آی او ایم: ستنیدونکي افغان کډوال اوږدمهاله ملاتړ ته اړتیا لري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د مهاجرت نړیوالې ادارې (IOM) له پاکستان څخه د افغان کډوالو د روان بهیر په اړه په یو راپور کې ویلي چې له دغه هیواد څخه په زور د زرګونو کډوالو ستنیدلو د افغانستان دننه په سرحد کې په شتو امکاناتو باندې فشار زیات کړی دی.

دغې ادارې د سه شنبې په ورځ نومبر۲۱(لړم۳۰) په یو راپور کې ویلي چې د پاکستان څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ستنیدلو د بهیر له پیل راهیسې تراوسه نږدې ۳۷۵ زره افغانان له دغه هیواد څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

آې او ایم ویلي: "د پاکستان له خوا د نومبر د لومړۍ ورځې پورې د ټولو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو لپاره خپلو سیمو ته په خپله خوښه د ستنیدلو د مهلت د پوره کیدو وروسته د سرحد څخه د تیریدونکو کسانو په شمیر کې په ډرامتیک ډول په ورځ کې د ۲۰۰ څخه ۱۷۰۰۰ تنو ته زیاتوالی راغلی دی".

په دغه راپور کې د مهاجرت نړیوالې ادارې (IOM) د افغانستان د دفتر د مشرې ماریا میوتا له قوله ویل شوي چې اکثرو ستنیدونکو کډوالو ورته ویلي، "هغوی پاکستان پریښودلو ته اړ شوي او د ستنیدلو پر مهال یې د خپلې سپما په ګډون خپل هرڅه یې هلته پریښې دي".

د پاکستان حکومت د اکتوبر د میاشتې په درییمه په دغه هیواد کې میشتو ۱.۷ میلیونه د قانوني اسنادو نلرونکو بهرنیو کډوالو ته چې ۱.۴ میلیونه یې افغان کډوال دي د نومبر د لومړۍ ورځې پورې مهلت ورکړ چې په خپله خوښه له دغه هیواد څخه لاړ شي او که نه د ټاکلې نیټې وروسته به ونیول شي او خپلو هیوادونو ته به ستانه کړای شي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو د بهیر له پیل راهسیې له ۴۰۰ زرو څخه زیات افغان کډوال خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

د مهاجرت نړیوالې ادارې (IOM) ویلي چې دا کډوال په داسې مهال افغانستان ته ستنیږي چې په دغه هیواد کې تر شپږ میلیونو پورې په کوردننه بې ځایه شوي کسان هم د سختو ستونزو سره مخ دي.

دغې ادارې ویلي چې افغانستان په کور دننه په زیات شمیر د بې ځایه شویو کسانو د شمیر له امله په نړۍ کې درییم هیواد دی.

آی او ایم ویلي چې ستنیدونکي کډوال د خوړو او سرپناه په ګډون په دوامدار ډول بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د مهاجرت نړیوالې ادارې په دومره لوی شمیر د کډوالو ستنیدلو او په افغانستان کې د تیرو کلنو بشري بحران ته په کتنې د ستنیدونکو کډوالو برخلیک په اړه اندیښنه ښودلې ده او ویلي دي چې اکثره ستنیدونکي کډوال دغه هیواد ته د ستنیدلو وروسته هیڅ ځای د تللو لپاره نلري.

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د دفتر (UNHCR) مشرې کارولین ګلوک د سه شنبې په ورځ وویل چې ستنیدونکي افغان کډوال د یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي

میرمن ګلوک ویلي: "زیات شمیر افغانانو له افغانستان څخه د سر د خوندیتوب لپاره د پناه په لټه کې وتلي وو، نور په پاکستان کې زیږیدلي او خپل ټول ژوند یې په پاکستان کې تیر کړی دی. ددې لپاره چې افغانستان په یو ډیر خراب بشري ناورین کې راګیر دی دوی د یو ناڅرګندې راتلونکی سره مخ دی او سخت ژمی هم د پیلیدو په حال کې دی".

په ورته وخت کې افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د ستنیدونکو افغان کډوالو سره چې د امریکا د متحده ایالاتو د مرستې او په دې برخه کې د هغوی د بېړنیو اړتیاو پوره کولو لپاره د مهاجرت نړیوالې ادارې او کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ سره د خپل ملاتړ ته دوام باندې ټینګار کړی.

د ښاغلي ویست دمخه افغانستان لپاره د امریکا سفارت د شاردافیرې میرمن کرن ډیکرد ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي و چې ستنیدونکي افغان کډوال د مصونیت، درناوي او خوندیتوب مستحق دي.


د مهاجرت نړیوالې ادارې ویلي، په زوره افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو له ۶۰ فیصدو زیات یې ماشومان دي چې د نورو پرتله د ډیرو ګواښونو سره مخ دي.

دغې ادارې ویلي چې اوس مهال له ستنیدونکو کډوالو سره د اوبو، حفظ الصحې، د کور د لومړنيو وسایلو، روغتیايي توکو او د لومړنيو اړتیاوو پوره کولو په برخو کې د نغدو پیسو او نورې اړینې مرستې کوي.

دغې ادارې خبرداری ورکړی چې نجونې او ښځې په افغانستان کې په سخت حالت کې دي او د ژمي په نږدې کېدو یې اړتیاوې ډېرېږي.