نوارالحق کاکړ: د طالبانو واکمنېدو سره پاکستان کې ترهګریزې پېښې ۶۰ سلنه ډېرې شوې؛ امیر خان متقي: خپلې کورنۍ ستونزې په خپله حل کړئ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پاکستان کې د لنډمهاله حکومت لومړي وزیر تور پورې کړی چې ګواکې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

انوارالحق کاکړ ادعا کړې چې 'تحریک طالبان پاکستان' د دغه تاوتریخوالي مسوله ډله ده چې "د افغانستان خاورې په کارولو سره پاکستان کې بریدونه کوي."

هغه ادعا چې تر ده مخکې ځينو پاکستاني پوځي او استخباراتي مشرانو هم کړې خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار سره رد او بې بنسټه بللې ده.

انوارالحق کاکړ دا تازه څرګندونې نن چهارشنبه په یوه خبري کنفرانس کې کړې دي.

هغه ویلي چې فکر یې کاوه د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان له بیا واکمنېدو سره به طالبان د "پاکستان مخالفو ډلو" او په ځانګړي ډول د 'تحریک طالبان پاکستان' پر ضد سخت عمل وکړي او "هغوی ته به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د افغانستان ځمکه د پاکستان په خلاف وکاروي."

خو ښاغلی کاکړ تور پورې کوي او وايي چې، "له بده مرغه افغانستان کې د سرپرست [طالبانو] حکومت له رامنځ‌ته کېدو سره پاکستان کې ترهګریزې پېښې ۶۰ سلنه او ځانمرګي بریدونه ۵۰۰ سلنه زیات شوي دي" او "په دغه تاوتریخوالي کې په تېرو دوو کلونو کې ۲۲۶۷ بې‌ګناه پاکستانیان وژل شوي چې د تحریک طالبان پاکستان ترهګر یې زمه وار دي او هغوی د افغانستان خاورې په کارولو سره پر پاکستان بریدونه کوي."

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان دغه لنډمهاله لومړي وزیر تازه څرګندونو ته تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو وړمه ورځ له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې د طالبانو حکومت لومړي وزیر دې ته ورته تورونه او ادعاوې رد او بې بنسټه وبللې.

امیر خان متقي 'ټي‌ټي‌پي یا تحریک طالبان پاکستان' د پاکستان کورنۍ موضوع یاده کړه او ویې ویل چې په خپله دې یې حل کړي.

ښاغلي متقي په مرکه کې ویلي، "ټي‌ټي‌پي د نن ورځې خبره نه ده، زموږ تر فتوحاتو مخکې هم دوی خپله اعلانات کول چې په تېرو شلو کلونو کې پاکستان کې اتیا زره کسان وژل شوي‌ دي. هغه وخت هم همدا حملې او جنجالونه وو. په پاکستان کې مختلفو سیمو کې ۴۰۰-۵۰۰ کیلومتره دننه عملیات تر سره کېږی، دا د دوی کورنۍ موضوع ده، دوی خو قوي پوځ لري، استخبارات لري، باید په خپله یې مخه ونیسي. په موږ پورې هېڅ اړه نه لري."

امیر خان متقي همدا راز د پاکستاني چارواکو هغه دریځ رد کړ چې ګواکې د افغانستان خاوره د چا پر ضد کارول کېږي.

ښاغلي متقي وویل، "موږ چې راغلي یو نو فیصله مو کړې چې زموږ خاوره به د چا پر ضد نه کارول کېږي. پر هغه فیصله ولاړ یو او عملي کړې مو ده او زموږ له خاورې چا استفاده نه ده کړې."

بلخوا د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال پاکستان کې د دوی سفیر عبدالسلام ضعیف هم د ښاغلي کاکړ څرګندونې غندلې او ترې غوښتي یې دي چې ځان له "ګمراه کېدو" او "د چا د دسیسې" ښکار کېدو نه وژغوري.

کاکړ: اوس موږ خپله کورنۍ موضوع په خپله حلوو
په افغانستان کې د طالبانو حکومت او د پاکستاني چارواکو تر منځ دا تازه ناندرۍ له پاکستانه د زرګونه افغان کډوالو تر جبري ایستلو وروسته راپورته کېږي.

که څه هم پاکستان ویلي چې دوی "ناقانونه" کډوال باسي خو مخکې یې ادعا کړې وه چې هلته په یو شمېر "ترهګریزو" پېښو کې د افغانانو لاس دی او ګواکې د هغوی په ایستلو سره به پاکستان کې امنیتي وضعیت ښه شي.

په دې تازه څرګندونو کې هم انوارالحق کاکړ په نا مسقتیم ډول د کډوالو پر سر د طالبانو حکومت د چارواکو د خبرو په ځواب کې ویلي، "د کوم غوڅ اقدام پر ځای افغان حکومت په ځلونو موږ ته دغه مشوره راکوله چې خپلې کورنۍ ستونزې په خپله حل کړئ. د دوی له دې چلند او مرستې نه کولو نه وروسته اوس پاکستان پرېکړه کړې چې د خپلو کورنیو ستونزو چاره په خپله وکړي، نو د پاکستان حکومت دا اوسنۍ کړنې باید درته حیرانوونکې او د توقع خلاف ونه اوسي."

په داسې حال کې چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې ګڼ افغان کډوال زنداني شوي، ځورول شوي او په تازه راستنېدونکو کډوالو کې یې ډېری هغو ویلي چې شتمنۍ ترې ګرځول شوې او ځورول شوي دي خو ښاغلی کاکړ وايي چې "پر افغانستان د هرې ټکې پرېوتو سره د پاکستان حکومت او ولس د اسلامي ورورګلوۍ پر بنسټ د افغانانو لاسنیوی کړی او له هغوی سره یې غمشریکې کړې ده."

د یادولو ده چې پرون د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال محمد عباس ستانکزي هم له پاکستانه د افغان کډوالو شړل له نړیوالو اصولو مخالفه چاره وبلله او د پاکستان امنیتي ادارو ته یې خبرداری ورکړ چې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلن لاس واخلي.

ښاغلي ستانکزي پاکستاني امنیتي کسان تورن کړل چې له افغان کډوالو ټوله شتمني ګرځوي او په وینا یې، په دې سړه هوا کې یې تش لاس افغانستان ته استوي.

د هغه په خبره، پاکستان په تېرو څو لسیزو کې د افغانانو پر سر له نړیوالې ټولنې میلیاردونو ډالر اخیستي.

خو د پاکستان لومړي وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي چې "افغان کډوال یې شاوخوا څلور لسیزې "ساتلي دي" او ګواکې له نړیوالې ټولنې یې چې د کډوالو په نوم څه مرسته ترلاسه کړې هغه د ۴۰ کلونو په اوږدو کې د پاکستان لپاره هېڅ هم نه ده.