قطر: په غزه کې اوربند او د یرغمل شویو کسانو خوشې کیدل به د جمعې په ورځ پیل شي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد الانصاري نن پنجشنبې، نومبر ۲۳ ( لیندۍ دوهمه) د دغه هېواد په پلازمېنه دوحه کې وویل، چې د اسرائیل او حماس د جګړې اوربند او د یرغمل شویو بندیانو خوشې کول به د جمعې په سهار پیل شي.

نوموړی په دوحه کې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې وویل: "اوربند به د جمعې په ورځ د سهار په اوو بجو پیل شي ... او د ملکي یرغمل شویو لومړۍ ډله به په هماغه ورځ د مازدیګر په څلورو بجو وسپارل شي."

انصاري زیاته کړه، د موافقې له مخې به ۱۳ کسان په لومړي سر کې د حماس د بند څخه خوشې شي، چې ټولې ښځې او ماشومان دي. د نوموړ‌ي په وینا، د څلور ورځنې اوربند په ترڅ کې به ۵۰ یرغمال خوشي شي.

د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همداراز وویل، چې په اسرائیل کې بندي فلسطینیان به هم د جمعې په ورځ خوشې شي خو د نومونو او شمېر په اړه یې نور جزیات ورنکړل.

اسرائیل او حماس، چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په جګړه کې دي، د چهارشنبې په ورځ یې د څلور ورځني اوربند د هوکړې په ترڅ کې لږ تر لږه د ۵۰ یرغمل شوي اسرائیلي وګړو او لسګونه فلسطینیان د خوشې کیدو موافقه وکړه.‌

انصاري زیاته کړه: "د دې څلورو ورځو په ترڅ کې به د پاتې یرغمل شویو کسانو په اړه معلومات راټول شي ترڅو د نورو خوشې کیدو احتمال په پام کې ونیول شي او په دې توګه د وقفې موده به وغځول شي."

ښاغلي انصاري د اوربند په اړه وویل چې د موافقې له مخې به دا یو بشپړ اوربند وي... له هوا یا ځمکې څخه به بریدونه نه کیږي. هغه هیله څرګنده کړه چې پدې بهیر کې "هیڅ سرغړونه رامنځته نشي."

دغه موافقه چې د قطر، مصر او متحده ایالاتو لخوا یې زمینه هواره شوی ده، په پام کې ده په داسې پړاوونو کې پلي شي چې د تمدید او غځولو امکان یې ممکن وي. ددغه موافقې له مخې به د غزې د ۲.۴ میلیون اوسیدونکو ته مرستې هم چمتو کړای شي.

دا موافقه د غزې په تړانګه کې له څو اونیو جګړو وروسته ترسره شوه، چیرې چې د حماس وسله والو د اکټوبر په اوومه په اسرائیل باندې ناڅاپه برید ترسره کړ.

اسرائیلي چارواکي وايي، حماس په دغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان چې ډېری یې ملکي وګړي دي، ووژل او نږدې ۲۴۰ تنه یې یرغمل کړي دي.

د غزې په تړانګه کې د حماس د روغتیایي چارواکو په وینا، له هغه وخت راهیسې د اسرائیل په غچ اخیستونکې بمباریو او ځمکنیو بریدونو کې له ۱۴زره څخه زیات کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همداراز وویل، چې په دوحه کې یو عملیاتي مرکز د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون بهیر څاري او همدارنګه د اسرائیل له حکومت، په دوحه کې د حماس له سیاسي دفتر او د سره صلیب له نړیوالې کمیټې سره مخامخ اړیکه لري.

د نوموړي وویل: "مهمه خبره دا ده چې موږ د دې عملیاتي مرکز له لارې له ټولو ښکیلو لورو سره د اړیکو روښانه کرښه ولرو او دا ډاډ ترلاسه کړو؛ هغه ځای چې یرغمل شوي کسان لیږدول کیږي، خوندي ځای وي."

قطر همداراز هیله څرګنده کړې چې په راتلونکو څلورو ورځو کې به د نورو یرغمل شویو خوشې کولو په اړه له ښکېلو لورو سره خبرې وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند پدې اړه وویل: "موږ ټول هیله من یوو چې دا اوربند به د یو دایمي اوربند د ترلاسه کولو او د پراخو کارونو د پیلولو لپاره زمینه هواره کړي."