د کډوالو د شړلو پرېکړې پاکستان کې سوداګري ټکنۍ کړې - افغان سوداګر

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د پاکستان په پایتخت اسلام اباد او پېښور ښار کې ځینې افغان سوداګر وايي، د افغان مهاجرو د شړلو پرېکړې د دوی کاروبار ۷۵ سلنه ټیټ کړی دی.

د پېښور په بورډ مارکېټ کې د افغان سوداګرو مشر نقيب باچا وايي، د پوليسو د چاپو له امله په مارکېټ کې د پېرودونکو شمېر کم شوى، چې له امله يې سوداګري ۷۵ سلنه راکمه شوې ده.

سيد نقيب باچا امریکا غږ ته وویل. "بازارونو ته د پوليس مشران، کمیشنر، د کمشنر مرستيال او نورې ډلې راځي او د هر دوکاندار، منشي او نورو څخه کارتونه غواړي. دې کار زموږ په سوداګرۍ بد اغيز کړې. زموږ بازار راټيټ شوى. دلته يو ډار خور دى چې له کبله يې اخيستونکي هم ډاريږي."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، تراوسه شاوخوا ۴۰۰ زره افغان کډوال له پاکستان څخه هېواد ته په زور ستانه شوي دي. پاکستان د اکتوبر د میاشتې په پیل کې ۱.۷ میلیون بې اسنادو کډوالو ته خبرداری ورکړ چې د میاشتې ترپایه له دغه هېواد څخه ووځي که نه په زور به وایستل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو وروسته، شاوخوا ۶۰۰ زره افغانان پاکستان ته کډه شوي وو.

یو شمېر دغه افغانانو چې په اسلام اباد او د پاکستان په نورو ښارونو کې دوکانونه پرانیسي، وايي د افغان کډوالو د ايستلو پرېکړې د دوی کاروبارونه اغېزمن کړي دي.

په اسلام اباد کې افغان سوداګر سلیم خان امریکا غږ ته وویل: "دا د مهاجرينو چې څه ستونزې دي، د دې له کبله مو کاروبار خراب دى، بهر ته تګ لرم خو ويزه مې له منځه تللې چې ورسره د پوليس جنجال سره مخ يم، د کډوالو ستونزې زښته ډيرې دي."

په اسلام اباد کې بل افغان سوداګر محمد نعيم عظيمي وویل: "په پاکستان کې چې د کله نه د افغانانو د ايستلو لړۍ روانه ده، زموږ سوداګري تر ۶۰ سلنه راټيټه شوې ده. دې پريکړې خلک له ډار سره مخ کړي، څوک نه راځي چې له کبله یې زموږ کاروبار ته زيان رسيدلى دى."

په پېښور کې هم افغان سوداګر وايي د مهاجرو د شړلو پريکړې د دوی سوداګري ټکڼۍ کړې ده.

سبحان الله چې په پېښور کې ژمني لباسونه او نور توکي پلوري وايي، ټول توکي يې د تېر کال دي او تر اوسه يې نوي توکي نه دي راوړي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "مخکې به موږ نورو ښارونو ته تللو خو سږکال د روانو حالاتو له کبله موږ نوى مال نه دى راوړى. چا سره چې کارت نه وي هغه خو نه راځي خو کارت لرونکي هم له ډاره نه راځي، د ژمې دا درې مياشتې زموږ د کاروبار فصل دى خو بيا مو هم کاروبار په ټپه ولاړ دى."

د نړيوالې ټولنې او سياسي فعالانو له مخالفت سره سره، اسلام اباد د کډوالو د ايستلو پر خپله پرېکړه کلک ولاړ دى او غواړي چې د دې کال تر پایه پورې يو ميليون بې اسنادو افغان کډوال وشړي.