د افغانستان د اوسني ‌او اینده وضعیت په اړه د هرات امنیتي غونډه په تاجیکستان کې وشوه 

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د تاجیکستان په پلازمینه دوشنبه کې د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۷ (لیندۍ شپږمه) د «هرات امنیتي غونډه/ډیالوک» وشوه. غونډه د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز له لوري بلل شوې وه.

د غونډې د تنظیم کوونکو په وینا، په غونډې کې د ۱۵۰ او ۲۵۰ ترمنځ خلکو ګډون کړی و چې د نړیوالو سازمانونو استازي، د امریکا او اروپايي پخواني دپلوماتان په کې وو. دوی وايي چې له طالبانو څخه یې هم غوښتي وو چې دې غونډې ته خپل استازي واستوي، چې په خبره یې هغوی دا کار ونکړ.

د افغانستان د ملي امنیت د پخواني مشر رحمت الله نبیل او د بهرنیو چارو د پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا په ګډون د طالبانو د حکومت لسګونو مخالفو څېرو هم په دې غونډې کې برخه اخیستې وه.

رنګین دادفر سپنتا په خپلو خبرو کې وویل چې «د افغانستان د اسلامي جمهوريت له سقوط او طالبانو ته یې له سپارل کېدو» وروسته طالبانو خپل «بدوي استبداد» روان ساتلی دی. هغه وویل: «زموږ د خلکو مبارزه روانه ده او د عدالت او ازادۍ تر راتګ پورې به روانه وي.»

په غونډه کې همدغه راز ځینو پښتنو پاکستاني سیاستوالو محسن داوړ، افراسیاب خټک او بشرا ګوهر هم په دې غونډې کې برخه اخیستې وه. محسن داوړ امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې داسې خبرې اترې د افغانستان لپاره ضروري دي، ځکه چې د هغه په خبره «یوه ډله د ټوپک په زور» په افغانستان کې واکمنه شوې ده.

هغه وویل: « افغانانو ته کم از کم یو خبره شروع کول په کار دي. کوم خلک چې اوس په زور ناست دي په افغانستان کې او د ټوپک په زور چې چا افغانستان نیولی دی.»

سره له دې چې د طالبانو د حکومت دوه کاله او درې میاشتې وشوې، خو لا هم کوم هېواد په رسمیت پېژندلي نه دي.

پاکستانۍ سیاستوالې بشرا ګوهر د افغان ښځو د مقاومت ستاینه وکړه او وویل: «باید د افغان ښځو زړورتیا وستایو،‌ځکه چې هغوی یوازې د خپلو حقونو لپاره نه، بلکې د سیمې د ښځو د حقونو لپاره هم مبارزه کوي.»

طالبان په افغانستان باندې له بیا واکمن کېدو وروسته په ښځو باندې کلک بندیزونه لګولي دي. د افغانستان د ولسي جرګۍ پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ هم د دا ډول غونډو په جوړولو ټېنګار وکړ او وویل چې په غونډې کې د افغانانو په اندېښنو باندې بحثونه وشول.

هغې امریکا غږ ته وویل: «زه فکر کوم دا یو فرصت دی، سربېره چې موږ خپل تشویشونه له دوی سره شریک کړل او هغه واقعیتونه دوی ته وړاندې شول چې کوم افغانستان د سیمې په ګټه به وي، هغه افغانستان چې تروریستانو خوا ته افغانستان ته کشوي او یو بل داخلي ‌او منطقوي بحران ته او یا هم افغانستان چې دنیا سره په ښه تعامل کې روان وي ‌او د تاوتریخوالي لپاره نور ځای په کې نه وي.»

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل هم دا غونډه مهمه وبلله. هغه وویل: «زیاتر علمي بحث و چې د افغانستان اوسنی وضعیت څه تاثیر ولري د افغانستان په خلکو باندې په اوږد مهال کې او همدا رنګه په منطقه باندې به څه تاثیر ولري، څه تهدیدات منطقې ته له افغانستان څخه پېښېدلای شي که چېرې دا وضعیت دوام وکړي. زیاتر بحث تحقیقاتي‌ او اکاډمیک و. دا کانفرانس زیات سیاسي اړخ نه لري.»

د غونډې تنظیم کوونکو وویل چې په غونډې کې د افغانستان د ښځو او نورو اړوندو مسائیلو په اړه بحثونه وشول.

امریکا غږ په دې اړه چې ایا طالبان هم دې غونډې ته بلل شوي خو ورنغلل، له طالبانو څخه معلومات وغوښتل،‌ خو د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد له امریکا غږ سره په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.