د پنجاب په میانوالي کې د هوايي ځواکونو پر مرکز برید شوی؛ چارواکي وايي 'بریدګر یې وژلي'

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پاکستاني ځواکونه وايي، د پنجاب په میانوالي ښار کې یې د هوايي ځواک په مرکز د وسله والو برید ټول بریدګر وژلي دي.

پوځ ویلي، دا حمله په ځایي وخت نن سهار وختي شوې چې وروسته 'پاکستاني ځواکونه لاس په کار شول او حمله یې ناکامه کړه.'

د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو دفتر یا (ای اېس پي ار ISPR) په یوه خبرپاڼه کې د چاڼیزو عملیاتو له بشپړیدو وروسته د ۹ وسله والو د وژلو ادعا کړې.

د معلوماتو له مخې د هوايي ځواکونو د روزنې په دغه مرکز له برید وروسته نن هلته پاکستاني ځواکونو تصفیوي عملیات او پلټنې کړي دي چې د چارواکو په وینا د نورو ګواښونو مخه ونیسي.

بي بي سي په خپلواکه توګه دا نشي تایدولی خو د پاکستان پوځ ویلي چې په دې برید کې چاته زیان نه دی اوښتی خو په وینا یې "درې له کاره لویدلي الوتکې پکې ویجاړې شوي دي."

د دغې برید مسولیت د تحریک جهاد پاکستان په نوم ډلې اخیستی دی


دا په ۲۴ ساعتونو کې پاکستان کې درېیمه حمله ده چې مرګژوبله اړوي.

د پنجاب په میانوالي کې د وسله والو له دغې برید مخکې، د پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان او د بلوچستان په ګوادر کې په دوو جلا پېښو کې تر دې دمه د ۱۹ امنيتي ځواکونه د وژل کېدو پخلی شوی دی.

د بلوچستان ايالت په ګوادر سيمه کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر موټرو بريد کې خپله پوځ د ۱۴ پاکستاني سرتېرو وژل کېدل تاېید کړي دي.

د ای اېس په ار په خبرپاڼه کې راغلي چې د امنيتي ځواکونو دوه موټر له پسني څخه اورمړه سيمې ته روان وو چې وسله والو پرې بريد وکړ.

له دې سره هم مهاله بله پېښه د پاکستان په ډېره اسماعیل خان کې رامنځ ته شوې وه. د راپورونو په وينا هلته د پولیسو پر موټر د بمي برید له امله پنځه پوليسو وژل شوي او له شلو زیات ژوبل شوي دي.

ويل کېږي چاودېدونکي توکي په يوه موټر سايکل کې ځای پر ځای شوي وو.