ملا برادر: افغانستان او ایران دوه ښه اقتصادي شریکان جوړېدای شي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، چې "افغانستان او ایران خپل ستراتیژیک موقعیت ته په کتو سره دوه ښه اقتصادي شریکان جوړېدای شي".

هغه زیاته کړې، دې موخې ته رسېدو لپاره اړتیا ده چې "دوه اړخیزې همکارۍ لا زیاتې او تخنیکي ټیمونه په ګډه سره کار وکړي."

ښاغلي برادر دا خبرې ایران ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د ملي امنیت عالي شورا له رییس علي‌اکبر احمدیان سره په لیدنه کې کړې.

د ښاغلي برادر دفتر په یوه خپاره کړي بیان کې لیکلي، چې دې لیدنه کې "پر سیاسي او اقتصادي اړیکو سربېره" د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحد کې پر ښې همغږۍ، د اوبو پر مدیریت، ترانزیټ او د ایران له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي بحث او خبرې شوې دي.

په بیان کې زیاته شوې ښاغلي احمدیان هم د ترانزیټ موضوع ته په اشارې ویلي چې "ایران او افغانستان د چین د یو کمربند او یوې لارې پروژه کې مهم رول لري" او دا چې دغه پروژه "چین د افغانستان له لارې ایران، عراق، سوریې او مدیترانې سمندر سره نښلولی او اروپا ته رسولی شي."

ښاغلي برادر تر دې مخکې د دغه سفر پر مهال د ایران له بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان سره هم د اقتصادي همکاريو پر پراختيا او له افغان کډوالو سره د "ښه چلند" کولو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت په داسې حال کې له ایران سره د سوداګریزې راکړې ورکړې او د دغه هېواد له لارې نورې نړۍ سره د سوداګرۍ او ترانزیټ د غوړېدو هڅو ته مخه کړې، چې له بل ګاونډي پاکستان سره یې په دغو برخو کې اړیکي ښه نه دي.

پاکستان د روان کال د سپتمبر لومړیو کې له یوې شخړې وروسته له افغانستان سره د تګ راتګ او سوداګرۍ تر ټولو مهمه 'تورخم' لار د څو ورځو لپاره وتړله او افغان سوداګرو وویل چې د کرښې دواړو غاړو ته یې پر سوداګریزو توکو د بار موټرونو ایسارېدو له کبله میلیونونه ډالر زیان لیدلی دی.

افغان سوداګر وايي پاکستان تر دې مخکې هم په وار وار دا او نورې لارې په داسې وختونو کې تړلې، چې له افغانستانه د تازه میوو د صادرېدو فصل وي.

د یادونې ده چې د پاکستان حکومت لخوا له دغه هېواده د سلګونو زره افغان کډوالو د ایستلو او ترڅنګ یې د سپین بولدک-چمن پر لار تګ راتګ ته د شرایطو سختولو هم د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا لاپسې زیاته کړې ده.

بلخوا که څه هم په دې وروستیو کې له ایرانه هم د زرګونو افغان کډوالو د ایستل کېدو بېلابېل رپوټونه ورکړل شوي، خو اوس طالبان وايي چې د دغه هېواد د ملي امنیت عالي شورا رییس د دوی د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ته خپل هېواد کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو او له هغوی سره د "ښه سلوک" ډاډ ورکړی دی.

بیان کې زیاته شوې چې ښاغلي برادر هم له دې کبله مننه کړې چې "ایران د مهاجرینو په اړه اسلامیت، بشریت، ګاونډیتوب او د هغو حقوق او نورمونه پېژني".

د طالبانو حکومت وايي، په لیدنه کې دا پرېکړه هم شوې، چې دواړه هېوادونه باید له رامنځته شوي فرصته ښه استفاده وکړي او "چا ته اجازه ورنه کړي چې د ایران او افغانستان اړیکو ته زیان ورسوي."