د ملا برادر او د ايران بهرنيو چارو وزير ليدنه؛ د اقتصادي اړیکو پراختيا، له افغان کډوالو سره "ښه چلند" او د ايران حقابې ته "ځانګړې پاملرنه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو حکومت کې د لومړي وزير يا رئيس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د ايران بهرنيو چارو وزير حسين امیر عبداللهيان سره په ليدنه کې د اقتصادي همکاريو پر پراختيا او له افغان کډوالو سره د "ښه چلند" کولو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو له بيا ځلې واک ته رسېدو راهيسې ښاغلی برادر د طالبانو حکومت يو تر ټولو جګپوړی چارواکی دی چې ايران ته سفر کوي.

په دغه کتنه کې چې د يکشنبې په ورځ (۵ نومبر) ترسره شوه، دواړو لوريو په سياسي، اقتصادي، تعليمي او فرهنګي برخو کې د ګډو همکاريو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي عبداللهيان د ايران په بهرني سياست کې "د افغانستان مهم دريځ" ته اشاره وکړه او زياته يې کړه د "ايران اسلامي جمهوريت هوډ لري چې له افغانستان سره د ګاونډیو اړيکو په رڼا کې د اوسني وضعيت په قابو کولو کې مرسته وګړي. "

د ښاغلي برادر له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هغه د ايران بهرنيو چارو له وزير سره په کتنه کې ویلي، "افغانستان او ايران د تاریخ په اوږدو کې دوه دوست او ګاونډي هېوادونه پاتې شوي چې يو له بل سره ښې سياسي، اقتصادي او کلتوري اړيکي لري او په کار ده چې د يادو اړيکو د پراختيا او پياوړتيا لپاره په ګډه کار وشي."

ښاغلی برادر د شنبې په ورځ د طالبانو د ۳۰ کسيزه اقتصادي پلاوي په مشرۍ تهران ته ورسېد او د دواړو هېوادونو په ګډه اقتصادي غونډه کې يې هم ګډون وکړ.

ايران ته د ملا برادر سفر په داسې وخت کې شوی چې د طالبانو حکومت له پاکستان او ايران څخه په زوره د کډوالو ايستلو مخ په زياتېدونکي کړکېج سره مخ دی، هره ورځ زرګونه کډوال له يادو هېوادونو څخه افغانستان ته ستنېږي.

ښاغلي برادر په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو سره د "ښه چلند" او د هغوی د ستونزو د حل کولو غوښتنه وکړه. د تهران د معلوماتو له مخې اوسمهال په دغه هېواد کې شاوخوا پنځه ميليونه افغانان ژوند کوي.

د ښاغلي برادر دفتر دا نه دي ويلي چې له ايراني چارواکو سره يې د افغان کډوالو په زوره ايستلو بهير د درولو په اړه خبرې کړې دي که نه خو په همدې حال د طالبانو حکومت يو شمېر چارواکو په خپلو څرګندونو کې له پاکستانه غوښتي چې د شاوخوا ۱.۷ ميليونه افغان کډوالو د ايستلو په پرېکړه له سره غور وکړي.

امير عبداللهيان: د ايران حقابې ته دې ځانګړې پاملرنه وشي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلي امیر عبداللهیان له افغانستان سره د اوبو موضوع "ډېره مهمه" بللې او ټینګار یې کړی چې "د افغانستان چارسمبالی حکومت [طالبانو حکومت] د ایران د اوبو حقابې ته ځانګړې پاملرنه وکړي. "

ښاغلي عبداللهیان د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا هم ټینګار وکړ .

ښاغلي عبداللهیان د افغانستان په ځانګړو شرایطو کې د څو میلیونو افغان کډوالو شمېر ته په اشارې وویل، "د ایران اسلامي جمهوریت د افغان وروڼو او خویندو د کوربه توب لپاره ډېرې هڅې کړې دي" او زیاته یې کړه، "چې د کډوالۍ په برخه کې همکاري اړينه ده او د کډوالو اړوند مسایل او ستونزې باید حل او اداره شي. "

د طالبانو حکومت لومړي وزير همداراز د افغانستان د صادراتو او وارداتو په برخه کې د چابهار او بندر عباس بندرونو څخه د زیاتې استفادې په اړه هم خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د ایران، افغانستان او هند د درې اړخیزو همکاریو غوښتنه وکړه.

ملا برادر په ۲۰۱۹ کال کې هم تهران ته سفر کړی و، هغه مهال نوموړی په دوحه کې له امریکا سره د سولې د خبرو مشري کوله او د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په ګډون یې له لوړپوړو چارواکو سره ليدلي وو.

د ښاغلي برادر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي، افغانستان غواړي "د ایران له لارې افغاني صادرات او واردات زیات کړي"، په همدې موخه یې له ایرانه وغوښتل، چې په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

دغه راز په دې کتنه کې دواړو لورو د واخان دهلېز په جوړولو او له هغې څخه په ګټې اخيستو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې دغه لاره د دواړو هېوادونو په ګټه ده او هوکړه وشوه چې دواړه هېوادونه به د خپلو چارو د چټکتيا لپاره يوه ګډه کمېټه جوړوي.

دغه دهلیز د افغانستان له لارې ایران له چین سره نښلوي.

ویل شوي چې دغه ۳۰ کسیز اقتصادي پلاوی به تهران او د ایران نورو ښارونو ته هم سفر وکړي او له ايراني چارواکو سره به وویني.

که څه هم تهران د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو په تهران کې یې د افغانستان سفارت د طالبانو استازو ته سپارلی او په کابل کې یې خپل سفیر ساتلی دی او د افغانستان په ښارونو کې د ایران کونسلګرۍ موجودې دي.