هبت الله اخوندازده خپلو وزیرانو ته: 'خلکو سره د زور پر ځای اخلاق وکاروئ'؛ 'د نجونو پر زدکړو بحث نه دی شوی'

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغانستان کې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په کندهار کې خپلو وزیرانو ته ویلي‌ چې خلکو سره "د زور پر ځای له نیکو اخلاقو" کار واخلئ.‌

ښاغلي اخوندزاده د خپل حکومت نژدې ټول وزیران او ګڼ لوړ پوړي چارواکي کندهار ته ورغوښتي وو او د طالبانو د یوې خبرپاڼې پر بنسټ خپله یې د وزیرانو شورا غونډې مشري کړې چې دوشنبه او سې شنبه روانه وه.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ښاغلي اخوندزاده خپلو وزیرانو ته خبرو کې ویلي، "کوښښ کوئ چې د زور پر ځای د تشویق، ترغیب او نیکو اخلاقو له لارې خلک دین او اسلامي اخلاقو ته را وبولئ، د زور له لارې خلک مقابله در سره کوي خو په تشویق سره ملګرتیا او اخلاص در سره کوي."

د طالبانو مشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې کله نا کله د امربالمعروف له چارواکو شکایت کېږي چې د "خلکو ژوند په‌ ډېرو چارو کې مداخله کوي" او ځینې وخت په لویو لارو کې هم درېږي.

د طالبانو حکومت مشر هبت الله خوندزاده ځینې وخت د وزیرانو شورا غونډه کندهار ته وربولي‌ او مشري هم خپله کوي.‌

نوموړي په دغه دوه ورځنۍ ناسته کې له خپلو چارواکو غوښتنه کړې، چې "د شریعت نفاذ او د ولس خدمت" یې لومړنۍ دنده ده.

د طالبانو حکومت تل وايي چې نظام یې "سوچه اسلامي" دی او "اسلامي حدود" په کې پلي کوي. له همدې امله له تېر کال راهیسې د طالبانو حکومت په بېلا بېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون سلګونه کسان په عام محضر کې "دجرمونو" په تور په دُرو وهلي دي.‌

د ذبیح الله مجاهد د اعلامیې له مخې، په دغه غونډه کې د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر او د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، ایران او پاکستان ته د خپلو سفرونو په اړه مالومات هم خپل مشر ته ورکړ‌ي دي.‌

ښاغلي عزیزي تېره اوونۍ په پاکستان کې له چارواکو غوښتي وو چې په کراچۍ کې د افغان سوداګرو زرګونو ایسارو کانټینرونو ته د تګ اجازه ورکړي.

سره له دې چې پاکستاني چارواکو د مالونو د پرېښودو خبره منلې وه، خو یوه طالب چارواکي بي بي سي پښتو پاڼې ته نن (چارشنبه) ویلي، چې لا هم کانټینرونو ته اجازه نه ده ورکول شوې.

د ښاغلي مجاهد په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې په کندهار کې د طالبانو د وزیرانو شورا غونډه کې له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او په افغانستان کې د زدکړو په اړه هم خبرې شوې دي.‌

له دغې غونډې وړاندې داسې ګونګوسې وې چې ښايي په کندهار کې د طالبانو مشرتابه په پوهنتونونو کې د ښځو پر زدکړو او له شپږم ټولګي پورته د تړلو ښوونځیو په اړه همدې ناسته کې څه پرېکړه وکړي.‌ خو په اعلامیه کې په ځانګړي‌ ډول په دې اړه څه نه دي‌ ویل شوي.

په دغه ناسته کې یوه ګډونوال هم حفیظ الله معروف ته ویلي، چې پر زدکړو عمومي بحث شوی خو د نجونو پر زدکړو خبرې نه دي‌ شوي. د دغې سرچینې په وینا، د نجونو د زدکړو مسله "ځانګړو کمېټو او وزارتونو ته سپارل شوې چې شرایط اماده کړي."

خو پوښتنه دا ده چې د دغو شرایطو پوره کول به څومره نور وخت وغواړي؟ داسې څه چې ځواب یې تر اوسه نشته.

اوس شاوخوا ۷۹۰ ورځې کېږي چې د ښاغلي اخوندزاده په امر د نجونو ښوونځي‌ تړل شوي او څه کم یوه کال پوره کېږي چې پوهنتونون کې د نجونو پر زدکړو بندیز لګول شوی دی.

طالب چارواکي تل ادعا کوي‌ چې دغه بندیزونه "تر امر ثاني" پورې دي خو ګڼ شمېر کورنۍ او زده کوونکې اندېښمنې دي‌ چې ښايي‌ بیا زدکړو ته پرېنښودل شي.