پپاکستان ته د ستانکزي خبرداری: کډوالو سره مو چلند بدل کړئ او مونږ غبرګون ته مه اړباسئ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د افغان کډوالو سره د پاکستان د امنیتي منسوبینو چلند " ظالمانه" بللی او خبرداری یې ورکړی چې دغه چلند دې بدل کړي.

عباس ستانکزي د دوشنبې په ورځ نومبرشپږم( لړم۱۵) کابل کې د افغانستان د اقتصاد په اړه یونړیوال جوړ شوي کنفرانس ته په وینا کې وویل چې پاکستاني امنیتي ځواکونو د افغان کډوالو د شتمنیو په لوټولو پیل کړی دی.

هغه وویل: " مونږ ډیر صبر وکړ، حوصله مو وکړه، تند غبرګون مو ونه ښود، د پاکستان د امنیتي ځواکونو اود پاکستان د حکومت څخه زمونږ هیله او تمه ده چې خپل چلند بدل کړي او مونږ دې ته اړ نکړي چې پر وړاندې یې غبرګون وښیو".

عباس ستانکزي وویل چې د طالبانو د حکومت یو قوي دفاع وزارت لري او د خپلو ګاونډیانو پرتله زیاتې وسلې او روزل شوي ځواکونه لري.

هغه وویل:" زمونږ هرمجاهد [طالب وسله وال] یو جنرال دی او مونږ نه غواړو چې له هغوی څخه په داسې ډول کار واخیستل شي د اختلافاتو او د ستونزو د زیاتیدو سبب شي او که چیرې اړ شو دا کسان د وطن څخه دفاع ته چمتو دي".

د طالبانو د حکومت دغه چارواکي په پاکستان باندې ددې تور پورې کړ چې د کډوالو مسلې ته د سوداګرۍ له اړخه ګوري او په تیرو اوږدو کلنو کې یې د کډوالو سره د نړیوالې ټولنې له مرستو ګټه پورته کړې ده.

د پاکستان د حکومت له خوا ددغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د شړلو پریکړې ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال دا غبرګون لومړی غبرګون نه دی ددې وړاندې هم د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده او د طالبانو د صدراعظم ملا محمد حسن اخوند په ګډون یو شمیر طالب چارواکو غبرګونونه ښودلي او د پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو پریکړه یې غندلې ده.

پاکستان حکومت تراوسه د عباس ستانګزي له خوا ددغه د هیواد په امنیتي ځواکونو باندې د افغان کډوالو د ځورولو او د هغوی د شتمنیو د اخیستلو لګیدلو تورونو ته غبرکون نه دی ښودلی،خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو غیر قانوني کډوالو د ایستلو پریکړه د کوم ځانګړي هیواد د اوسیدونکو په اړه نه ده بلکې په دې پریکړه کې د ټولو هغو هیوادونواتباع شامل دي چې په پاکستان کې د اوسیدانې قانوني اسناد نلري.

پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا پریکړه یې د خپلو کورنیو قوانینو پر اساس کړې چې د نړیوالو معیارونو سره هم برابره ده.

پاکستان حکومت د اکتوبر د تیرې میاشتې په سرکې په دغه هیواد کې میشتو ۱.۷ میلیونو د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو ته چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د نومبر تر لومړۍ ورځې مهلت ورکړی و چې تر دغې نیټې دې له دغه هیواد څخه ووځي او که نه د ټاکلې مهلت وورسته به د امنیتي منسوبینو له خوا ونیول شي او خپلو هیوادونو ته به واستول شي.

پاکستاني چارواکي وايي چې د اکتوبر د میاشتې له پیل څخه تر تیرې جمعې ورځې پورې له ۲۰۰ زرو څخه زیات افغان کډوال خپل هیواد ستانه شوي دي.

د ظالبانو حکومت د پاکستان څخه په ډله ییز ډول د ستنیدونکو افغان کډوالو د چارو د تنظیم لپاره یوه کمیسیون هم جوړ کړی دی.

دغه کمیسیون افغانستان ته ستنیدونکو کډوالو ته خواړه، اوبه او د موقتي اوسیدلو لپاره امکانات هم برابروي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په تورخم کې یې د ستنیدونکو افغان کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په دغه سیمه کې یو اساسي روغتیايي مرکز یوې بیړني روغتون ته ارتقا ورکړې ده.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغه ۲۰ بشتریز روغتون کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ټولو ناروغیو د درملنې امکانات په پام کې نیول شوي دي.

همداشان د طالبانو حکومت ویلي چې د ستنیدونکو کډوالو لپاره یې د تورخم په سرحدي سیمه کې کډوالو ته د ګرځنده تیلیفون ۱۳ زره موقتي سیم کارتونه ویشلي دي.