طالبانو د ملګرو ملتونو ارزونې ته څه ځواب ورکړی؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

طالبانو د ملګرو ملتونو د دې ارزونې په ځواب کې چې نړۍ باید له دغې اسلامپالې ډلې سره څه ډول تعامل وکړي، ویلي دي چې «مکلف» دي دیني ارزښتونه په پام کې ونیسي او په کورنیو چارو کې به د لاس وهنې اجازه چاته ور نه کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغه سازمان له عمومي منشي انتونیو ګوتریش څخه غوښتي وه چې له طالبانو سره د خبرو د څرنګوالي په اړه یوه خپلواکه ارزونه چمتو کړي او دا ارزونه روانه میاشت وړاندې شوه.

دغې ارزونې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د سیاسي ښکیلتیا له پاره یوه لاره وړاندیز کړې ده.

په ملګرو ملتونو  کې د افغانستان د دایمي څوکۍ د ترلاسه کول او د حکومت په رسیمت پیژندل یې مهمه کیلي ګڼل کیږي ترڅو پر دغې ډلې د ټول شموله حکومت  او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په تړاو فشار راوړل شي.

په دغه ارزونه کې، چې د شورا ۱۵ غړو ته ورکړل شوې راغلي: «د ښځو او نجونو اساسي حقونه، د زده کړې، کار، په ټولنه او سیاسي ژوند کې د ګډون حق، نه یوازې د ټولنې اساسي مکلفیتونه دي. بلکې د ظرفیت لوړولو اوږدمهاله پرمختګ ،اقتصادي ودې ، سوله او امنیت هم اړین کار دی.»

په دغې ارزونه کې راغلي: «په نړیوالو بنسټونو او سیسټمونو کې د افغانستان هرډول بیا یوځای کول د افغان میرمنو ګډون او مشرتابه ته اړتیا لري.» دا ارزونه ترکي ډیپلومات فریدون سینیرلی اوغلو چمتو کړې ده.

له هغه وخته چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو او پوهنتونونو ته له تلو منع شوې دي.

طالبانو همدا راز په مرستندویه ادارو کې د ډېرو ښځو کارکوونکو پر کار کولو بندیز لګولی، سینګارتونه یې تړلي ښځې یې پارکونو ته له تګ منع کړي او دغه راز بې محرمه د سفر اجازه نه لري.

د نجونو تعلیم؛ آیا طالبان او دیني عالمان د نظر اختلاف لري؟

طالبانو ویلي دي چې د شریعت له مخې د ښځو حقونو ته درناوی کوي.

رويترز خبري آژانس ليکلي چې د طالبانو حکومت روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو د هغې ارزونې په غبرګون کې ويلي دي: «حکومت مکلف دی چې په هر ډول تعامل کې دیني ارزښتونه او د هيواد ملي ګټې په پام کې ونیسي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.»

طالبانو ویلي دي چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته افغان ښځو خپل یو شمېر اساسي حقونه تر لاسه کړي دي، دا چې د ملکي خدمتونو د ټولو کارکوونکو شاوخوا ۲۳،۴ سلنه ښځې دي.

طالبانو لیکلي: «اسلامي امارت د لارې په اوږدو کې په زرګونه سوالګر چې د تېر نظام میراث او ډیرې ښځې وې راټول کړي دي. او هغوئ ته یې منظم معاشونه په پام کې نیولي.»

ملګري ملتونه وايي، د اټکل له مخې د افغانستان د شاوخوا  ۴۳ میلیونو وګړو دوه پر درېیمه برخه بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه خپلواکه ارزونه چې امنیت شورا ته سپارل شوې، د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو سپارښتنه یې کړې، په داسې حال کې چې طالبانو دا کار «د نه منلو» وړ بللی دی.