په ۲۴ ساعتونو کې نژدې۶۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

"په ۲۴ ساعتونو کې نژدې۶۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي"؛ غني وايي د کډوالو کړکېچ به پر مرستو تکیه لا ډېره کړي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۶۰ زره افغان کډوال له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د ننګرهار ولايت په تورخم کې د راستنېدونکو د تثبيت او ښه راغلاست کمېټې آمريت د راپور پر بنسټ، د جمعې شپې له نيمايي د شنبې تر سهاره پورې ۵۶ زره او ۸۷۲ تنه افغان کډوال (د لړم په ۱۳مه) هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه خبرپاڼې له مخې په دوی کې ۷ زره او ۱۰۹ کورنۍ وې چې ټولې له پاکستان څخه په "جبري توګه ایستل شوې دي."

د کډوالو چارو وزارت دا هم ویلي چې پرون یوازې له تورخم څخه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې زر کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې دي. د یاد وزارت په وینا د دفاع وزارت هم د لېږد په دغه لړۍ کې برخه اخیستې ده.

بلخوا،‌ د پرځول شوي جمهوریت مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني هم د کډوالو پر حالت اندېښنه ښودلې.‌ ښاغلي‌ غني په یوه غږیز پیغام کې ویلي،‌ په دومره لوی شمېر د کډوالو ستنېدل به پر بهرنیو مرستو د طالبانو د حکومت تیکه نور هم ډېره کړي.

"د طالبانو ادارې لا دمخه، عملاً په محدودو نړیوالو مرستو باندې اتکا قبوله کړې ده او د مهاجرینو په راتګ، له نوي بحران سره دا اتکا نوره ډېرېږي."

ښاغلی غني زیاتوي چې د نړۍ پام اوس پر افغانستان ورټول نه دی او د کډوالو ستونزو حل لپاره "اجماع" اړینه ده،
هممهاله، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ډانيل اندرېس د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو له سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني سره په کتنه کې د کډوالو اوسنی حالت د اندېښنې وړ بللی او د کډوالۍ د نړیوالې ادارې او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له استازو سره یو ځای يې په ګډه غونډه کې د دغو کډوالو ستونزو ته د بنسټیزو حل لارو او دايمي سرپناه او کاري فرصتونو برابرولو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټی چې په دغه غونډه کې و، له یادو مرستندویه ادارو غوښتي چې هم د کډوالو پر کوربه هېوادونو فشار راوړي چې په ورته لوړ شمېر د کډوالو له ورستنولو ډډه وکړي او هم راستنو شوو کډوالو ته خپلې مرستې ګړندۍ کړي.

سراج الدين حقاني: د افغان کډوالو په زوره ايستل د ټولو نړيوالو اصولو خلاف کار دی


د افغانستان کورنيو چارو سرپرست وزير سراج‌الدين حقاني هم د خپل حکومت د نورو لوړپوړو چارواکو په څېر، له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ايستل د ټولو نړيوالو نورمونو او اسلامي اصولو "خلاف عمل" بللی.

هغه د خوست په ملکي هوايي ډګر کې د سرحدي پوليسو لپاره جوړې شوې ودانۍ پرانيستغونډې ته په وینا کې ویلي، د پاکستان هغه ښېګڼې نه هېروي چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې يې کړې خو اوسنۍ نامناسبه پرېکړه یې چې د افغان کډوالو ايستلو په حق کې يې کړې، ورته د منلو نه ده.

نوموړي ویلي، "داسې دردمن، له غم او تکليف نه ډک حالت چې دا خلک يې ګوري، برداشت کولی يې نه شي".

هغه دا هم ویلي چې په اوسنيو حالاتو کې د دوی حکومت په دومره لويه پيمانه راستنېدونکو کډوالو ته رسېدنه نه شي کولی، "نو پاکستان ته په کار ده چې په خپله دې پرېکړه له سره غور وکړي."

ښاغلي حقاني زیاته کړې، که پاکستان په خپله پرېکړه غور ونه کړي، نو دا به يو بل بحران ته لار هواره کړي.

نوموړي دا هم ویلي چې "پاکستان تل خپل مشکلات پر افغانانو ور تپلي چې دا د هغوی "لويه بې کفايتي ده" او په وينا يې، "نور دې له خپلو نامشروع غوښتنو تېر شي".

پرون په افغانستان کې د طالبانو حکومت لومړي وزیر هم په پاکستان کې د افغان کډوالو پر "بې عزته کېدلو" توندې نیوکې وکړې او د پاکستان "واکمنو" ته يې د دغه کار د پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

ملا محمد حسن اخوند چې ډېره موده وروسته یې پر تلویزیون خبرې کولې، په یوه وینا کې د پاکستان له ملکي حکومت او پوځي ادارو په "کلکه" غوښتنه کړې چې افغانان "دې نور نه ځوروي" او کافي وخت دې ورکړي چې "په عزت سره" خپله بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.