یونیسکو وايي، افغانستان کې یې پښتو ویونکو میندو او پلرونو ته د سواد زدکړې "انلاین" کورسونه پيل کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ملګرو ملتونو کلتوري‌ او علمي اداره یونيسکو وايي، په افغانستان کې یې پرلیکه یا انلاین بڼه پښتو ویونکو میندو، پلرونو او د هغوی کورنیو ته د سواد زدکړې نوي کورسونه پیل کړي دي.

د دغه بنسټ په وینا، د څلورو لسیزو جګړې، طبیعي پېښو او بې‌وزلۍ د افغانستان تعلیمي نظام سخت ځپلی چې له کبله یې په دغه هېواد کې د نړۍ په کچه د لوستو ځوانانو او لویانو شمېر خورا کم دی.

یونیسکو وايي چې د افغانستان یوازې ۴۷ سلنه ځوانان چې عمرونه یې له ۱۵ تر ۲۴ کلنۍ دي، لیک لوست کولای شي خو د لوستو لویانو کچه بیا ایله ۳۱.۴ فیصده ده.

همدا راز یې ویلي چې د دغه هېواد یوازې ۱۷ سلنه ښځې د لیک لوست جوګه دي.

د ملګرو ملتونو دغه فرهنګي او علمي بنسټ وايي چې د دغو انلاین کورسونو پر مټ به د کورنۍ لویان او ماشومان ټول د خپلو ورځنیو کارونو تر څنګ د سواد زدکړې کورسونو کې ګډون وکړای شي او په خپلو کورونو کې دننه به په روزنیزو چارو کې ښکېل شي.

یونیسکو د دغو "پرلیکه کورنیو ټولګیو فورم" جوړ او خپور کړی چې د کورنۍ غړي ځانونه پکې راجستر کولای او هلته له شته درسي موادو ګټه اخیستلی شي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان داسې مهال په افغانستان کې په ځانګړي ډول د لویانو او ښځو د لیک لوست د کچې د ټيټوالي او ورته د انلاین روزنیزو کورسونو جوړولو خبره کوي چې د طالبانو حکومت تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو، لیسو او پوهنتونونو ته نه پرېږدي.

که څه هم واک ته له رسېدو سره د طالبانو حکومت د ښوونځيو بندښت "لنډمهاله" بللی و خو اوس پرې څه باندې ۸۰۰ ورځې یا دوه کاله اوړي.

همدغه بندیزونه د دې لامل شول چې په وروستیو دوو کلونو کې په کور دننه او بهر بېلابېل بنسټونه او د زدکړو فعالان په ځانګړي ډول د نجونو لپاره پرلیکه ټولګي او روزنیز کورسونه جوړ کړي.

که څه هم دغه نوښت حالاتو ته په کتو یو مناسب بدیل وګڼل شو خو د ځينو په باور، هغومره ګټور نه دي چې په کار ده.

ځکه چې په افغانستان کې که یو خوا انټرنټ ډېر قیمته دی نو بلخوا یې د کېفییت هم خونده نه شته او تر لویو ښارونو هاخوا په لرو پرتو ځينو سیمو کې خو بیا انټرنټ ته لاس‌رسی کله ناممکن او کله هېڅ د کار نه دی.

په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا کمښت او نشتوالی هم د پرلیکه زدکړو پر وړاندې بل لوی خنډ بلل کېږي.

نو مالومه نه ده چې د یونیسکو له لوري به دغه پرلیکه بڼه کورسونه څومره ګټور ثابت شي او څومره کورنۍ به ورته لاس‌رسی ولرلی شي.