په دغه هېواد کې په زياتېدونکي تاوتريخوالي کې افغان کډوال لاس لري، خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مقاماتو دغه ادعاوې رد کړې او ويلي يې دي چې پاکستان بايد د خپلې امنيتي ناکامۍ پړه د افغانانو پر اوږو وانچوي.