ملګري ملتونه: کوکنارو کرکیلې کې ۹۵ ٪ کموالی؛ 'بزګرانو ته بدیل معیشت برابرول بیړنۍ اړتیا ده'

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو په وړاندې ادارې (UNODC) یوه تازه سروې ښيي چې د تیر۲۰۲۲ کال د کوکنارو د کرکیلې د بندیدو په اړه د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د فرمان وروسته افغانستان کې د کوکنارو په کرکیله کې ۹۵ فیصده کموالی راغلی دی.

ددغې سروې جزئیات چې د یکشنبې په ورځ نومبرپنځم (لړم ۱۴) افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" له خوا خپاره شوي په کې ویل شوي چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله د ۲۳۳ زره هکتارو څخه یوازې ۱۰۸۰۰ هکتارو ته راکمه شوې ده.

په دې سروې کې ویل شوي: "دا کموالی د اپینو په عرضه کې د ۹۵ فیصدو کموالي سبب شوی دی چې په ۲۰۲۲ کال کې د ۶۲۰۰ ټنو څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۳۳۳ ټنو ته د عرضې کچه ټیټه شوې ده. د کوکنارو د کر ډیر زیات کموالی به په کلیوالو سیمو کې هغو زیامننونکو ټولنو باندې چې د کوکنارو په عوایدو یې اتکا لرله په بیړني ډول بشري پایلې ولري".

په دې سروې کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د بزګرانو له خوا په کارو باریانو باندې د اپینو د خرڅلاو څخه د بزګرانو عواید له ۹۲ فیصدو څخه په زیاته اندازه کم شوي دي.

ددې سروې له مخې په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو د حاصل اندازه یو میلیارد او ۳۶۰ میلیونه ډالره وه، خو په روان ۲۰۲۳ کال کې دا اندازه ۱۱۰ میلیونو ډالرو ته راکمه شوې ده.

په دغه سروې کې پر کلیوالو سیمو کې په بزګرانو باندې د کوکنارو د کرکیلې د کمیدو او د اپینو د اقتصاد نږدې ټول انقباض اغیزو د پایلو په اړه ویل شوي چې په راتلوونکی کې په کوکنارو د افغانانو د اتکا مخنیوي لپاره په کلیوالو سیمو کې په چټک ډول د بدلیل میشت د انکشافي پروژو پلي کولو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو په وړاندې د ادارې (UNODC) اجرائیوي رئیسې میرمن غدا ولي ویلي: "دا د اپینو د قاچاق د بازار او په کور دننه او نړیواله کچه ورڅخه د پیښ زیان پر وړاندې د اوږدې مودې د پایلو ترلاسه کولو لپاره یو رښتینی فرصت دی".

میرمن غدا ولي، ویلی، چې په عین وخت کې پر افغانانو ددغه کمښت د اغیزو د کمیدو لپاره اړتیا ده چې د خلکو اړتیاو ته ځواب وویل شي.

میرمن غدا ولي ویلي: "د افغانستان خلک د عاید له لاسه ورکولو د ټکان د زغملو او د ژوندي پاتې کیدو لپاره خپلو ډیرو عاجلو اړتیاو د پوره کولو لپاره نن په بیړني ډول بشري مرستو ته اړتیا لري او په راتلوونکو میاشتو کې افغانستان په ډیر زیات او دوامداره توګه بدیل معیشت ته چې بزګرانو ته د کوکنارو د کښت پرته فرصتونه برابر کړي اړتیا لري".

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستنیدویه پلاوي دفتر "یوناما" مشرې میرمن روزا اوتنبایووا ویلي چې په افغانستان کې نږدې اتیا فیصده خلک د کرهڼې په سکتور باندې متکي دي او دا هیواد له وړاندې د اوبو د سخت کمبود سره مخ دی.

میرمن اوتنبایووا ویلي: "دوامداره بدیلې انکشافي هڅې باید د وچکالۍ پر وړاندې مقاومت کوونکو کرهڼیزو فعالیتونو او اغیزمنو حفاظي اقداماتو او د سرچینو څخه کار اخیستلو ته متوجه اوسي".

په دې سروې کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۳ کال پورې د افغانستان د اپینو صادرات یوازې ددغه هیواد په قانوني ډول د توکو د صادراتو او د خدمتونو د ارزښت څخه زیات و.

په دې سروې کې ویل شوي چې د کوکنار د کښت او اپینو د تولید کموالی به په پراخه کچه د افغانستان په اقتصاد اغیز ولري.

دا سروې وايي چې ډیرو بزګرانو د کوکنار د کرلو پر ځای د غنمو کرلو ته مخه کړې ده چې له امله یې یوازې د فراه، هلمند، کندهار او ننګرهار په ولایتونو کې د حبوباتو د کښت کچه ۱۶۰ زره هکتارو ته رسیدلې ده.

دا سروې وايي، چې د غنمو کرکیله چې د کوکنارو پرتله یې عاید بزګرانو ته ډیر کم دی به ممکن د خوړو د نه مصونیت د کمیدو سره مرسته وکړي.

دا سروې وايي، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې د فراه، هلمند، کندهار او ننګرهار په ولایتونو کې د کوکنارو د کرکیلې پر ځای د غنمو د کرلو له امله بزګرانو ته یو میلیارد ډالرو زیان رسیدلی دی.

ددغې سروې له مخې د افغانستان څخه هغه خوا ممکن د هیروینو قاچاق او استعمال کم شي او به هم د هیروینو د بدیلو زیان لرونکو نشه يي توکو لکه فینټینیل او مصنوي نشه يي توکو تولید وهڅوي.

په دې سروې کې ویل شوي چې د نشه يي توکو ظبطولو پیښو څخه داسې ښکاري چې په ۲۰۲۳ کال کې د اپینو د حاصل د کموالي له امله کاروباریان د خپلو اپینو د پخوانیو زیرمو څخه اپین په ارزانه بیه پلوري، په داسې حال کې چې د هیرونیو پروسس کې کموالی راغلی دی.

ددې سروې له مخې د متامفتامین په نوم د نشه يي توکي قاچاقبرانو شمیر کې زیاتوالی راغلی دی. که څه هم په افغانستان کې د نشه يي توکو استعمال په لوړه کچه موجود دی د شواهد له مخې په نشه يي توکو د روږدو د درملنې لپاره امکانات لا هم محدود پاتې شوي دي.

په دې سروې کې ددې یادونه شوې چې د شواهدو پر اساس درملنه باید د اپینو له استعمال څخه د مخنیوي څخه رامخې ته شوې ګډوډي چې د لا زیات زیان راوړونکي دي په ګډون د عامې روغتیا په اقداماتو او مرستو کې مدغم شي.